تازه خبرونه
افغانستان نور د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر نهدی
د اسلامي امارت ویاند د دونالد ترمپ د هغې وینا په غبرګون کې، چې امریکا به د بګرام هوايي ډګر بېرته تر لاسه کوي ویلي، چې ترمپ اوسمهال کوم سیاسي موقف نهلري او خبرې یې بې ارزښته دي.
د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو له انتخاباتي کمپاینونو وروسته د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په خپل یوه انتخاباتي کمپاین کې د افغانستان مسلې ته په نغوته کې ویلي؛ که واک ته ورسیږي له اسلامي امارت سره به د هغږۍ له مخې هڅه وکړي، چې د بګرام هوايي ډګر څارنه بېرته ترلاسه کړي.
ترمپ په بګرام هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو حضور؛ ځکه مهم بللی، چې د چین د اتومي بم جوړولو اډې ته نږدې دی.
د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستیو کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ټینګار کړی، چې مونږ به بګرام بېرته ترلاسه کړو؛ بګرام په نړۍ له سیاسي لحاظه یو ستر هوايي ډګر دی. مونږ یې د افغانستان لپاره نهغواړو، بلکې د چین د اتومي بم جوړولو له اډې څخه یو ساعت لرې دی. مونږ پرېښود؛ خو ولې مو پرېښود که څه هم کلونه وړاندې مو پرې ميلياردونه دالر ولګول. مونږ يې؛ ځکه غواړو، چې چين ته نږدې دى. اوس پوهېږئ، چې چا اشغال کړى؛ چين اشغال کړى دى. مونږ به یې بېرته ترلاسه کړو.
د دونلد ترمپ د څرګندونو په غبرګون کې اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې ترمپ اوس سیاسي موقف نهلري او د هغه خبرې د بحث وړ هم نهدي.
نوموړي خبرداری ورکړ؛ اجازه به ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر وګرځي.
د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم په دې باور دی، چې د دونالد ترمپ دا خبرې د امریکا د راتلونکیو انتخاباتو د ګټلو لپاره تبلیغاتي پڼه لري.
ویل کیږي، چې د ترمپ ادارې د دوحې د تړون له لاسلیکولو سره د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود. که څه هم له افغانستان څخه امریکايي پوځیانو وتل د بایدن د ادارې پر مهال ترسره شول؛ خو د وتلو مهالوېش د ترمپ ادارې ترتیب کړی و.
تازه خبرونه
افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونهمني
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی؛ خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې کابل مېشتو سفیرانو ، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د ګډ روژه ماتي پر مهال له ځمکني بشپړتیا د دفاع او د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل د وینا پر مهال ویلي: درنو سفیرانو او ډیپلوماټانو! ټولو اسلامي هېوادونو ته د جګړې غځېدا خواشیني کړي یوو او غواړو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم “پر ډېره بې رحمۍ” افغان کډوال ایستلي، سوداګریزې لارې یې بندې کړي، د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړی او په نړیوالو غونډو کې یې د افغانستان پر ضد پروپاګند پیل کړی دی.
امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان پوځیانو پر افغانستان جګړه تپلې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. زمونږ دفاعي برید د تېري ځواب دی، چې په کې یوازې پوځیان پرنښه شوي دي.
بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې، چې د ستونزو د حل یوازنۍ لار خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې دي.
امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونهمني.
نوموړي ویلي: هیله ده، چې د تحمیلي جګړو پرځای د ولسونو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي.
تازه خبرونه
نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې نن( دوشنبه د کب اتهلسمه ) د ملګرو ملتونوامنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره کړي.
له دې غونډې مخکې به پاناما د ښځو، سولې او امنیت د ملاتړو هېوادونو پر استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړي.
په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د یوناما چارسمبالې(سرپرسته) ګاګنون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغانستان د وروستیو تپل شویو نښتو( د فبروري له شپږویشتمې څخه د مارچ تر پېنځمې پورې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي) له کبله د ملکي وګړو مرګ او ژوبله، بېځایه کېدا او زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.
بشري وضعیت اوس هم اندېښمنوونکی دی او د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیون وګړو څخه نږدې نیمایي یې مرستو ته اړتیا لري.
تمه ده، چې د شورا غړي به د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ملکي زیربناوو د ساتنې او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړي.
همداراز به بحثونه د یوناما د ماموریت د غځولو پر موضوع هم راوڅرخیږي؛ ځکه، چې د دې ماموریت وخت د مارچ پر اووهلسمه پای ته رسېږي.
تازه خبرونه
په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
پیټ هګسټ له سيبياس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.
پیټ هګسټ له سيبياس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.
د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.
هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
-
نړۍ5 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه5 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
-
سوداگري5 days agoد اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
-
تازه خبرونه5 days agoپه آلمان کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه19 hours agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
