لوبی
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې نن شپه له پاراګوای سره مخامخ کیږي
پاراګوای اووه ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او د نړۍ پر کچه دیارلسم ځای لري.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به نن چارشنبه ( د تلې څلورمه ) د لوبډلو د سیالیو په بل پړاو کې له پاراګوای سره مخامخ شي.
پاراګوای اووه ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او د نړۍ پر کچه دیارلسم ځای لري.
افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې د دېرشم ځای لرونکې لوبډله ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ د تاشکند په هوما آرینا لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان بریالی شو، چې له سي ګروپ څخه د درېیمې غوره لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړه؛ خو له ای ګروپ څخه پاراګوای د لومړۍ لوبډلې په توګه د دې پړاو سیالیو ځان رسولی دی.
دواړه لوبډلې د فوټسال نړیوال جام له پیل مخکې په تاشکند کې ۲-۲ دوستانه لوبېدلي دي.
افغانستان، چې د فوټسال د نړیوال اتل ارجنټاین پر وړاندې یې ښه لوبه وکړه؛ هیله من دی، چې دا لوبه وګټي او د نړۍ ۸ غوره لوبډلو ته لار ومومي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د دې نړیوال جام ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
د افغانستان او هند د آسیايي سیالۍ د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شو
د نیشین لوبغالي د لوبې ډګر د باران له کبله د لوبې لپاره نامناسب و او له همدې کبله د ټاکل شوي ټاس له وخت ۱۶ دقیقې مخکې د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وشوه.
د افغانستان او هند ترمنځ د آسیايي سیالۍ د نرینهوو کرکټ اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د دوشنبې پر ورځ د پرلهپسې باران له کبله، پرته له ټاس ترسره کېدا لغوه شوه.
د نیشین لوبغالي د لوبې ډګر د باران له کبله د لوبې لپاره نامناسب و او له همدې کبله د ټاکل شوي ټاس له وخت ۱۶ دقیقې مخکې د لوبې د لغوه کېدا پرېکړه وشوه.
هند د کرکټ نړیوالې شورا د شلآوریزو لوبډلو د درجهبندۍ پر بنسټ د لوړې درجهبندۍ له کبله نیمه پایلوبې ته ووت.
هند به د پنجشنبې پر ورځ په دوهیمه نیمه پایلوبه کې له هغې لوبډلې سره مخ شي، چې د سېشنبې پر ورځ د نیپال او سریلانکا ترمنځ د اته غوره لوبډلو پړاو له ګټونکې لوبډلې څخه وي.
سریلانکا هم د هند، پاکستان او بنګلهدېش ترڅنګ له څلور مخکښو درجهبندي شويو لوبډلو څخه ده او که له نیپال سره یې د اته غوره لوبډلو پړاو لوبه د باران له کبله لغوه شي؛ نو سریلانکا به هم نیمه پایلوبې ته ووځي.
دوشنبه د هانګ کانګ او پاکستان ترمنځ لومړۍ کوارټر فاینل لوبه هم د باران له کبله، پرته له ټاس ترسره کېدو لغوه شوې وه.
دا دوهیم پرلهپسې ځل دی، چې د آسیايي لوبو په نرینهوو کرکټ کې د افغانستان کمپاین د باران له کبله له هند سره د لوبې پر مهال پای ته رسیږي.
د ۲۰۲۳ز.کال په هانګژو آسیايي لوبو کې افغانستان د هند پر وړاندې د پایلوبې له لغوه کېدا وروسته د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. د هند د لومړۍ پاڼۍ ۱۸،۲آورونو له ترسره کېدا وروسته پایلوبه د باران له کبله ودرول شوه او د سیالیو د اصولو له مخې هند، چې لوړه درجهبندي یې لرله؛ د سرو زرو مډال وګاټه.
لوبی
علي بلال د درېیم ځل لپاره د مستر المپیا دوهیم مقام خپل کړ
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نرینهوو په فزیکي لوبو کې دوهیم مقام خپل کړ.
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
علي بلال له دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دوهیم مقام هم خپل کړی دی.
د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاسویګاس ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې دي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۰-۲ ماتې ورکړه
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په پېنځهویشتمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب ته۰-۲ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو هڅې وکړې؛ خو له رامنځته شویو فرصتونو هیڅ یو هم پر ګول وهلو بریالی نهشو او دواړه لوبډلې له ګول پرته مساوي پایلې سره دمهځای ته ولاړې.
د دوهیمې نیمایي له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ابومسلم فراه لومړی ګول وواهه او له سیالې لوبډلې مخکې شو.
وروسته علیرضا پناهي د ابومسلم فراه لپاره دوهیم ګول وواهه او خراسان فاریاب ته یې د دوهیم ګول اجازه ورکړه، چې په پایله کې لوبه د ابومسلم فراه پر بریا پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د ابومسلم فراه لوبغاړو ۱۳ فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. خراسان فاریاب هم اووه فاولونه وکړل او یو ژېړ کارت یې ترلاسه کړ.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه5 days agoپر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
-
نړۍ5 days agoټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
-
لوبی4 days agoافغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
