Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې ناامنیو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مسوولین وايي؛ دمګړۍ په اچین کې دولس، په هسکه مینې کې اته، په نازیانو کې شپږ، په خوږیاڼيو کې لس، په بټيکوټ کې دوه، په مومندره کې اته او په حصارک کې درې ښوونځي د ناامنیو له وېرې تړل شوي دي.

ننګرهار یو وخت د علم کور و؛ خو اوس په همدې کور کې د علم مخنیوی د داعش ستره موخه ده. په ښار او ولسوالیو کې پر ښوونځيو او پوهنیزو مرکزونو د داعش د جنګیالیو پرله پسې بریدونو د زدکړې بهیر ټکنی کړی؛ ښوونکي او زدکوونکي له وېرې ښوونځيو ته نه ځي او ښوونکي د امنیت په ټنګښت کې له حکومته ګیله من شويدي.

ښوونکی داد آقا شریف یار وایي، چې یو ځل ایمل خان لیسه وسوځول شوه بیا نه یوازې د ملکیار هوتک لیسه وسوځول شوه، بلکې له درې چپړاسیانو(ملازمانو) یې سرونه هم پرې شول.

یو بل ښوونکی نثاراحمد وایي؛ په ښار کې د پوهنې پر مدیریت ډله ییزبرید وشو او د ولسوالیو مدیریتونو ته ګواښونه شوی، دې کار ښوونکي او زدکوونکي وېرولي او ښوونځیو ته یې د تګ مخنیوی کیږي.  

د ننګرهار لیسې مدیر څرګندوي؛ د ننګرهار معارف د سقوط خوا ته روان دی؛ خو امنیتي بنسټونه لازم اقدامات نه کوي.

د ننګرهار لیسې مدیر شېربهادرخان وایي؛ د پوهنې په اړه امنیتي چارواکو کمزوری دریځ نیولی، چې په دې توګه د پوهنې بهیر نه یوازې په مرکز، بلکي ولسوالیو کې هم ټکنی شوی دی.  

دیني عالمان هم  پر دې کار سخت خوابدي دي او وايي، پراهل معارف برید د انسانیت او اسلامیت خلاف دی.

دیني عالم مولوي عبدالستارخان وایي؛ ښوونکي تر فشار لاندې دي، چې یا الله پر ما  او پر زدکوونکیو   به څه کیږي؟ که اسلامي ارشاداتو ته پاملرنه وکړو، نو د الله نبي ویلي، چې زه تاسې ته معلم رالیږل شوی یم او الله پاک هم خپل خوږ نبي ته رسول، نبي او معلم خطاب کړی دی.

د ننګرهار د پوهنې رييس هم دې حالت اندېښمن کړی؛ خو وايي، د خلکو له همکارۍ پرته ستونزه نه حلېږي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شینواری وایي؛ اوسني حالت د ټول ولایت خلک اندېښمن کړي. مونږ هڅه کوو، چې خلک د ښوونځیو ساتنې ته وهڅوو. د ولسونو له همکارۍ پرته به دا ناممکنه وي، چې ښوونځي او ادارې وساتل شي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه میاشتو کې اته ښوونځي سوځول شوي او پرلس پوهنیزو مرکزونو وسلوالو بریدګرو بریدونه کړي دي. دغلته شاوخوا یو نیم سل زره زدکوونکي د بېلابيلو ستونزو له امله له زدکړو بې برخې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر شپه په بټیکوټ کې د کفتان بابا منځنی ښوونځی هم سوځول شوی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!