نړۍ
امریکا او بریټانیا په یمن کې د حوثيانو پر ضد بریدونه وکړل

د امریکا او بریټانیا ځواکونو د شنبې پر ورځ په یمن کې د حوثيانو پر ۱۸ مرکزونو بریدونه وکړل.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د حوثیانو پر وړاندې نږدې هره ورځ د کښتیو پر نښه کولو له کبله بریدونه کوي. حوثيانو ويلي، چې پر کښتیو بریدونه یې د اسرائیلو تر برید لاندې له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ شکارندویي کوي.
تر اوسه دغو عملیاتو د حوثيانو د بریدونو مخه نهده نیولې.
د هغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې، چې یا په دغو عملیاتو کې برخه لري او یا یې ملاتړ کړی ویل شوي؛ د یمن په اته بېلابېلو سیمو کې د حوثيانو د ۱۸ پوستو په ګډون د وسلو او توغندیو سیسټمونه، د ځمکې لاندې تاسیسات، د هوايي دفاع سیسټمونه، رادارونه او یوه چورلکه ویشتل شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي، چې د دې بریدونو موخه د ایران د ملاتړو حوثي ملیشو د ظرفیتونو ګډوډول او کمزوري کول دي.
آسټین زیاته کړې: مونږ به حوثیانو ته روښانه کړو، چې که دوی خپل غیرقانوني بریدونه بند نهکړي او د منځني ختیځ اقتصاد، چاپېریال او یمن او نورو هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو ته زیان رسول روان وساتي؛ پایلې به یې هم زغمي.
استرالیا، بحرین، کاناډا، ډنمارک، نډرلنډ او نیوزیلنډ د امریکا او بریټانیا له عملیاتو ملاتړ کړی دی.
د یمني حوثيانو المسیره ټلویزیوني شبکې د شنبې پر ورځ تائید کړې، چې د امریکا او بریټانيا ځواکونو د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا کې یو لړ بریدونه کړي دي.
د دې اوونۍ په پیل کې حوثيانو د بریټانیا پر کارګو کښتۍ د برید او په یوه امریکایي کښتۍ د بې پیلوټه الوتکې د برید مسوولیت پر غاړه واخیست، چې له بالستیک توغندیو او ډرونونو سره یې د اسرائیلو بندر او ایلات ښار دمهځی پر نښه کړ.
نړۍ
په چین کې د اورلګېدنې له کبله ۲۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
شینهوا د اورلګېدنې له لامل پرته ویلي؛ ولسمشر شي جین پینګ دا “یو ژور عبرتناک درس” وباله او له سیمهییزو چارواکو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټپیانو درملنه وکړي؛ د اور لامل معلوم کړي او مسوول کسان حساب ورکولو ته اړ کړي.

رویټرز د چین د رسمي خبري سرچینې شینهوا د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سېشنبې پر ورځ د چین د شمال ختیځ په یوه رسټورانټ کې د اورلګېدنې له کبله ۲۲ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.
شینهوا د اورلګېدنې له لامل پرته ویلي؛ ولسمشر شي جین پینګ دا “یو ژور عبرتناک درس” وباله او له سیمهییزو چارواکو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټپیانو درملنه وکړي؛ د اور لامل معلوم کړي او مسوول کسان حساب ورکولو ته اړ کړي.
د دولتي خپرونې سي سي ټي وي د څرګندونو له مخې؛ اور د ماسپښین پر ۱۲:۲۵ ( د ګرینویچ پر وخت ۴:۲۵ ) د لیائونینګ ولایت د لیائو یانګ ښار د استوګنې د اړوند سیمې په یوه رسټورانټ کې ولګېد، چې درې کسان یې له کبله ټپیان هم دي.
د ایکس او چینایي پلیټ فارم دوین په ګډون په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي انځورونه، چې رویټرز هم تائید کړي؛ روښانه نارنجي اورونه ښیې، چې د سړک په سطحه د ګڼشمېر پارک شویو موټرو تر څنګ اود هټۍ مخې ته د اور لمبې او لوګي لیدل کیږي.
د لیائونینګ د ولایتي واکمن ګوند کمیټې منشي هاو پینګ ویلي، چې د اور وژنې ۲۲ موټر او ۸۵ اور وژونکي د پېښې ځای ته استول شوي دي.
هاو زیاته کړې، چې په ساحه کې د ژغورنې کار بشپړ شوی او خلک ایستل شوي دي.
دا په وروستیو کلونو کې د ورته پېښو په لړ کې وروستۍ هغه ده.
نړۍ
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول
المسیره د دوشنبې پر ورځ( د غویی اتمه) راپور ورکړی، چې امریکا په دې عملیاتو کې یوه بندخونه پر نښه کړې ده.

