Connect with us

تازه خبرونه

په واشنګتن کې د بلخاب د مسو او د بدخشان د سرو زرو تړونونه لاسلیک شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په واشنګتن کې د ښار جوړولو له پخواني وزیر سره د بلخاب د مسو او د بدخشان د سرو زرو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي دي.

د سید سعادت منصور نادري اړوند دوه شرکتونو په واشنګتن کې د بدخشان د سرو زرو او د سرپل د مسو د استخراج تړونونه اخیستل. دغه کانونه شپږ کاله مخکې داوطلبي ته وړاندې شوي وه.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، پر دغو کانونو اته اویا میلیون دالر پانګونه کیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چې په درې لومړیو کلونو کې د بدخشان د سرو زرو کان د استخراج چاره ترکيش او افغان مایننګ پر ۲۲ میلیون دالر پانګونې تر سره کوي او د سرپل د بلخاب د مسو کان د کیندلو چارې افغان او انګلیندي شرکتونو ته سپارل شوي، چې پرې ۵۶ میلیون دالر پانګونه کیږي.

د افغانستان روڼتیا څار څېړونکي وایي، دغه تړونونه د سیاسي پرېکړو او نړیوالو فشارونو په پایله کې غیر قانوني لاسلیک شوي دي.

د افغانستان روڼتیا څار څېړونکی ناصر تیموري دا  تړونونه غیرقانوني بولي او وایي؛ د تړون په ځینو برخو کې کله، چې سید سعادت منصور نادري په کابینه کې و، بدلونونه راغلي دي.

د کانونو په قانون کې راغلي، هیڅ حکومتي چارواکی نشي کولی د وزیرانو او د هغوی د خپلوانو په ګډون د دندې له پرېښودو پېنځه کاله وروسته  تړونونه وکړي.

د کانونو او پترولیم وزارت حقوقي رییس ولي الله ځدراڼ وایي، چې مونږ ته شخص نه، قانون ډاډ راکوونکی دی. دا یوه نړیواله پانګونه ده او په دې اړه نړیوال قوانین د ټینګار وړ دي.          

شپږ کاله مخکې په ۲۰۱۲ کال کې د سید سعادت منصور نادري دوه شرکتونه د بدخشان د سرو زرو او سرپل د بلخاب مسو کانونو د استخراج ګټونکي شول؛ خو تر اوسه پورې د ځینو حقوقي ستونزو له مخې تړونونه وځنډیدل او کله، چې سید سعادت منصور نادري له خپل مقام لرې شو؛ دا تړونونه د هغه له شرکتونو سره لاسلیک شول.

خبریاله: سمیرا ظفري

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!