Connect with us

تازه خبرونه

افغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ

د لاریون ګډونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شول او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو د غندلو لپاره شعارونه پورته کړل.

خپور شوی

د

یو شمېر افغانانو په لندن کې د افغانستان پر ضد د پاکستان د بریدونو او پوځي هڅو د غندلو لپاره یو پراخ لاریون ترسره کړی دی.

د لاریون ګډونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شول او د افغانستان پر خاوره یې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو د غندلو لپاره شعارونه پورته کړل.

لاریون‌کوونکو ټینګار کړی؛ د بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.

ګډونوالو همدارنګه له نړیوالو ادارو وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اړوند سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي پر پای ته رسولو یې ټینګار وکړ.

دغه راز په ناروې کې هم میشت یو شمېر افغانان د اوسلو د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شول او د پاکستاني پوځي رژیم د یرغل غندنه یې وکړه.

په دې لاریون کې لاریون کوونکو د ناروې پارلمان، ملګرو ملتونو او نړیوالې جنایي محکمې ته یو پرېکړه لیک واستاوه او د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د حقونو د درناوي غوښتنه وشوه.

د یکشنبې پر ورځ د پاکستاني پوځ ملېشو د کونړ ولایت د ملکي افغانانو پر استوګنزیو د توپچي بریدونو وکړل، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي “شهیدان” او ټپیان شول.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې پاکستاني پوځي رژیم د یکشنبې پر ماښام شاوخوا پېنځه بجې د کونړ ولایت په مرکز اسد‌آباد ښار کې کلیوالي سیمې او د استوګنې کورونه پر نښه کړل، چې پر هاوانونو او درندو وسلو یې د سیمې خلکو ته مرګ او ژوبله واړوله.

ویل کیږي، چې په دې بریدونو کې د سیمې اوسېدونکو ته مرګ او ژوبله هم اوښتې؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او یو بل کس “شهید” شوی دی.

تازه خبرونه

افغان پلاوی له پاکستان سره د خبرو لپاره چین ته روان شو

د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محب‌الله وثیق کوي.

Published

on

سرچینو د چارشنبې پر ورځ(د وري دولسمه ) آریانانیوز ته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د چین ارومچي ښار ته سفر کړی دی.

د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محب‌الله وثیق کوي.

په پلاوي کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست د بهرنیو اړیکو رییسان ګډون لري.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو دواړو خواوو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

اسلام‌آباد اسلامي امارت د هغو وسله‌والو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

کابل د اسلام‌آباد دا ادعا تل رد کړې او څرګندوي، چې د پاکستان روانه ناامني د دوی کورنۍ ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.

Published

on

د سېشنبې پر ورځ د پېښور جرګې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روانې نښتې ودروي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.

ګډونوالو ګډو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته په نغوته او اشاره کې ټینګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید ډیپلوماټیکو حللارو ته لومړیتوب ورکړي.

دوی دوه اړخیزې اړیکې ژورې وبللې او خبرداری یې ورکړ، چې د جګړې دوام به د یادې کرښې دواړو غاړو ته خلک اغېزمن کړي.

جرګې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړني اوربند او د پلي کولو غوښتنه وکړه او په یوه ګډ پرېکړه لیک کې یې له دواړو حکومتونو وغوښتل؛ ډاډ دې ترلاسه کړي، چې د نړیوالو اصولو له مخې یې خاوره د یو او بل پر وړاندې نه‌کارول کیږي او دا غوښتنه پر بشپړ حکومتي واک پلې شي.

دوی ټینګار کړی، چې ټولې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ ځکه، چې جګړه د حل لار نده او سوله متقابل درناوي او همغږي رامنځته کوي.

جرګې همدارنګه د اړیکو پر ښه کولو، باور رامنځته کولو او د یو بل پر اړتیاوو پوهېدا ته د متقابل احترام غوښتنه وکړه.

جرګې پالیسي جوړونکو ته خبرداری ورکړ: محدودو ګټو ته دې اجازه نه‌ورکوي؛ لوی ملي لومړیتوبونه، ګډ امنیت او د دواړو حکومتونو ترمنځ مذهبي او کلتوري اړیکې باید له ننګونو وژغورل شي.

دغه راز څرګنده شوې، چې «سوله د پاکستان او افغانستان لپاره ترټولو لویه اړتیا ده.»

ویل کیږي، چې د جرګې غوښتنې هر اړخیز لوری خپلوي او د سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډیپلوماسۍ له لارې پر سوله او اوربند راڅرخیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د ۵.۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د مالګې د استخراج تړون وشو

د هدایت الله بدري د څرګندونو له مخې؛ دا ۱۵ کلن تړون دی او د هر ټن لپاره ۱۵۰۰ افغانی رویالټي په دې شرط ټاکل شوې، چې ټول قوانین او مسوولیتونه ومنل شي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د پېنځم بلاک د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ، چې ۱۰.۵۱ مربع کیلومټره مساحت لري او ارزښت یې له ۵.۳ میلیون ډالرو ډېر دی.

د هدایت الله بدري د څرګندونو له مخې؛ دا ۱۵ کلن تړون دی او د هر ټن لپاره ۱۵۰۰ افغانی رویالټي په دې شرط ټاکل شوې، چې ټول قوانین او مسوولیتونه ومنل شي.

د یاد تړون له مخې؛ شرکت د ټولنیزو خدمتونو او چاپېریال ساتنې پروژې پلي کولو ته هم اړ پېژندل شوی او شاوخوا ۱۱۰ کسانو ته د کار زمینه برابروي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!