لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینهوال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.
د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.
دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوهیمې پرلهپسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.
په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.
د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.
تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوهیم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.
لوبی
د کابل غوره لیګ له پیل مخکې د ایوبي کرکټ لوبغالي چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی
کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.
د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د کابل غوره لیګ د څلورم پړاو له پیل مخکې د چمتووالي چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د شنبې پر ورځ( د زمري اووهلسمه / د اګست اتمه) پیل شي.
د لوبغالي کارکوونکي د لوبغالي د وروستي چمتووالي پر چارو بوخت دي او ډېره پاملرنه د لوبغالي د ډګر کیفیت ښه کولو ته اوښتې ده.
د چمتووالي مسوولانو ویلي؛ سږکال به سیالۍ په داسې لوبغالي کې ترسره شي، چې ټولې آسانتیاوې او معیارونه ولري.
د دوی د څرګندونو له مخې، سږنی چمتووالی به لوبغاړو او مینوالو ته ښه او خوندوره تجربه برابره کړي.
کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.
سږکال به شپږ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي:
د شمشاد عقابان
د پامیر ستوري
د کابل زلمي
د سپین غر اتلان
د آباسین ساتونکي
بند امیر
د سیالیو لومړۍ لوبه به د اګست پر اتمه په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د پامیر ستوري او شمشاد عقابان ترمنځ ترسره شي.
کابل غوره لیګ د افغانستان د کورني کرکټ مهمه برخه ګرځېدلې او د هېواد کرکټ د ودې ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته دا زمینه برابروي، چې د ملي لوبډلې غوراوي کمیټې ته خپلې وړتیاوې وښيي.
د دغو سیالیو ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې خپرېږي.
لوبی
د افغانستان او ایرلینډ د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ دوه ورځې وروسته پیلېږي
افغان لوبډله له څو ورځو راپدېخوا د انګلستان په برمنګهم ښار کې روزنیزې هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د لومړۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې به ایرلینډ ته سفر وکړي.
د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پېنځه یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو(اوډيای) لړۍ ته یوازې دوه ورځې پاتې دي او افغان لوبډله د دغو سیالیو لپاره وروستی چمتووالي بشپړوي.
افغان لوبډله له څو ورځو راپدېخوا د انګلستان په برمنګهم ښار کې روزنیزې هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د لومړۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې به ایرلینډ ته سفر وکړي.
د چمتووالي پر مهال د توپوهنې، توپاچونې او ډګر ساتنې بېلابېلو برخو ته پام شوی، چې لوبغاړي د ایرلینډ له شرایطو سره ښه بلد شي.
دا لړۍ د افغانستان لپاره نړیوالو سیالیو ته بېرته راستنېدل دي او د ۵۰ آوریزو لوبو په بڼه کې د لوبډلې لپاره یوه مهمه آزموینه بلل کېږي.
دغه راز ایرلینډ له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ډګر ته راګرځي. د دې لوبډلې مشري به پاول سټرلینګ کوي.
د افغانستان لوبډلې مشري به حشمتالله شهیدي کوي او په لوبډله کې رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، محمد نبي، راشد خان او عظمتالله عمرزی هم برخه لري. دا لړۍ ځوانو لوبغاړو ته هم د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.
د لړۍ لومړنۍ دوه سیالۍ به په بریډي کرکټ لوبغالي او وروستۍ درې سیالۍ به د بلفاسټ سټورمونټ لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان او ایرلینډ په وروستیو کلونو کې تل سیالې او زړهراکښونکې لوبې کړې دي او تمه کېږي، چې دا پېنځه لوبیزه لړۍ به هم له سیالۍ ډکه وي.
