Balkh

په کندوز ښار کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

Last Updated on: October 24, 2022

امنیتې چارواکو په ډاګه کړې، چې په کندوز ښار کې ماښام مهال په داسې حال کې چاودنه رامنځته شوی، چې د دې ولایت امنیه قومندان د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکاوه.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او د امنیه قومندان په ګډون پېنځه کسان ټپیان شوي دي.

یاد وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې د چاودنې د بڼې او د زیانمنو کسانو د هویت په اړه به وروسته څرګندونې وشي.

د کندوز سیمه ییزو خبریالانو ویلي، چې په دې پېښه کې یو شمېر خبریالانو او د پولیسو مسوولینو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د ناتائید شويو څرګندونو له مخې؛ د ولایتي پولیسو ویاند سید سرور حسیني، یو خبریال او د پولیسو څو نور غړي په وژل شویو کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن سهار وختي د کندوز ښار له څو لوریو څخه پر دغه ښار برید وکړی او دوی د دغې چاودنې مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی.

بشپړې څرګندونې لږ وروسته.

Trending

Exit mobile version