Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د شمشاد تلویزیون پر ودانۍ وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ۲۰۲ ځانګړې قطعې قومندانۍ په ډاګه کړې، چې په ودانۍ کې بند ټول کارکوونکي د برید له سیمې روغ رمت وتلي او برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

نن له غرمې مخکې یوولس بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې  یو شمېر وسلوالو بریدګرو د شمشاد رادیوتلویزیون پر ودانۍ وسلوال برید وکړ.

د شمشاد نړیوال تلویزیون کارکوونکی شفیق هوتک وایلي، چې لومړی د تلویزیون د ودانۍ په دروازه کې چاودنه وشوه اوبیا وسلوال بریدګر ودانۍ ته ننوتل او زمونږ یوشمېر کارکوونکي ووژل شول.

د شمشاد مسوول پښتون څرګنده کړې، چې په دې برید کې د تلویزون یو ساتونکی او یوه میرمن وژل شوي او شل کارکوونکي ټپیان دي.

هغه زیاتوي؛ دابرید نشي کولی، چې د رسنۍ غږ ټیټ او همغږي له منځه یوسي.

د کابل د امنیه قومندانۍ سرپرست محمد سالم احساس وایي، چې له غرمې مخکې  ۱۰:۲۵ وې ، چې له برید وروسته دوه بریدګر په پوځي یونیفورم کې شمشاد تلویزیون ته ننوځي او د دروازې ګارد وژل کیږي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې دغه برید نه یوازې پر ععامه وګړیو تر سره شوي ، بلکې د خلکو پر آزادۍ او رسنیو رامنځته شوی دی. هغه له دې سره سم افغان امنیتي ځواکونه وستایل او پر ملاتړ یې ټینګار څرګند کړ.

دغه راز له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو هم نننی برید غندلی دی.

له دې مخکې له سیمې څخه آریانا نیوز خبریال ویلي وه، چې تر دې دمه په پېښه کې ۲ کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

د صحت عامې وزارت ویلي، چې په دې پېښه کې  درې کسه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

ویل کیږي، چې د شمشاد ورځنۍ خپرونې عادي حالت ته راګرځیدلې دي.

امنیتي ځواکونو د دوه کسو بریدګرو پخلی کړی، چې وژل شوي دي.

طالبانو د برید له پیل د یوې خبرپاڼې په خپرولو په ډاګه کړې، چې برید دوی نه دی کړی، خو  اعماق ویبپاڼې د یوه پیغام په خپرولو ویلي: په کابل کې  پر شمشاد تلوېزون برید داعش کړی دی.

تازه خبرونه

د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت ويلي؛ د تورخم لار به د پاکستان له لوري د ۳ ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

عبدالجبار حکمت ویلي، چې دغه لار به د جمعې له ورځې ( د غویی اتویشتمه) څخه تر یکشنبې ( د غویی دېرشمه ) پورې د ناروغانو او مسافرو پر مخ تړلې وي.

هغه زياته کړې، چې دغه سوداګريزه لار به ٢٤ ساعته پرانيستې وي او د بار‌وړونکیو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به روان وي.

حکمت زياته کړې، چې د ناروغانو او مسافرو پر مخ د دې لارې د بندېدو لامل له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ودانۍ ته د پاکستان د سرحدي دفترونو لېږدول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا به د دوه ورځني سفر په بهیر کې له جګړې څخه د پاتې چاودیدونکیو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پر لوړولو راوڅرخیږي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي وه، چې ین پییر لاکروا  به افغانستان ته په خپل سفر کې د چاودېدونکیو توکو د اغېزو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

په دغه سفر کې له نوموړي سره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره هم مل ده.

هغه  زیاته کړې، چې لاکروا به د مې تر اووه‌لسمې پورې په کابل کې وي او په دې سفر کې به د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره ایلین کوهن هم ورسره مل وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د افغانستان خلک د ماینونو له خطر سره مخ دي او د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ۸۲۱ چاودېدونکیو توکو د وژل شویو ۸۱ سلنه ماشومان ول.

تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه جزئیات ندي ورکړي.

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، له دې مخکې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې د ټینګښت او د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور ولايت کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال يوه پوځي چورلکه رالوېدلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

 نن سهار (چارشنبه د غویی شپږویشتمه ) د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورځېدلې، چې په کې ۱ کس مړ او ۱۲ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاته کړې؛ د هوايي ځواک «MI 17» ډوله چورلکه غور ولایت د یوه فلانکوچ موټر د هغو کسانو د جسدونو د راایستلو لپاره لېږل شوې وه، چې د هریرود  سیند ته لوېدلی و. د ژغورنې له عملیاتو وروسته دغه چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او په فیروزکوه ښار کې د بېړنۍ ناستې پر مهال له یوه دیوال سره ولګېده او راوغورځېده.

آریانانیوز ته د دې چورلکې د رارسېدلې ویډیو له مخې؛ په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدو پر مهال یو شمېر کسان هم لیدل کیږي.

ویل کیږي، چې یوه ورځ مخکې د فیروزکوه په غازي دره سیمه کې فلانکوچ موټر له سړکه واوښت او په هریرود سیند کې ډوب  شو، چې له کبله یې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی و.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!