د سیالیو مهالوېش:
د اګست پېنځمه: لومړۍ یو ورځنۍ سیالي – بریډي
د اګست اوومه: دوهیمه یو ورځنۍ سیالي – بریډي
د اګست لسمه: درېیمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ
د اګست دولسمه: څلورمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ
د اګست پېنځلسمه: پېنځمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ
ټولې پېنځه سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه یوازې د آریانا ټلویزیون له لارې خپرې شي.
#آریانانیوز #ایرلینډ #کرکټ #یوورځنۍسیالۍ #اوډي #حشمتاللهشهیدي #آریاناټلویزیون #افغانستان
لوبی
د آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
په دغو سیالیو کې د آسیا غوره لیګ (ACL Elite)د آسیا اتلانو دوهیم لی (ACL Two) او د آسیا چلنج لیګ(ACGL) شامل دي.
د آسیا فوټبال کنفډراسیون (AFC) د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو د خپلو درې کلبونو سیالیو د ګډونوالو لوبډلو نوملړ خپور کړی دی. د دغه نوملړ له مخې، د ۳۸ غړو فډراسیونونو ۹۳ لوبډلې به په دغو سیالیو کې برخه واخلي، چې دا د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
په دغو سیالیو کې د آسیا غوره لیګ (ACL Elite)د آسیا اتلانو دوهیم لی (ACL Two) او د آسیا چلنج لیګ(ACGL) شامل دي.
د آسیا غوره لیګ او آسیا چلنج لیګ د غوراوي پړاو سیالۍ به د زمري پر شلمه / د اګست پر یوولسمه پیل شي او د آسیا اتلانو دوخیم لیګ غوراوي پړاو لوبې به یوه ورځ وروسته د زمري پر یوویشتمه / د اګست پر دولسمه ترسره شي.
د آریانا راډیو ټلوېزیون یو ځل بیا په افغانستان کې د آسیا غوره لیګ او آسیا اتلانو دوهیم لیګ د خپرونو ځانګړی حق ترلاسه کړی او دا سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
د سیالیو له پیل مخکې به د آسیا اتلانو دوهیم لیګ د ډلو پړاو پچهاچونه د سېشنبې پر ورځ د زمري پر اووهویشتمه / د اګست پر اتهلسمه د کابل پر وخت د سهار پر ۱۰:۳۰ د مالیزیا د کوالالامپور ښار په ګرنډ حیات هوټل کې ترسره شي. ورپسې به د غرمې پر ۱۲:۳۰ د آسیا غوره لیګ د لیګ پړاو پچهاچونه هم ترسره شي.
په نوي پړاو کې به د آسیا د غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ۳۲ لوبډلو پر ګډون ترسره شي. په داسې حال کې، چې په تېرو دوه پړاوونو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې وه.
د آسیا فوټبال کنفډراسیون ویلي، د ګډونوالو لوبډلو د شمېر زیاتول د دې لپاره دي، چې آسیايي لوبدلو لوبو ته ډېر فرصتونه برابر شي او د وچې د لوبډلو د فوټبال لوبو کچه نوره هم لوړه شي.
په افغانستان کې د فوټبال مینهوال کولی شي د اګست د اتهلسمې د پچهاچونې مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
گروهی آن از ۱۷ اکتوبر تا ۲۴ نومبر ادامه خواهد داشت.
کنفدراسیون فوتبال آسیا اعلام کرده است که افزایش تعداد تیمها با هدف فراهم کردن فرصت بیشتر برای باشگاههای آسیایی و ارتقای سطح فوتبال باشگاهی در این قاره انجام شده است.
هواداران فوتبال در افغانستان میتوانند مراسم قرعهکشی روز ۱۸ آگست را به صورت زنده و انحصاری از تلویزیون آریانا تماشا کنند. همچنین برای اطلاع از آخرین اخبار و برنامه مسابقات، میتوانند صفحات رسمی تلویزیون آریانا و آریانا نیوز را در شبکههای اجتماعی دنبال کنند.
-
تازه خبرونه2 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion3 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
توسعه4 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
لوبی3 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
روغتيا2 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه20 hours agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
