تازه خبرونه
په ننګرهار کې له بډو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده
په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګری مخې ته راټول شوي کسان وایي، له بډو ورکولو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده.
په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخستلو په هیله ولاړ وي.
وېزه غوښتوونکی نورمحمد وايي، چې د رشوت له ورکړې پرته د وېزې لګول ناشتوني دي.
یو بل وېزه غوښتوونکی جنت ګل وايي؛ پولیس د نظم ساتلو پرځای بې نظمي جوړه وي او هغه کسان مخکې کوي، چې پولیسو ته پیسې ورکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د قونسلګرۍ مخې ته کمیشنکاران ګرځي او خلکو ته پر پېنځه زره کلدارو په یوه ورځ کې وېزه لګوي. هغوی، چې پيسې نه ورکوي؛ په پېنځلس ورځو کې هم وېزه نه ورکول کېږي.
په جلال آباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته له هغې وروسته دا حال روان ساتل شوی، چې پاکستان ته له وېزې پرته تګ راتګ بند شو.
مراجعینو له دې مخکې هم څو ځله لاریونونه کړي؛ خو پایلې شوي دي.
د ننګرهاروالي حیات الله حیات وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یې له قونسل او څو شرکتونو سره خبرې کړي، چې ژر به کار پیل کړي.
دلته دا خبره هم عامه ده، چې په رشوت کې د قونسلګرۍ دپيلومات اوافغان پولیس شریک دی.
قونسل له رسنیو سره په خبرو کې خپل د خالت رد کړی؛ خو خلک وايي، فساد ته زمینه خپله قونسلګرۍ برابره کړې ده.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
مولوی عبدالکبیر: کشورهای منطقه بهگونه مشترک ثبات و توسعه را گسترش دهند
معاون سیاسی رئیسالوزرا در دیدار با معاون صدراعظم قزاقستان در کابل گفته است که کشورهای منطقه باید مشترکاً در اجرای پروژه های بزرگ منطقهای سهیم شوند.
بربنیاد خبرنامه معاونیت سیاسی ریاست الوزرا، در این دیدار مولوی عبدالکبیر از سرمایه گذاران قزاقستان دعوت نمود تا در افغانستان سرمایه گذاری نمایند.
وی افزود که امارت اسلامی سرحدات افغانستان را به گونه کامل کنترول کرده، مواد مخدر و فساد را از بین برده و حاکمیت ملی مستقل را احیا نموده است.
به نقل از خبرنامه، معاون صدراعظم قزاقستان از پیشرفتها در افغانستان توسط امارت اسلامی، قدردانی کرده و گفته است که کشورش آماده روابط تجارتی، ترانزیتی و سرمایهگذاری درازمدت با افغانستان میباشد.
ژومانگارین در زمینه اعطای بورسیههای تحصیلی به جوانان افغان ابراز آمادگی کرده و افزود که هم اکنون افغانستان نمونه یک کشور آرام در سطح منطقه است و به همین منظور جهان میخواهد در بخشهای مختلف روابط خود را با امارت اسلامی برقرار نماید.
معاون صدراعظم قزاقستان همچنان خواستار آغاز پروازهای مستقیم میان کابل و الماتا شد و گفت که کشورش در بخش فرهنگی آماده همکاری دو جانبه با حکومت افغانستان است.
در کمتر از سه سال گذشته، امارت اسلامی بارها تاکید کرده است که با ایجاد امنیت سراسری در افغانستان بیش از هرزمان دیگری فرصت تطبیق پروژه های بزرگ اقتصادی در کشور مساعد بوده و نیاز است که افغانستان به نقطه اتصال کشورهای منطقه مبدل شود.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه10 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه11 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه