Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولایتي شورا غړی او د سیمې اوسیدونکي وايي، برید د هلمند ولایت په موسا کلا ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو رامنځته شوی؛ خو ملي دفاع وزارت ویلي، چې دا عملیات د بهرنیو طالبانو پر غونډه شوی، چې په کې دوه ویشت بهرني طالبان وژل شوي او څوارلس نورټپیان دي.

د هلمند ولايتي شورا غړى عبدالمجيد اخندزاده وايي، د دوشنبې پر شپه د واده پر مراسمو هوايي بريد شوى، چي په کي ٤٠ کسان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړې، چې ډېري قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د هلمند والي وياند عمر ځواک ويلي؛ دغه برید  د موسا کلا ولسوالۍ په تخت پل سیمه کې پر وسلوالو مخالفانو تر سره شوي، چې په کې د القاعده په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او څلور ښځې ژوندۍ نیول شوي، چې پر اردو ژبه خبرې کوي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې افغان هوایي ځواک د هلمند په موسا کلا ولسوالې کې د بهرنیو طالبانو پر غونډه برید کړی دی.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په موسا کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دوه ویشت بهرني طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ژوندي نیول شوي، چې پېنځه یې پاکستاني او یو یې بنګلدیشي دی.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملیاتو کې د وسلوالو یوه زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.

دفاع وزارت دا هم ویلي، چې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې ادعا به وڅېړل شي.

د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي هم وايي، چي په دې بريد کې ټول ملکي کسان وژل شوي دي.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ۰۳ قطعې په عملیاتو کې ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!