تازه خبرونه
افغانانو د شنبې پر ورځ خپلمنځي خبرې پیل کړې
د افغانانو خپلمنځي خبرې نن شنبه د تلې پر ۲۲ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له څو میاشتني ځنډ وروسته پیل شوې.
د افغانانو د خپلمنځي خبرو پرانسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازي محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وکړه او ورپسې د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله وینا وکړه.
عبدالله عبدالله وویل، چې د حکومت د خبرو اترو پلاوی دوحې ته د دې لپاره راغلی، چې له طالبانو سره د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
هغه وویل: د افغانستان د خلکو د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتل او پراختیا د داسې نظام په جوړولو کې مرسته کوي، چې په کې د تېرو څلورلسیزو په اوږدو کې د هېواد د خلکو بې سارې هڅې، جهاد او مقاومت ارزښتونه خوندي پاتې شي.
هغه زیاته کړې، چې افغان پلاوی یو قانوني او ثبات لرونکی نظام غواړي.
عبدالله ویلي؛ روانه جګړه ګټونکی نلري؛ خو د خلکو په غوښتنه سیاسي حل بایلونکی نلري.
عبدالله زیاته کړه، چې د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته ۱۲۰۰۰ افغانان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه له طالبانو سره د ستونزو په اړه څرګنده کړې: مونږ د سولې لپاره له خپلو زندانونو په ډېر شمېر بندیان خوشې کړي او مونږ له طالبانو هم مننه کوو، چې حکومتي بندیان یې خوشې کړي دي.
دغه راز عبدالله عبدالله له طالبانو سره د بشري اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي؛ مونږ تاوتریخوالی بند کړی او له اوربند سره هوکړه کوو.مونږ بشردوستانه اوربند غواړو.
هغه په پای کې ویلي؛ زه باور لرم، چې که مونږ یو او بل ته د ورورۍ، رښتینولۍ او له درناوي ډک لاسو ورکړو؛ نو دغه رامنځته شوې شېبه به د ټول هېواد د ثبات او تلپاتې سولې لامل شي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر ویلي، چې دوی به په ښه نیت خبرې پیل کړو؛ خو ټینګار یې کړی، چې باید په افغانستان کې یو اسلامي نظام رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نورو هېوادونو استازیو او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نن ورځې پرانستونکې ناسته ستایلې او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې د سولې راوستو له دغه رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
