تازه خبرونه

افغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د مې له دوه‌ویشتمې څخه د سپټمبر تر نهمې پورې وخت رانغاړي؛ راغلي، چې په افغانستان کې نسبي ثبات د بشري حقونو اندېښنې، اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او له پاکستان سره د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ګډون یو شمېر زیاتېدونکي ګواښونه پټ کړي دي.

Published

on

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې که څه هم د اسلامي امارت تر بشپړ واک لاندې افغانستان ثبات لري؛ خو له بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو او د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد پاتې شوی دی.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د مې له دوه‌ویشتمې څخه د سپټمبر تر نهمې پورې وخت رانغاړي؛ راغلي، چې په افغانستان کې نسبي ثبات د بشري حقونو اندېښنې، اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او له پاکستان سره د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ګډون یو شمېر زیاتېدونکي ګواښونه پټ کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د اسلامي امارت تګلارې اوس هم د ښځو او نجونو د حقونو، پر ښځو او نرینه‌وو د لګېدلو محدودیتونو، د خبریالانو د نیولو، د عمومي عفوې د نقض د راپور شویو مواردو او د بدني مجازاتو د دوام په اړه اندېښنې راولاړوي.

د راپور له مخې؛ د مې له لومړۍ څخه د جولای تر یودېرشمې پورې په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب اړوند ۲زره او ۹۴۷ پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۲۵ز.کال د ورته وخت پر پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

وسله‌والو مخالفو ډلو په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ پېښو مسوولیت منلی، چې ملګرو ملتونو یې ۵۵ پېښې تائید کړې دي.

دغو بریدونو تر ډېره د اسلامي امارت پر امنیتي پوستو او پوځي تاسیساتو کمینونه او بریدونه رانغاړل.

دغه راز ملګرو ملتونو ویلي، چې د جون پر پېنځمه په کابل کې د هلکانو د یوه ښوونځي له ودانۍ بهر ځانمرګی برید شوی، خو هیڅ ډلې یې مسوولیت نه‌دی منلی.

په بدخشان کې د« سپاهیان‌میهن» نومې جبهې د جولای پر اووه‌لسمه د یفتل پایین ولسوالۍ اداري ودانۍ د لنډ وخت لپاره نیولې وه؛ خو وروسته یې شاتګ کړی دی.

د جولای پر څلیریشتمه د افغانستان جبهه‌آزادي د زیباک ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ؛ خو اسلامي امارت دغه برید دفع کړ او خپل واک یې وساته.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان او پاکستان پوله اوس هم ناامنه ده او د پولې دواړو غاړو ته د بې‌پیلوټه الوتکو فعالیتونه، هوايي بریدونه، ډزې او نښتې روانې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې په افغانستان کې ۳۹۹ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۵۷ کسان وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د جون پر اته‌ویشمه په کونړ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۱۸۹ نور یې ټپیان کړي دي.

پاکستان ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ترهګرو مرکزونه پر نښه شوي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.

د جون پر دېرشمه د اسلامي امارت دفاع وزارت په پاکستان کې د داعش او د اسلامي امارت پر ضد د وسله‌والو ډلو پر ادعا شویو مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو له غچ‌اخیستونکو بریدونو خبر ورکړ.

پاکستاني چارواکو د بې‌پیلوټه الوتکو د دغه هېواد خاورې ته ننوتل تائید کړي او ویلي یې دي، چې دغه الوتکې شنډې شوې دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، داعش د جون پر دېرشمه په نورستان کې پر یوې پوځي پوستې د برید مسوولیت منلی او د اسلامي امارت یو چارواکی هم د جولای پر نه‌ویشتمه د بدخشان مرکز فیض‌آباد ته څېرمه وژل شوی دی.

بشري فشارونه

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې له سخت مالي کمښت سره مخ دي.

د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له ۱.۷ میلیارډ ډالرو له ټولې اړتیا څخه یوازې ۵۱۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي، چې د ټولې اړتیا ۲۹.۹ سلنه جوړوي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې به د افغانستان ۱۳.۸ میلیون وګړي د خوړو له بحراني یا بېړنۍ ناامنۍ سره مخ شي.

دغه راز اټکل شوی، چې ۳.۷ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان او ۱.۲ میلیون اومیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د جنورۍ له لومړۍ څخه د اګست تر دوه‌ویشتمې پورې نږدې ۱.۱۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۸۶زره او ۲۰۰ کسان له پاکستان او ۴۶۵زره نور له ایران څخه راستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د دغو راستنېدا لویه برخه جبري وه، چې د کار پر بازار او ټولنو یې ډېر فشار راوستی دی.

په راپور کې د یونسکو هغه اټکل هم یاد شوی، چې شاوخوا ۲.۴ میلیون افغانې نجونې په «سیسټماتیک» ډول له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي.

د یونیسف د یوې څېړنې له مخې، پر زده‌کړو او د ښځو پر کاري ځواک د ګډون محدودیتونه هر کال افغانستان ته لږ تر لږه ۸۴ میلیون ډالر اقتصادي زیان اړوي.

سیمه‌ییزې اړیکې

له دغو ننګونو سره- سره افغانستان له سیمې سره خپلې اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکې روانې ساتلې دي.

افغان او ازبک سوداګرو د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او ازبکستان له افغان ناروغانو سره د ویزو د ورکړې د بهیر له ساده کولو سره هم هوکړه کړې، چې د درملنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

افغانستان له ترکمنستان، ایران او هند سره هم د انرژۍ، دوه‌اړخیزو همکاریو او کرنې په اړه خبرې کړې دي.

ترکمنستان ویلي؛ د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند(ټاپي) د ګازو نل‌لیکې د جوړولو چارې ۶۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش له اسلامي امارت غوښتي، چې د ښځو او نجونو اړوند محدودیتونه لغوه کړي، د رسنیو له آزادۍ ساتنه وکړي، د قانوني بهیر او د بندیانو حقونو ته درناوی وکړي، د عمومي عفوې د نقض پر وړاندې د پخوانیو سرتېرو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.

هغه همداراز د بدني مجازاتو د کارولو د درولو غوښتنه کړې ده.

ګوټرش د افغانستان او پاکستان په نښتو کې له ټولو ښکېلو خواوو هم غوښتي، چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانانو راستنېدا باید په خپله خوښه، خوندي، له عزت سره او د هغوی د پرله‌پسې ادغام لپاره د مناسبو شرایطو له برابرېدا سره ترسره شي.

Trending

Exit mobile version