Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په هلمند ولایت کې د امنيتي ستونزو لامل نامنظمه تشکيلات دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

vlcsnap-2017-05-20-19h28m40s22

د هلمند نظامي چارواکي وايي، امنيتي ستونزې؛ ځکه نه راکميږي، چي تشکيلات يې منظم ندي.

د هلمند د ٢١٥ ميوند قول اردو قومندان بريدجنرال ولي محمد احمدزى په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې د قومندان په توګه یې مسوولیت ته اوږه ورکړې، د نامنظمو تشکیلاتو پر بیا جوړیدو يې کار پیل کړی او تر دې مهاله يې څلور ليواګاني منظمي کړي، چي نږدې د ټول پرسونل بایمیتریک چارې  ترسره  شوي او په اړوند  برخه کي کې يې د فساد مخه نيولې ده.

هغه زیاته کړې، چې دا مهال عملیات په نادعلي، سنګین او ناوې ولسوالۍ کې روان دي، چي د دولت وسلوالو مخالفینو ته یې په کي ډېره مرګ و ژوبله اړولې؛ د تېرې ورځې په اوږدو کې ۳۰ تنه وسلوال  په نادعلي،۱۱ نور په سنګین ولسوالیو کې وژل شوي دي.

د هغه په خبره؛ په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو مشوري او هوايې بریدونه ډېر اغېزمن شوي، چي له دې کار سره  د مخامخ جګړې فشار هم راکم شوی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې، چې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو او د هغوی لخوا پر جګړه  سربېره، د نشه يې توکو شتون، د مافیايي کړيو ډېروالی او د کانونو قاچاق هم د امنیت او پرمختګ په وړاندي لوی خنډونه دي، چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته به يې د مخنیوي لپاره د حل لارې چارې ولټول شي.

وسلوال ‌طالبانو د خپلو ملګرو د وژل کيدو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي او دولتي لوري ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعاوې کوي .

خبریال: بريالي رحيمي

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي

له بلې خوا د فیلیپین د مهاجرینو د کار وزارت تائید کړې، چې په کویټ کې د اور لګیدو له کبله د دغه هېواد ۱۱ کارګران هم ټپیان شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د کویت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله ۴۹ بهرني کارکوونکي مړه شوي دي.

د لومړنیو موندنو له مخې؛ دا پېښه د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي درویشتمه) د منکاف سیمې په دوه ودانیو کې د اور لګیدنې له کبله رامنځته شوې ده .

تر اوسه د اور لګېدنې د قربانیانو د هویت په اړه څه ویل شوي ندي.

رویټرز خبري سرچینې په کویت کې د هند سفارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په پېښه کې ۳۰ هندي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

په کویت کې د هند سفارت ویلي، چې د ۴۷ کارکوونکیو درملنه په روغتونونو کې شوې ده.

له بلې خوا د فیلیپین د مهاجرینو د کار وزارت تائید کړې، چې په کویټ کې د اور لګیدو له کبله د دغه هېواد ۱۱ کارګران هم ټپیان شوي دي.

د کویت د لومړي وزیر مرستیال یوسف سعود الصباح د دې ودانۍ مالک له وانیزو پاملرنو څخه پر سرغړونه تورن کړ.

د کویت د کورنیو چارو وزیر شیخ فهد الیوسف الصباح د دغې پېښې مرګ ژوبله تایید کړې او د پېښې له ځای څخه یې د لیدنې پر مهال د ودانۍ د مالک د نیولو سپارښتنه کړې ده.

په دې پېښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په کویټ کې کارګر کډوال د ټولنې ستره جوړوي.

د ملکي خوندیتوب او طبي ژغورنو ډلې توانیدلي، چې ۱۱ کسان ژغورل شوي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې د اور لګیدلو خبرونه خواشینونکي وبلل او لیکي، چې: زه هغو کسانو ته، چې خپل نږدې او عزیزان او خپلوال یې له لاسه ورکړي  خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو دعا کوم.

ویل کیږي د اورلګیدنې زیاتره مرګ او ژوبله د لوګي له کبله رامنځته شوې؛ خو د اورلګیدنې لامل تر اوسه معلوم ندی؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

 

دې ته ورته خبر:: 

 

ه نیویارک ښار کې له اورلګېدنې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په جمو کې ۴۲ هندو زیارت کوونکيو ته مرګ و ژوبله اوښتې – هندي پولیس

Published

on

(Last Updated On: )

هندي پولیسو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) د شکمنو تند‌لارو په برید کې ۹ هندو زیارت کوونکي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د جمو د سیمه‌ییزو پولیسو یوه چارواکي موهیټا شرما ویلي: وسله‌والو تند لارو پر بس برید کړی؛ بس په دره کې لوېدلی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د هند پولیسو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې د شکمنو بریدګرو د موندلو عملیات پیل شوي دي.

دا پېښه نن په داسې ورځ رامنځته شوې، چې نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د هندي زیارت کوونکیو وژنې ته په نغوته کې د نریندرا مودي د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر ایکس پاڼه لیکلي: دا شرموونکې پېښه په جمو او کشمیر کې د خطرناک امنیتي وضعیت رښتینی انځور دی.

جمو او کشمیر، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا لري؛ له لسیزو راپدیخوا د سخت دریځو اسلامپالو د تاوتریخوالي مرکز دی او لسګونه زره خلک پرې وژل شوي دي.

پر ۲۰۱۷ کال هم شکمنو وسله‌والو په جمو او کشمیر کې د هندو زیارت کوونکیو پر یوه بس برید کړی و، چې په کې اته کسان وژل شوي دي.

تېره ورځ د جمو د پولیسو مشر ویلي، چې په دې سیمه کې د ځايي تند‌لارو شمېر کم شوی، چې پر ​​وینا یې یوازې په جمو کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ بهرني تند‌لاري فعال دي.

له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر مشرۍ حکومت د کشمیر نیمه خپلواکي هم واخیسته؛ د هند پر وړاندې د کشمیري بېلتون غوښتوونکیو او تند‌لارو کرکه او غصه مخ پر زیاتېدو ده.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند له خپلواکۍ وروسته، کشمیر، چې ډېري یې مسلمانان دي؛ پر دوه برخو ووېشل شو، چې یوه برخه د هند تر ادارې لاندې او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.

هند او پاکستان – دوه اټومي وسله لرونکي سیال ګاونډیانو – د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې. که څه هم له دغو دواړو هېوادونو څخه هر یو د کشمیر یوه برخه تر خپلې ادارې لاندې لري؛ خو دواړه یې د بشپړ ملکیت ادعا لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان د یوې چاودنې له کبله ۷ پاکستاني پوځیان ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان پوځ د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) ویلي، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پوځ پر یوه لارۍ د بمي چاودنې له کبله اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې بمي برید مسوولیت ندی منلی.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ یوه موټر ته څېرمه چاودنه شوې، چې له کبله یې د یوه افسر په ګډون اووه سرتېري وژل شوي دي.

دا پېښه د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې لکیمروټ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان په تېرو وختونو کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.

پاکستان تل ویلي، دا ډله په افغانستان او قبایلي سیمو کې شتون لري او د پاکستان د حکومت د نسکورولو لپاره وسله‌واله مبارزه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستاني پوځ ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اسلام‌آباد داخلي ستونزه ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!