تازه خبرونه
افغان او ایراني چارواکو د سرحدي نښتو پر بیا نهرامنځته کېدو ټینګار څرګند کړ
د ایرانيو چارواکو او اسلامي امارت تر منځ د دواړو هېوادونو د ځواکونو له نښتې وروسته پر پخلاینې او روغې جوړې خبرې وکړې.
تهران او کابل ویلي؛ په پوله کې سوله بېرته راګرزېدلې او دواړو غاړیو ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به شخړه نهکیږي.
اسلامي امارت ویلي؛ افغانستان له خپلو ګاونډ هېوادونو سره جګړه نهغواړي او له ایران سره دوستانه اړیکو ته لیواله دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اسلامي امارت د هرې مسئلې په اړه، چې له پیل څخه پېښیږي پر خبرو اترو او همغږۍ باور لري او دا غوره کار بولي. مونږ غواړو، چې ټول مسایل یوازې پر خبرو اترو او همغږۍ وڅېړل شي.
د ایران کورنیو چارو وزیر هم پرونۍ نښتې بې اهمیته وبللې او ویې ویل، چې پر پوله د ورېښمو دروازه بېرته پرانیستل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه بیا پیل شوې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي: یوه لنډه شخړه وه او حل شوه. له طالبانو (اسلامي امارت) سره هم خبرې اترې وشوې. اوس مونږ کومه ستونزه نهلرو. سرحد خلاص او سولهییز دی.
د ایران دوه لوړپوړیو پوځي قومندانانو په راتلونکي کې د هر ډول جګړې تکرار د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز جنرال قاسم رضايي وايي: لیدنه ترسره شوه. اوس مونږ ګورو، چې دواړه لوري باید څه وکړي، چې دا ډول ناوړه پېښه رامنځته نهشي.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري وايي: مونږ ښه ګاونډیتوب څارو؛ خو که رښتیا هم دا احساس شي، چې بل لوري نهغواړي مقررات مراعات کړي؛ نو بیا به له بل ډول چلند سره مخ شي.
په ورته وخت کې د سیستان او بلوچستان یو شمېر ایراني سني دیني عالمان د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون د ایراني چارواکو پر سختو او له ګواښونو ډکو ویناوو نیوکه کوي او په راتلونکي کې د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه ډول سختو څرګندونو تکرار د ایران په ګټه نهبولي.
د ایران په سیستان او بلوچستان کې د اهل سنتو مذهب یو عالم عبدالرحمن عمرزرهي وايي: ستاسې دیپلوماتیک ادبیات سم نه ول؛ ستاسې د تبصرې معنی دا وه، چې زما خبرې جدي ونیسئ او وروسته به ګیله نهکوئ. آیا دا ادبیات دیپلواتیک دي؟ څه ځواب مو ترلاسه کړ؟! تاسې د دې ملت سرونه کښته کړل.
که څه هم ایران له اسلامي امارت سره دیپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو تهران هم لکه د نورې نړۍ په څیر تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت نهدی پېژندلی. دواړو هېوادونو په تېرو دوه کلونو کې د پام وړ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري؛ خو دا اړیکې په وروستیو اوونیو کې د هلمند سیند د اوبو پر حق ناندریزې شوې دي.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
