Connect with us

تازه خبرونه

په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو پر غوښتنو هم مشورې کیږي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سولې مشورتي جرګې د چمتووالي کمیسیون وایي، چې د سولې په جوړیدونکې مشورتي لویه جرګه کې به د طالبانو پر غوښتنو مشورې وشي.

نهه ورځې وروسته په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیدونکې ده.

د جرګې د تر سره کیدو لپاره چمتووالی وروستی شوی؛ خو آیا په دې جرګه کې به د طالبانو غوښتنې تر بحث لاندې راشي او که نه؟

د  مشورتي لویې جرګې د چمتووالي کمیسیون تمه لري، چې د طالبانو غوښتنې په جرګه کې انعکاس وکړي؛ خو مخکې له هغې دا کمیسیون له حکومت او طالبانو غواړي، چې د سولې لپاره تعریف شوې کړنلاره جوړه کړي.

د سولې جوړیدونکې مشورتي جرګې د چمتوالي کمیسیون غړی سید علی کاظمي وایي، چې مونږ د سولې په اړه تعریف شوې تګلارې ته اړتیا لرو. هیله من یو، چې د سولې مشورتي جرګې تر جوړیدو یوې منل شوې پایلې ته ورسیږو او په دې اړه ډاډه شو.           

د اجرائیه رییس په ګډون د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو له جرګې سره پرېکون کړی او ځینې بیا باوري دي، چې دا جرګه د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده.

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر له افغان سیاستوالو غواړي، چې لدې جرګې څخه سولې ته د رسیدو لپاره کار واخلي، نه د بېلتون او لریوالي لپاره.

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون څرګنده کړې، چې ځینې ګوندونه د دې جرګې په اړه  یو لړ نیوکې لري؛ خو د افغانستان په تاریخ کې دا ستونزمنه شېبه ده او باید لدې فرصته د همپالنې لپاره کار واخیستل شي، نه د بېلتون لپاره. مونږ تمه لرو، چې ټول یوې هوکړې ته ورسیږي او له لویې جرګې څخه سولې ته د رسیدو لپاره کار واخلي.

د جرګې لپاره دوه اجنډاوې له وړاندې ټاکل شوي، لومړی له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د تعامل حدود او دوه یم د خبرو اترو اډانه؛ خو دا اجنډا ځینو ته مبهمه ښکاري.

پخوانی پوځي ظاهر عظیمي وایي، چې لومړی د دې لپاره، چې جرګې ته به څه وړاندې کیږي؛ کومه اجندا نشته او دا، چې څه به پوښتي او څه ځواب به وړاندې کوي هم بې برخلیکه پاتې ده. د جرګې غړي هم داسې ندي غوره شوي، چې ټولو ته د قناعت وړ وي.        

داسې ښکاري، چې حکومت ندی توانیدلی د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو لپاره د ټولو سیاستوالو هوکړه واخلي. که څه هم د جرګې لپاره ۳۷۵ میلیون افغانۍ ځانګړې شوي؛ خو روښانه نده، چې پایلې به یې ټولو ته د منلو وي او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته د افغان حکومت د ۲۵۰ کسیز نوملړ پر لامل د قطر حکومت لخوا لغو شوې او هغو کسانو، چې د قطر لخوا د دوحې ناستې ته بلل شوي؛ د ناستې له لغو کولو وروسته یې مشورتي لویه جرګه او ولسمشریزې ټاکنې دواړه تحریم کړې دي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!