تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو او همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ د ازبکستان هېواد د بندرونو له مسوولینو سره د افغان سوداګرو، صادروونکیو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او صنعت کارانو ستونزې شریکې او د یادو ستونزو د حل او د اومه توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې یې د خصوصي سکتور لپاره د ډېرو نور آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د خصوصي سکتور غړي هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې هڅې هرکلی کوي او وایي، چې له ازبکستان سره باید د هېواد اقتصادي اړیکي نورې هم پراخې شي.
د افغانستان د خصوصي سکتورغړي ازبکستان ته د افغان پلاوي ګډ سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي، د دې سفر له پایته رسیدو سره سم به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي فعالیتونو نوی فصل پرانستل شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: مونږ په دې سفر کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مشرۍ لاندې تر سره شو؛ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.
د خصوصي سکتور غړی خان محمد فروتن وایي: زمونږ د سفر لاسته راوړنې ډېرې دي؛ مونږ د ازبکستان له سوداګرۍ خونې، ترانزیت او د کرنې بنسټونو سره د همکاریو هوکړې کړې دي.
اقتصادي کار پوهان هم له منځنۍ آسیا سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې د تر سره کېدو لپاره د آسانتیاوو برابرول اړین بولي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې له ګاونډ هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې کولی شي افغانستان له اقتصادي بحران راوباسي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زما پر نظر له ټولو ګانډ هېوادونوسره مو اقتصادي اړیکي مهمي دي او په دې اړیکو کې باید بلانس وساتل شي، چې هېواد له اقتصادي انزوا خلاص او له ټولو ګانډیو سره معیاري اقتصادي حرکت تر سره کړي.
د خصوصي سکتور د غړيو د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کلنۍ راکړې ورکړې کچه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي، چې په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا وړتیاوې شته، چې باید عملي هڅې ورته وشي.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
تازه خبرونه5 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري5 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
لوبی3 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
