لوبی
افغانستان به په آسیا جام کې له سریلانکا، بنګلهدېش او هانګ کانګ سره ولوبیږي
افغانستان له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره په B ګروپ کې دی.
د آسیا کرکټ شورا څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۴ کال آسیا جام به د وږي له اتهلسمې څخه د تلې تر شپږمې / د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له نهمې څخه تر اتهویشتمې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
افغانستان له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره په B ګروپ کې دی.
د هېواد کرکټ ملي لوبډله به د وږي پر اتهلسمه/ د سپټمبر پر نهمه د هانګ کانګ، د وږي پرپېنځهویشتمه / د سپټمبر پر شپاړلسمه د بنګلهدیش او د وږي پراووهویشتمه / د سپټمبر پر اتهلسمه د سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي.
ټاکل شوي، چې په دوبۍ او ابوظبي کې ۱۹ لوبې ترسره شي. په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان راغلي دي. د هند او پاکستان لوبه به په دوبۍ کې د وږي پر درویشتمه / د سپټمبر پر څوارلسمه ترسره شي.
په داسې حال کې، چې د هند کرکټ کنټرول بورډ د ټورنمنټ رسمي کوربه دی؛ خو د هند او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو کړکېچونو له کبله به ټورنمنټ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
لوبی
افغانستان د یوورځنیو سیالیو په نړیوال لړلیک کې اووم مقام ته پورته شو
د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا (آیسيسي) د یوورځنیو سیالیو په تازه لړلیک کې له انګلستان څخه مخکې او د نړۍ اووم مقام ته پورته شوې ده. افغانستان له دې سره د خپلې لوبډلې د تاریخ تر ټولو غوره مقام له خپل پخواني ریکارډ سره برابر کړی دی.
د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.
افغانستان لومړی ځل د ۲۰۲۵ز.کال په می میاشت کې د نړۍ د یوورځنیو سیالیو په لړلیک کې اووم مقام ته رسېدلی و او اوس یې یو ځل بیا دا تاریخي لاستهراوړنه تکرار کړې ده.
په درېاړخیزو سیالیو کې اتلولي؛ د افغانستان د پرمختګ لامل
له زیمبابوی او بنګلهدېش سره په درېاړخیزو سیالیو کې د افغانستان لوبډله وځلېده. افغانستان د اوکټوبر پر درویشتمه( د جمعې پر ورځ ) د دغو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوی ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
په دې لوبه کې افغان توپاچوونکو د زیمبابوی لوبډله د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته ټوله وسوځوله. راشد خان د درې لوبغاړو پر سوځولو د افغانستان پر ګټه غوره توپاچونه وکړه.
د افغانستان په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو پر جوړولو د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. رحمت شاه هم ۴۳ منډې جوړې کړې او افغانستان په ۳۴.۳ آورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.
په نړیوال لړلیک کې د انګلستان شاتګ
انګلستان له سریلانکا څخه له وروستۍ ماتې وروسته په نړیوال لړلیک کې یو مقام له لاسه ورکړی دی. دې لوبډلې د ۴۳۰ منډو لوړ هدف وټاکه؛ خو د دفاع په برخه کې یې بریا ترلاسه نهکړه او سریلانکا د یوورځنیو سیالیو په تاریخ کې د هدف د پوره کولو له سترو بریالیو هڅو څخه یوه ترسره کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ په لړلیک کې اووم مقام ته پرمختګ؛ په نړیوالو سیالیو کې د دې لوبډلې د پرمختګ او د نړۍ له نومیالیو لوبډلو سره د سیالۍ د وړتیا د زیاتېدا ښکارندوی دی.
لوبی
آرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
آرمان افسي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوهیمې نیمایي په دوهیمه لوبه کې د سرخپوشان خوافي پر وړاندې ۳ پر۲ ماتې وخوړه.
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
په لومړۍ نیمایي کې باسط نظري د یوې آزاد ګوزار پر مټ د سرخپوشان خوافي لومړی ګول وواهه او سهراب افغان په اووهویشتمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه. لومړۍ نیمایي د سرخپوشان خوافي پر بریا( ۲ـ۰ ) پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې سرخپوشان خوافي په دریپنځوسمه دقیقه کې درېیم ګول هم وواهه. له دې وروسته آرمان افسي د پایلې د بدلولو لپاره خپل بریدونه زیات کړل او ډامولا ایسئولووا آکاني په اووهاویاومه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لومړی ګول وواهه.
شکرالله کوهي په نههاتیاومه دقیقه کې له لرې واټن څخه د یوه ګول پر وهلو د آرمان افسي دوهیم ګول هم وواهه؛ خو دې لوبډلې ونهشوای کولی پایله بدله کړي او لوبه د سرخپوشان خوافي پر بریا پای ته ورسېده.
آرمان افسي په دې لوبه کې نهه خطاوې وکړې او یو سور کارت یې ترلاسه کړ. په مقابل کې سرخپوشان خوافي لس خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
آرمان افسي به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پرشپږویشتمه له خراسان فاریاب سره مخ شي او سرخپوشان خوافي به د اوکټوبر پراووهویشتمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
لوبی
طوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او عبیدالله عمري د لوبې یوازنی ګول وواهه، چې له دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.
طوفان هرات د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوهیمې نیمایي په څلورپنځوسمه لوبه کې آریانا خوست ته د یو ګول پر توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او عبیدالله عمري د لوبې یوازنی ګول وواهه، چې له دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.
په لومړۍ نیمایي کې عمري د سر پر ګوزار د آریانا خوست لوبډلې دروازه پرانیسته.
د آریانا خوست لوبغاړو د پایلې د بدلولو هڅه وکړه؛ خو سیالې لوبډلې ته پر ګول وهلو بریالي نهشول.
په دوهیمه نیمایي کې هم دواړو لوبډلو د ګول وهلو فرصتونه لرل؛ خو هیڅ یوې ونهشو کولی پایله بدله کړي او لوبه د طوفان هرات پر یو ګول پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۶ خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. په مقابل کې د آریانا خوست لوبغاړو ۱۷ خطاوې وکړې او درې ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر اووهویشتمه له سرخپوشان خوافي سره مخ شي او آریانا خوست به د اوکټوبر پر شپږویشتمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
سوداگري4 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
تازه خبرونه3 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نهکوو – ایران
-
لوبی5 days agoآرمان افسی با شکست ۲ بر صفر آریانا خوست، نیمفصل دوم لیگ قهرمانان را آغاز کرد
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو ارزونه؛ یوازې دوه روغتونونو لومړۍ درجه خپله کړه
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
-
لوبی1 day agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
