Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لاس نه‌لري – د پاکستان د بشري حقونو وزیر

خپور شوی

د

د پاکستان د بشري حقونو وزیر ریاض پیرزاده ویلي، چې د پاکستان په وروستیو تروریستي پېښو کې د افغانستان اسلامي امارت لاس نهلري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.

د پاکستان د بشري حقونو وزیر له دان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان په بریدونو کې د افغانستان لاس لرل رد کړل.

د یاد وزیر څرګندونې د پاکستان د حکومت او پوځ له هغو څرګندونو سره په تضاد کې دي، چې پر وار – وار یې افغان خاورې ته ګوته نیولې او څرګندوي، چې وسله‌والو د تروریستي بریدونو لپاره کارولې ده.

څه وخت مخکې د بلوچستان ایالت د ژوب سیمې پر یوه پوځي مرکز او د دې صوبې د سوی سیمې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۱۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول. د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې د ژوب د برید عاملین افغان وکړي وه.

دغه راز تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر افغان حکومت غږ کړی و، چې له خپلې خاورې څخه دې د ترهګرۍ په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیر ریاض پیرزاده دان نیوز ته دا هم څرګنده کړې: د دوی (اسلامي امارت) دفاع وزیر ( د دفاع وزارت چارسمبالي ) ویلي، چې دوی به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د پاکستان پر ضد کومه هڅه وکړي؛ ځکه دا جهاد نه‌دی.

په سوات او خیبرپښتونخوا سيمو کې د افغان وګړو د زياتوالي په اړه هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي؛ دوی د تحريک انصاف ګوند د حکومت له لوري پاکستان ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت له ايران، سعودي عربستان، چين او پاکستان سره بشپړ صادق دی.

د پاکستان د بشري حقونو وزیر د دواړو هېوادونو فرهنګي، ټولنیزو او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې د پاکستانیانو او افغانانو وینه یوه ده.

هغه وایي: نو زه فکر نه‌کوم، چې افغانستان دې پاکستان ته دومره بې وفا وي. زه دا نه منم.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!