Connect with us

لوبی

افغانستان په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۵, ۱۴۰۱

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه هېواد سریلانکا ته د ۶۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو پنځوس آورونو کې یې د اته لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

ابراهیم ځدراڼ په ۱۲۰ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې، رحمان الله ګربز او رحمت شاه هر یو په ترتیب سره ۵۳ او ۵۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې په اته دېرشم آور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ورکړ شوي هدف ته ونه رسیدل.

د سریلانکا لوبډلې لپاره پیتم نیسانکا تر ټولو زیاتې ۸۵ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي تر ټولو زیاتې څلور ویکتې واخیستې، ګلبدین نایب درې، یمین احمدزي دوه او راشد خان یوه وېکته واخیسته.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به دوه یمه لوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره شي.

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوه‌ویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال  ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.

Continue Reading

لوبی

هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

Published

on

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ  ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.

دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.

د توپ‌اچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړه‌راکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!