Connect with us

تازه خبرونه

په ټاکنو کمیسیون کې پېنځه زره بایومتریک دستګاوې ورکې دي- تیفا

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ( تیفا) وایي؛ په ټاکنو کمیسیون کې شاوخوا پېنځه زره بایومتریک دستګاوې ورکې شوي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دستګاوو ورکیدل تائیدوي، خو د وړاندې شوي شمېر په اړه  څه نه وایي.

د  ټاکنو خپلواک کمیسیون د تازه غړیو له کاري دورې څه باندې ۱۶ ورځې تېریږي؛ خو د ټاکڼو څارونکی بنسټ وایي، ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د ۴ ټاکنو د تر سره کیدو لپاره هیڅ کړنلاره نده جوړه کړې او د ټاکنو په چارو کې د حکومت لاسوهنه هم ډېره شوې ده.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده وایي؛ حکومتي مسوولانو او یو شمېر سیاسیونو له نویو ټاکنیزو غړیو سره اړیکې نیسي. البته دا تحمیلي ندي؛ خپله هغوی غواړي، چې د حکومت او سیاسیونو په مشوره کار وکړي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ۴ ټاکنو د مهالوېش او د ولسي جرګې ټاکنو د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو د اعلام لپاره د  مهالوېش غزولو په هڅه کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي، چې د راتلونکیو ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کولو د نېټې اعلامولو په اړه مو مشورې او خبرې روانې دي.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ وایي، په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې باید نور ښکېل کسان هم له دندو لیرې شي؛ خو ټینګارکوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي کمیشنران د دې پرېکړې مخنیوی کوي.

دا بنسټ وایي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومتریک پېنځه زره دستګاوې ورکې شوې دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده زیاته کړې؛ له ۲۲ زره دستګاوو، چې پېرودل شوي، پېنځه زره یې له پاربانکونو سره ورکې دي.             

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي،  یوشمېر بایو متریک دستګاوې ورکې شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ څرګندوي، چې کیدی شي دغه دستګاوې د سم نه کاریدو له کبله شتون ونلري.          

دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې درغلۍ او بې نظمۍ ‌ډېرې وې او دې چارې ولسي باور زیانمن کړ. اوس به وکتل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر کومه بریده کولی شي د ټاکنو بهیر خوندي او ډاډمن کړي.

 

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!