تازه خبرونه
افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري – امیر خان متقي
په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماسۍ د اندتون ( انسټیټیوټ ) له خوا د دیپلوماسۍ یوه روزنیزه د وره پای ته ورسیده او نن پنجشنبه( د تلې درېیمه ترې د ۲۶ دولتي څانګو کارکوونکي فارغ شول.
امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماټیکې روزنیزې دورې د فراغت په غونډه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د جغرافیې، موقعیت او نړیوال وقار د ساتلو لپاره کار کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هېواد به هغه مهال پرمختګ وکړي، چې افغانستان متحد، باثباته، له فساد او نشه يي توکو لرې وي.
امیرخان متقي وایي، له قضیو سره باید احساساتي چلند ونه شي، ځکه ډیپلوماسۍ حوصلې ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي: په هره څانګه کې ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده او دوی باید په دې څانګه کې وړتیاوې پیاوړي کړي.
امیرخان متي زیاته کړې؛ په ډيپلوماسۍ کې تر ټولو مهمه مسله تعقل او پلان جوړول دي، چې له ټکرونو سره مخ نشئ.
متقي وایي؛ دوی هڅه کوي، چې د افغانستان جغرافيه، موقعيت او نړيوال وقار وساتي. هېواد به هغه مهال پوره پرمختګ وکړي، چې افغانستان متحد، باثباته، له فساد او نشه يي توکو لرې وي.
ویل کیږي، چې په تېرو درې کلونو کې د دوی سټراټیژي او بریالۍ پالیسي د دې لامل شوې، چې په نړۍ کې د افغانستان ۴۰ سیاسي استازولۍ له کابل څخه رهبري شي او خلکو ته د قونسلي خدمات وړاندې کړي.
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ5 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه5 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
سوداگري4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
سوداگري5 days agoافغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
-
څار5 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
تازه خبرونه3 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور

