Connect with us

سوداگري

ازبکستان د افغان ‌ټرانس اوسپنې‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک تصویب کړ

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د دې پروژې په لومړنیو ګډو چارو کې د خپل هېواد رسمي ګډون تأیید کړی دی.

خپور شوی

د

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د افغان‌ټرانس اوسپنې‌پټلۍ د «نایب‌آباد–خرلاچي» برخې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو د چمتو کولو لپاره نړیوال هوکړه‌لیک تصویب کړی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د دې پروژې په لومړنیو ګډو چارو کې د خپل هېواد رسمي ګډون تأیید کړی دی.

دا هوکړه‌لیک د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت، د افغانستان ټولګټو چارو وزارت او د پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ وزارت ترمنځ د همکارۍ چوکاټ ټاکي او د یوې نوې اوسپنې‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ پر مطالعاتو راڅرخیږي، چې د افغان‌ترانس اوسپنې‌پټلۍ د سترې پروژې برخه ګڼل کېږي.

د دغې سپارښتنې له مخې؛ د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د هوکړه‌لیک د پلي کېدا مسوول بنسټ ټاکل شوی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د اړینو کورنیو پړاوونو د بشپړېدا په اړه افغان او پاکستاني لورو ته خبر ورکړي.

دا هوکړه د درې‌اړخیزې همکارۍ پر سند ولاړه ده، چې د ۲۰۲۵ ز.کال د جولای پر اووه‌لسمه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ترمذ– خرلاچي» ریلي دهلیز د مطالعې لپاره لاسلیک شوې وه. د دې اوسپنې‌پټلۍ وړاندیز شوې لار له ترمذ، نایب‌آباد، میدان‌ښار، لوګر او خرلاچي څخه تېرېږي او د افغانستان له لارې مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي.

د دې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعات به د نړیوالو ټرانسپورټي دهلیزونو د سټراټیژیکې پراختیا د درې‌اړخیز دفتر له لوري، چې د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ تر ادارې لاندې فعالیت کوي؛ ترسره شي.

دغه دفتر پر ۲۰۲۳ ز.کال په تاشکند کې جوړ شوی او په کابل او اسلام‌آباد کې هم استازولۍ لري.

د افغان‌ټرانس‌ اوسپنې‌پټلۍ پروژه لومړی ځل په ۲۰۱۸ ز.کال کې وړاندیز شوې ده.

وروستیو اټکلونو د دې پروژې لګښت له ۷ او ۸.۲ ملیارډ ډالرو ترمنځ ښودلی او د پلي کولو یو له غوراویو څخه یې د عامه- خصوصي ملګرتیا پر بنسټ د “جوړولو، چلولو او لېږد” ماډل یاد شوی دی.

سوداگري

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

Published

on

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اندیجان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۵۲۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پر نغوته(اشاره ) ویلي، چې تر دې دمه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یو میلیارډ ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي تړونونه لاسلیک شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پلي کېدا نوي پړاو ته دننه شوي دي.

نورالدین عزیزي ویلي؛ افغانستان د ازبک محصولاتو لپاره یو لوی بازار دی او هم هغه هېواد ته د پام وړ صادراتي ظرفیتونه لري.

هغه ټینګار کړی، چې پانګونه باید د ګډې ملګرتیا پر بنسټ وشي او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګه‌ونو هرکلی کوي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وه او د دواړو خواوو ترمنځ د ۱.۴ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي، چې یو شمیر یې د پلي کولو پړاو ته دننه شوي دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۱.۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

د ازبکستان د اندیجان والي شهرت‌بیک عبدالرحمانوف د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه‌والي د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ ازبک سوداګر چمتو، چې خپلې تجربې افغان سوداګرو ته وړاندې کړي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دوران وهابوف د چرګانو په روزنه، ټوکراوبدلو، خوراکي توکو، فرنیچر، چرمي بوټانو، برښنا مزو، درمل جوړونې او ساختماني برخو کې د ازبک پانګوالو شتون اعلان کړ او هیله من شو، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ همکاري به نوره هم پراخه شي.

په دې غونډه کې سیمه‌ییزو افغان چارواکو له ازبک سوداګرو وغوښتل، چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي او وایي، چې په دې ولایت کې د پانګونې لپاره وړ شرایط لرو.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او قرغیزستان يو ميليارډ ډالرو ته د سوداګرۍ پر رسولو ټينګار وکړ

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال  تورسنکلوف سره د دغه هېواد د سفیر توردکان صدیقوف په شتون کې ولیدل.

د لیدنې پر وخت نورالدین عزیزي د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې د قرغزستان د پلاوي له ګډون ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.

د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان او قرغزستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل او څرګندوي، چې ګډو کلتوري ارزښتونو دواړه بلوري نور هم سره نږدې کړي دي.

تورسنکلوف د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره قرغزستان ته سفر وکړي.

دغه راز دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ له زیاتېدا خوښي ښودلې او یو میلیارډ ډالرو ته یې د سوداګررۍ پر رسولو ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې عزیزی د قرغیزستان د ودانیزو پروژو په اړه د نغوتې پر مهال وویل؛ په دغه هېواد کې دې د افغانستان د لویو ودانیزو شرکتونو او بشري سرچینو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.

Continue Reading

سوداگري

د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

ګالوزین د سرخان‌دریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.

هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.

هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.

دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!