Connect with us

لوبی

افغانستان له نیډرلینډه درې یو ورځنۍ لوبې وګټلې

خپور شوی

د

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان او نیډرلینډ درېیمه یو ورځنۍ لوبه ترسره او افغان لوبډلې د دغې  لړۍ وروستۍ لوبه د ۷۵ منډو پر توپیر وګټله.

افغانستان لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په پنځوس آورونو کې يې د پېنځه لوبغاړیو له سوزېدو سره هالینډ ته د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.

سیاله لوبډله بریالۍ نشوه، چې ټاکلی هدف پوره کړي؛ په ۴۳ آورونو کې یې ټوله لوبډله وسوزېده او ۱۷۹ منډې یې جوړې کړې.

فغانستان له دې مخکې د دغې لوبلړۍ دواړه تر سره شوې لوبې ګټلې دي.

د افغانستان او نېدرلنډ تر منځ دا لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د غوراوي لپاره تر سره کېږي.

افغانستان په درې واړو لوبو کې ۶۰ نومرو پر لرلو د سوپر ليګ په لښتیلیک کې پېنځم ځای خپل کړ.

د جنورۍ پر ۲۱ لومړۍ لوبه افغانستان د ۳۶ منډو په توپیر سره او د جنورۍ پر ۲۳ تر سره شوې دوه یمه لوبه هم افغانستان د ۴۸ منډو په توپیر ګټلې ده.

دغه لوبلړۍ د جنورۍ له ۲۱ پیل شوې وه او د همدې میاشتې پر ۲۵ د افغانستان پر بري پای ته ورسېده.

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading

لوبی

سویلي افریقا افغانستان ته له دوه‌یم سوپر آور وروسته ماتې ورکړه

دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

Published

on

سویلي افریقا  د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې دوه‌ویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه) په احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام د تاریخي سیالۍ پر مهال افغانستان ته له دوه‌یم سوپر آور وروسته د ۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

سویلي افریقا هم په وروستي حساس آور کې دې هدف ته ورسېده او لوبه دوه‌یم تاریخي سوپر آور ته وغځېده.

په پرېکړه‌کوونکي سوپر آور کې سویلي افریقا پر سړه سینه د لوبې بریا خپله کړه او د دې سیالیو یوه نه‌هېریدونکې پایله رامنځته شوه.

دې لوبې تر سخت فشار لاندې د سویلي افریقا د توپ‌اچونې ژورتیا او په وروستیو آورونو کې د هغوی د پر زړه‌پورې توپ‌اچونې ښکارندویي وکړه. په داسې حال کې، چې د افغانستان نه ستړې کېدونکې مبارزې د ۲۰۲۴ ز.کال پایلوبې ته رسېدلې لوبډله تر وروستي بریده ورسوله او د غم او زغم یوه زړه‌راکښونکې بېلګه یې وړاندې کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!