تازه خبرونه
افغان حکومتي او طالب مشرانو د تهران غونډه د ۶ ټکو پر ډاګه کولو پای ته ورسوله
په تهران کې له طالب پلاوي سره د افغان حکومتي سیاستوالو دوه ورځنۍ ناسته نن پنجشنبه د چنګاښ ۱۷ د شپږ ټکو پر ډاګه کولو پای ته ورسیده.
د ایران په کوربتوب دواړو لوریو ټینګار کړی، چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل ندی او باید سوله ییز حل وموندل شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر کریم خرم او د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي د تهران په ناسته کې د افغان حکومت د پلاوي له غړیو څخه ول، چې د طالب پلاوي مشري بیا د شېر محمد عباس ستانکزي پر غاړه وه.
د خبرو دواړو ډلو پر لاندې شپږ ټکو هوکړه کړې:
۱ـ پلاوي په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د ایران هڅې او ښه نیت ستايلی او درناوی یې کوي.
۲- (دواړه لوري د جګړې د ادامې له کبله هېواد ته له پېښو ګواښونو او هغه صدمه، چې د هېواد سلامتۍ ته یې رسولې مشترک درک لري).
۳ – (خبرې اترې په صمیمانه فضا کې تر سره شوې او ټول مسائل په مفصله توګه او په پوره وضاحت سره مطرح شول).
۴ – (دواړو لوریو پرېکړه و کړه؛ هغه موارد لکه له جګړې څخه دایمې سولې ته د انتقال میکانیزم، متفقه اسلامي نظام جوړول او طریقه یې، چې نورو زیاتو مشورو او وضاحتونو ته ضرورت لري په راتلونکې ناسته کې، چې په ممکنه نېږدې راتلونکې کې به جوړه شي تر بحث لاندې راشي او نتیجې ته به ورسېږي.
[دواړه لوري] موافق شول، چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییز حل خوا ته توجیه شي.
۵ – ( دواړه لوري د تهران ناسته د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل د تقويې لپاره یو نوی فرصت او زمینه ګڼي).
۶ – (دواړه لوري هغه بریدونه، چې د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو جوماتونو او روغتونونو تر سره کېږي او ملکي تلفات یې رامنځته کړي او هم د عامه تاسیساتو ورانول په کلکه غندي او غواړي، چې عاملین یې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي).
دغه دوه ورځنۍ ناسته د چنګاښ بر ۱۶ او ۱۷ په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف پر وینا پیل شوې.
دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې تېره ورځ د سیاسي دفتر پلاوي، د ايران د بهرنيو چارو وزارت او د روسيې فډراسيون د بهرنيو چارو وزارت له پلاویو تر منځ په تهران کې درې اړخیزه ناسته تر سره شوې ده، چې په کې پر سرحدونو او نورو اړوند موضوعاتو بحث او خبرې شوې دي.
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تهران ته د طالب پلاوي سفر جوړونکی وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په دې اړه ویلي: دغه ډول هڅې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګټورې ثابتېدای شي.
هغه زیاته کړې: د افغانستان ګاونډیان باید په دې هېواد کې رغنده رول ولوبوي. هغه څه، چې ایران غواړي د داسې غونډو پر کوربتوب تر سره کړي؛ په رښتیا جوړونکې دي، چې پایله به یې په راتلونکې کې وګورو.
تازه خبرونه
نړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د نااړینو بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
برادر زیاته کړې، چې په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو پر زیان ندی، بلکې د نورو هېوادونو د سوکالۍ او په سوداګریزې پیاوړتیا کې مرسته کوي.
هغه وایي: “اسلامي امارت د سیمهییزې او نړیوالې ملګرتیا په ډګر کې په پراخ سیمهییز اقتصادي او سیاسي اصل باور لري؛ خو، چې د لویو ارزښتونو او بنسټیزو اصولو لپاره متقابل درناوی وي.”
هغه ټینګار کړی، چې له خصوصي سکټور سره د اسلامي امارت تعامل د لویو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې، چې د عامه او خصوصي مشارکت یا نورو قراردادونو پر بنسټ رامنځته شوي؛ دا روښانه پیغام لري، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هرڅوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه5 days agoد قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
