تازه خبرونه
امریکا تر نومبره د سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ پورې راټیټوي
د امریکا ستر درستیز د چارشنبې پر شپه په ډاګه کړه، چې امریکا به په افغانستان کې د نومبر تر میاشتې د امریکایي سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټیټ کړي.
د امریکا ستر درستیز جنرال کنت مک کینزي تېره شپه له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي: مونږ په افغانستان کې د کمیدو په حال کې یو او د سرتېرو شمېر به مو په نومبر میاشت کې له مهالوېش سره سم ۴۵۰۰ ته راټیټ شي.
جنرال مک کنزي زیاته کړې؛ مونږ کولی شو، چې پر همدې شمېر هم خپل ماموریت روان وساتو. مونږ د خپل نیت له مخې نه غواړو پدې هېواد کې اشغال کوونکی ځواک وو، مونږ هلته ستراتیژیکې او حیاتي ګټې لرو او مونږ غواړو ډاډه شو، چې القاعده او داعش نور نشي کولی له هغه ځایه امریکا وګواښي.
دمګړۍ په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکایي سرتېري پراته دی او غواړي، چې شمېر یې ۴۰۰۰ ورسیږي.
جنرال مک کنزي تېره میاشت امریکا غږ ته ویلي وه، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې باید پیل شي او امریکا باید ډاډه شي، چې طالبان داعش او القاعده ډلو ته پناه نه ورکوي.
نوموړي د تېرې شپې په مرکه کې ویلي، چې طالبانو تر دې دمه ثابته کړې نده، چې له القاعده سره یې اړیکې پرې کوي او د افغان ځواکونو پر صد یې هم بریدونه روان ساتلي دي.
تازه خبرونه
جاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اتهلسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.
په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ ز.کال لپاره نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي. ورته لېواله او وړ غوښتونکي کولی شي«په جاپان کې زدهکړې» له رسمي اوبپاڼې څخه اړوند لارښوونې او د غوښتنلیک فورمې ډانلوډ او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ ز.کال د مې تر پېنځهویشتمې پورې ورولېږي.
په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اتهلسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.
د جاپان سفارت ویلي، چې د آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلې آزموینې په آسانولو کې مرسته وکړي؛ خو د غوراوي په بهیر کې به هیڅ راز ښکېلتیا ونهلري.
یاد سفارت دا ټینګار هم کړی، چې غوراوی په خپلواکه توګه د جاپان سفارت او حکومت لهخوا، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو څرنګوالي او د لیکلې آزموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ؛ پرته له دې، چې مذهبي، ژبني یا قومي مخینې ته پاملرنه وشي، ترسره کېږي.
د جاپان سفارت غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې له درغلیو ځان وساتي او ډاډ څرګندوي، چې د غوښتنلیک په هیڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.
تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ
هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ24 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
تازه خبرونه3 hours agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
