تازه خبرونه
ولسي جرګې له ۱۲ وزیرانو یوازې یوه ښځینه وزیره رد کړه
ولسي جرګې نن دوشنبه(د لیندۍ ۱۳) د ولسمشر د دوه یم مرستیال له لوري ورپېژندل شویو ۱۲ نوماند وزیرانو ته رایې ورکړې، چې له دوی څخه یوازې یوه ښځینه نومانده د ټاکل شویو ۱۱۲ رایو پخپلولو بریالۍ نشوه.
دغو نوماندانو په تېرو څو ورځو کې وکولی شول، چې خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې غړیو ته وړاندې کړي؛ خو له دوی څخه یوازې کانونو او پترولیم وزارت ته نوماندې نرګس نهان ونشو کولی، چې د ولسي جرګې منل شوې رایې خپلې کړي. نوموړې د ۱۰۷ پخپلولو رایو ولسي جرګې رد کړه.
په نننیو نوماند وزیرانو کې دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي د ۱۴۱ رایو، د لوړو زدکړو وزارت ته نوماند نجیب الله خواجه عمري د ۱۲۴ رایو، د ترانسپورټ وزارت ته نوماند محمد حمید طهماسي د ۱۴۹ رایو، د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس احمد برمک د ۱۷۳ رایو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند فیض الله ذکي د ۱۲۶ رایو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محمد شفیق ګل اغا شېرزي د ۱۵۸ رایو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند شهزادګل اریوبي د ۱۱۵ رایو، د کلیو د پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمان کریمي د ۱۲۹ رایو، د ټولګټو وزارت ته نوماند یما یاري د ۱۵۶ رایو، اقتصاد وزارت ته نوماند مصطفی مستور د ۱۵۵ رایو، د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته نوماند نصیراحمد دراني د ۱۴۴ رایو پخپلولو د اړوند وزارتونو د وزیرانو په توګه ومنل شول؛ خو د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده نرګس نهان بریالۍ نشوه، چې اړوند وزارت ته د وزیرې په توګه ټاکل شوې رایې خپلې کړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ملي وحدت حکومت څخه غوښتي، چې ۳ پاتې وزیران او د سترې محکمې رییس هم ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه وروپېژني.
د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو لپاره دوه سرپرست وزیران ټاکل شوي؛ خو تراوسه ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره نه دي ورپېژندل شوي او د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د سرپرست له لوري اداره کېږي.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
لوبی2 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
سوداگري5 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه2 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه