Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت زمونږ اندېښنې اوري – د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر

خپور شوی

د

د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ دا خبره رد کړې، چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان خبرې نه اوري.

د شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۵ ) د پاکستان لنډمهالي لومړی وزیر انوار الحق کاکړ د امریکا غږ اردو تلویزیون ته د مرکې پر مهال وایي: زه فکر نه‌کوم، چې طالبان (اسلامي امارت) دې د پاکستان خبرې نه اوري؛ ځکه پاکستان له طالبانو (اسلامي امارت) څخه کومه ځانګړې غوښتنه نه‌لري.

نوموړي دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې اسلامي امارت د پاکستان خبرې ولې نه‌اوري؟! په داسې حال کې، چې اسلام‌اباد له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي.

دغه راز یې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا په افغانستان کې د تي تي پي مخ پر زیاتېدونکي ګواښ ته د درون بریدونو کوم غوراوی شته؟ کاکړ ویلي: پاکستان د ځان د دفاع حق لري. چېرته، چې مونږ د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې اړتیا احساس کړو؛ هغه به ترسره کوو.

هغه زیاته کړې: زه به د عملیاتي پرېکړو جزئیاتو ته، چې پاکستان ورته اړ کیږي؛ لاړ نه‌شم، خو که د ګواښ له کبله اړینه شي – مونږ به یې په اړه بیا پرېکړه کوو.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر ویلي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې د پاکستان د ګټو په لومړیتوبونو کې دي.

انوار الحق کاکړ د دوحې تړون ته په نغوته کې ویلي: اسلامي امارت هوکړه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کاروي؛ اسلامي امارت هم په دې باوري دی، چې په سیمه کې د دغه تړون پلي کول له ګاونډ هېوادونو سره د ځواکمنو او دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره یوه اړتیا ده.

نوموړي دا هم ویلي: د تړون د شرایطو د نه پوره کېدو یو څو لاملونه شته… مونږ په دې برخه کې خپل رول لوبوو او د هغه رول په اړه په حقوقي غونډو کې برخه اخلو، چې له بل لوري یې د لوبولو تمه لرو.

کاکړ دا هم څرګنده کړې، چې د پاکستان او افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.

پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کارول کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د خپلو ستونزو حل په خپل قلمرو کې ولټوي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!