Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې پر عراق سفارت چاودنه او وسلوال برید شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه یادولو پر  شرط ويلي، د بريد موخه د عراق سفارت دی او په چاودنه  کې د سفارت ودانۍ يوه برخه نړیدلې ده.

د سرچینې په خبره؛ وسلوالو پر سفارت ډله ییز برید کړی او دا مهال ور سره امنیتي ځواکونه ښکېل دي.

آریانا نیوز خبریال له سیمې څرګنده کړې ، چې یوولس بجې او لس دقیقې  پرعراق سفارت برید شوی، له سیمې څخه د څلور چاودنو غږ اوریدل شوی او تر دې دمه نښته روانه ده.

هغه زیاته کړې، چې سیمې ته ورغلې لارې ټولې بندې دي.  

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ډاګه کړې، چې د عراق پر سفارت ترهګریز برید شوی دی.

د هغه په خبره، د سفارت په دروازه کې چاودنه شوې، له هغه وروسته نښته پیل شوې او اوس هم روانه ده.

د هغه د وینا له مخې ۳ ځانمرګو  په عراق سفارت کې دننه چاودنې کړي او د سفارت کارکوونکي خوندي ځای ته لیږدول شوي دي.

یوې امنیتی سرچیې له اې پي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د عراق پر سفارت موتر بم چاودنه وشوه او وروسته ډزې پیل شوې.

تراوسه د مرګ و ژوبلې کره معلومات نشته.

په دغه سیمه کې د ځینو موسسو دفترونه او بهرنۍ دیپلوماتیکې څانګې هم شته.

د سیمې امرجنسي روغتون داکترانو ویلي، چې تر دې دمه دوه ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.

ویل کیږي، چې داعش د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!