Connect with us

تازه خبرونه

اسټرالیا د افغانستان د جګړې قربانیانو ته د غرامت طرحه اعلان کړه

په تېرو شل کلونو کې څه باندې ۳۹ زره اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدینو تر چتر لاندې د سوله ساتو ځواکونو دنده ترسره کړې ده او تر وتلو پورې یې ۴۰۰ سرتیري پاتې ول.

خپور شوی

د

د اسټرالیا دفاع وزارت د هغو قربانیانو کورنیو ته، چې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا په غیر قانوني ډول وژل شوي او یا ورسره ناوړه چلند شوی‌ د تاوان ورکولو له طرحې مخکتنه کړی ده.

په تېرو شل کلونو کې څه باندې ۳۹ زره اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدینو تر چتر لاندې د سوله ساتو ځواکونو دنده ترسره کړې ده او تر وتلو پورې یې ۴۰۰ سرتیري پاتې ول.

په هغه وخت کې یوې څېړنې وښودله، چې اسټرالیايي پوځیانو د ګڼ‌شمېر افغانانو د وژلو او ناوړه چلند په ګډون جنګي جرمونه ترسره کړي؛ پر بندیانو یې ډزې کړي او د جسدونو ترڅنګ یې وسلې، راډیوګانې او لاسي بمونه ایښي، چې خپلو کړنو ته مشروعیت ورکړي او هغه قانوني وښیي.

موخې

تحقیقاتو سیسټمیک مسایل په ګوته کړل. لکه نیمګړې لارښوونې او جنګي کلتور، چې پر دریځ او ځواک راڅرخېدل.

د تورن جنرال پاول بریټون پر مشرۍ په ۲۰۲۰ کال بریټون نومی راپور خپور شو، چې ۲۵ اسټرالیايي پوځیان د ۳۹ افغانانو په وژنه کې ښکېل بلل شوي او د جنایي تحقیقاتو سپارښتنه یې کړې ده.

مخکې له دې، چې قانوني هڅې تر سره شي، د استرالیا د دفاعي ځواک عمومي پلټونکي د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو سپارښتنه وکړه.

د دفاع وزارت یوه ویاند د راپور موندنې تر ممکنه حده ومنلې.

د غرامت ورکول

د اسټرالیا حکومت تمه لري، چې په راتلونکیو میاشتو کې نور اعلانونه هم وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا وايي، چې دا کار کافي ندی او اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې له دې سټر جنایتونه تر سره کړي دي.

فطرت وایي: د اسټرالیا حکومت پخپلو جرمونو اعتراف کړی او تاوان یې اعلان کړی؛ خو دا یوه وړه مسله ده او [د غرامت ورکول] په افغانستان کې د دوی ټول جرمونه نشي پټولی.

 

 

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!