تازه خبرونه
اسلامي امارت افغانستان ته د داعشي مشرانو د لېږدېدو ایرانۍ ادعا رد کړه
د اسلامی امارت بهرنیو چارو وزارت د ایران دا ادعا، چې ګواکې د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لیږدول شوي؛ ردکړه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ایسنا خبري آژانس ته ویلي: دا له هیچا پټه نهده، چې په وروستیو میاشتو کې د داعش مشران او د داعش روزل شوي ځواکونه له عراق، سوریې او د لیبیا له ځینو برخو څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي. دا یوه له هغو ننګونو ده، چې په افغانستان کې واکمنه اداره او طالبان (اسلامي امارت) ورسره مخ دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ ( د چنګاښ ۳۰) په دې اړه څرګنده کړې؛ د ایران دا ادعا سمه نهده، ځکه د اسلامي امارت ځواکونو د اشغال پر مهال او ترې را وروسته د داعش پر ضد ډاډمنه مبارزه کړې او دې ډلې په افغانستان کې خپله ورانوونکی وړتیا له لاسه ورکړې ده.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ که ایران افغانستان ته د داعش د راتګ په اړه معلومات ولري؛ هیله ده همکاري وکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه په دې برخه کې ځپونکې هڅې وکړي.
د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت ویلي: افغانستان له اړوند عربي هېوادونو سره ګډه پوله نهلري او د دې پرځاى، چې هېوادونه د مسووليت دروند بار پر نورو واچوي؛ غوره ده، چې د خپلو پولو د امنيت په اړه خپل نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي: اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ متوجه کړي او یا زمونږ خاوره د نورو پر ضد وکاروي. ایراني چارواکي باید د خطرناکو څرګندونو پر ځای د دواړو ګاونډ او دوستو هېوادونو ترمنځ ښو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو ته پام راواړوي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
د هند نومیالی دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي په خپل یوټیوب چینل کې د ۱۴ دقیقو ویډیوي وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې کړي او کړنې یې «تېریکوونکې او بې رحمه» بللې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
دې دیني عالم دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې او هغه نظام دفاع کوي، چې ظلم او تېری پرې “پوځي یرغل” بولي او دا یې مشروع هم حق دی.
دغه راز هغه په پاکستان کې پر ځینو دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو هم نیوکه کړې او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه یې د هغو د دریځونو پر بیاکتنه ټینګار وکړ.
مفتي ندوي په پای کې له ټولو مسلمانانو وغوښتل: اوسني پرمختګونه دې پر “بصیرت” وڅاري او د هغه څه پر وړاندې، چې هغه یې “بهرنی ظلم او نفوذ” بولي؛ شعوري دریځ خپل کړي.
تازه خبرونه
په خاص کونړ کې د پاکستاني پوځي رژيم د هوایي برید له کبله ۵ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د دې ولسوالۍ ولسوال ذاهد الله فاتح هم ويلي دغه بريد تېره شپه اته بجې شوې دی.
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي؛ پاکستاني پوځي رژيم د بريدونو په لړ کې د هجرتآباد راستنېدونکو کډوالو کمپ پر نښه شوی، چې له کبله یې درې ماشومان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولسوالۍ ولسوال ذاهد الله فاتح هم ويلي دغه بريد تېره شپه اته بجې شوې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکو ويلي؛ د پاکستان پوځ د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، ځکه ولسې وګړي پر نښه کوي.
تازه خبرونه
کرزي او عبدالله د ایران د رهبر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ایران د ستر رهبر آیت الله علي خامنهیي پر مړینه خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” له نوموړي څخه د افغانانو پرلهپسې ملاتړ ستایم او د ایران له شریفو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوم. زه د دې پېښې د شهیدانو لپاره دعا کوم او د ایران د دوست او ورور هېواد لپاره د سولې، امنیت او پرمختګ هیله لرم.”
عبدالله عبدالله هم په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « د ایران د رهبر، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او وروستیو شهیدانو شهادت خواشیني کړی یم.»
هغه له الله پاک څخه د قربانیانو کورنیو او د ایران خلکو ته د صبر، زغم او لوی اجر غوښتنه کړې ده.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
تازه خبرونه2 days agoد افغان ځواکونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې دښمن ته درانده زیانونه واوښتل