د یمن د حوثيانو المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یمن د شمال لویدیځ پر صعده د امریکا د برید له کبله لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.
المسیره د دوشنبې پر ورځ( د غویی اتمه) راپور ورکړی، چې امریکا په دې عملیاتو کې یوه بندخونه پر نښه کړې ده.
د یمن د حوثیانو د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د امریکا د برید پر مهال په بندخونه کې ۱۱۵ افریقایي کډوال ساتل کېدل.
صعده د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو یو له مهمو اډو څخه ګڼل کیږي او پخوا هم د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلی ده.
العربیه څانګې د وري پر اتلسمه په صعده ولایت کې د حوثي قومندان ابو عبدالله الحمران له وژل کېدو راپور ورکړی و.
د ۱۴۰۳ کال د فبروري پر پېنځلسمه د ډونالډ ټرمپ ادارې حوثیان د “بهرنيو ترهګرو ډلو” په نوملړ کې شامل کړل.
په دې وروستیو ورځو کې د امریکا پوځ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې خپل کمپاین چټک کړی دی.
د حماس او اسرائیلو د جګړې له پیل لږ وروسته حوثیانو په سره سمندر، باب المندب تنګي او عدن خلیج کې پر نړیوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له خطر سره مخ کړ. د دې بریدونو ساحه حتا د هند سمندر ته هم وغځېدله.
دې ایران پلوې ډلې تل کوښښ کړی، چې د اسرائیلو خاوره پر نښه کړې ده.
امریکا په سیمه کې خپل پوځي شتون پیاوړی کړی، چې څارونکي یې د ایران حکومت او حوثیانو لپاره بشپړ ګواښ ګڼي.
ټرمپ ټینګار کړی، چې د حوثیانو پر مرکزونو به د امریکا پوځي بریدونه تر هغې روان وي، چې پر نړیوالو کښتیو د دوی بریدونه ونهدرول شي.
د غویی پر اتمې سهارمهال د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې د حوثیانو پر وړاندې وروستیو بریدونو پر دې ډلې “وژونکې اغېزه” درلوده.
د امریکا پوځ دا هم ویلي، چې دوی به په یمن کې د عملیاتي امنیت ساتنې” لپاره د خپلو بریدونو په اړه ځانګړي جزئیات خپاره نکړي. “
د سکای نیوز عربيه ورځپاڼې د وري پر نولسمه په یمن کې د سیمهییزو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د امریکا هوايي بریدونو له زیاتېدا وروسته حوثیانو خپل یو شمېر استخباراتي قومندانان د جاسوسۍ او د دوی د پوستو د همغږۍ د افشا کولو پر تور نیولي دي.
نړۍ
روسیې د می له اتمې ۷۲ ساعته اوربند اعلان کړ؛ خو اوکراین اوس اوربند غواړي
د پوتین دا هڅه ښیي، چې روسیه اوس هم سولې ته لېواله ده. دا هغه څه دي، چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین ورسره مخالف دي؛ ځکه، چې په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د سولې لپاره له ناکامو هڅو سخته ځوریږي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ په می میاشت کې؛ د شوروي اتحاد او د هغه د متحدینو د دوهیمې نړیوالې جګړې د بریا د اتیایمې کلیزې د نمانځلو پر ویاړ له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
د پوتین دا هڅه ښیي، چې روسیه اوس هم سولې ته لېواله ده. دا هغه څه دي، چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین ورسره مخالف دي؛ ځکه، چې په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د سولې لپاره له ناکامو هڅو سخته ځوریږي.
کریملین ویلي، چې ۷۲ ساعته اوربند به د می له اتمې تر لسمې وي. دا په داسې حال کې ده، چې پوتین به د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د نمانځلو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د نړیوالو مشرانو کوربتوب وکړي.
دغه راز کیف دا پوښتنه وړاندې کړې، چې پوتین ولې ډیپلوماسۍ ته د لار اوارولو لپاره لږ تر لږه د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه نهمني.
ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تېرې شپې په ویډیويي څرګندونو کې ویلي: “د ځینو دلیلونو لپاره، هرڅوک باید د می د اتمې پرتمه وي، چې په دې وخت اوربند وشي او د پوځي نندارې پر مهال پوتین د آرامي یقیني شي”. “مونږ د خلکو ژوند ته ارزښت ورکوو؛ نه پوځي نندارې ته.”
روسیې ویلي، چې دوی بشپړ جوړجاړی غواړي، نه لنډمهاله وقفه.
د یکشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خبرو وروسته پوتین د ۷۲ ساعته اوربند اعلان کړی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ دایمي اوربند غواړي.
د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز ویلي: “په داسې حال کې، چې ولسمشر ټرمپ د ولادمیر پوتین د شخړې د درولو له لیوالتیا هرکلی کوي او ولسمشر ښکاره ویلي، چې هغه دایمي اوربند غواړي او دا شخړه سولهییز حل ته ورسوي”.
کریملین د می له اتمې څخه تر لسمې پورې د اوربند په اړه په خبرپاڼه کې ویلي؛ “ټول پوځي اقدامات د دې مودې لپاره ځنډول شوي دي. روسیه باور لري، چې اوکرایني اړخ باید له دې اوربند ملاتړ وکړي”.
د خبرپاڼې له مخې؛ “د اوکراین له لوري د سرغړونو په صورت کې به د روسیې وسلوال ځواکونه مناسب او اغېزمن ځواب ورکړي.”
دا د اوربند دوهیم یو اړخیزه اعلان دی، چې پوتین پرې د سپېڅلي اختر له ۳۰ ساعته اوربند وروسته ټینګار کړی، چې هر اړخ یو بل ترې پر سرغړونې تورنوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لاوروف “د اوږدمهاله او دوامداره سولې لپاره د باور وړ چوکاټ رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو پیلولو ته زمینه برابروي.”
کریملین ویلي، چې مسکو غواړي له اوکراین سره “پرته له کوم شرط څخه” مستقیمې خبرې اترې وکړي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له روسیې څخه وغوښتل، چې په اوکراین کې خپل بریدونه ودروي او وړاندیز یې وکړ، چې زیلینسکي د کریمیا پریښودو ته چمتو دی، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه ونیوله.
زیلینسکي د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې دا کار به د اوکراین له اساسي قانون څخه سرغړونه وي. دا په داسې حال کې ده، چې کیف د یکشنبې پر ورځ د کریمیا په اړه د ټرمپ د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
سوداگري5 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
سوداگري3 days ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
نړۍ2 days ago
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
تازه خبرونه2 days ago
آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه