تازه خبرونه
امریکا د داعش د مشر او د کابل پر هوايي ډګر د برید د عاملینو پر سر نغدي جایزه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د خراسانۍ څانګې د مشر ثناالله غفاري او د کابل پر هوایي ډګر د برید د عاملینو پر سر لس میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د خراسانۍ څانګې د مشر ثناالله غفاري د هویت د پېژندلو او یا د کابل په هوایي ډګر کې د اګسټ د ۲۶ د ځانمرګي بریدګر د نیولو یا محکومیت په اړه د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د نومبر پر ۲۲ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه اجرائیوي فرمان له مخې د داعش خراسانۍ څانګې مشر ثنا الله غفاري د نړیوال ځانګړي ترهګر په توګه ونوماوه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اګسټ د ۲۶ تروریستي برید په اړه، چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د امریکا د وتلو د عملیاتو پر مهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۵ کسان ووژل؛ د معلوماتو په بدل کې ۱۰ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.
پوځي کارپوه ثمر سادات ویلي؛ امریکا او متحدینو یې د دغو مجرمینو پر سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه ایښې ده. په داسې حال کې، چې ټول واک و ځواک یې درلود؛ بریالي نشول، چې دا کار وکړي. اوس ناشونې ښکاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د جایزې په اړه ویل شوي، چې که په هر هېواد کې دا کسان ونیول شي؛ معلومات ورکوونکي ته به دا جایزه ورکړ شي.
پوځي کارپوه سرور نیازي ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال د بریدګرو د یوې ډلې لخوا برید او بیا د هغو د نیولو لپاره د جایزې ټاکل د امریکا د پوځ د بې کفایتۍ او بې پروایۍ ښکاره ثبوت دی.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش شتون ردوي او وايي، چې دا هېواد اوس ورته خوندي ځای ندی او هیڅ ترهګره ډله نشي کولی، چې له افغان خاورې کومه هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا تېره میاشت د داعش خراسان ډلې پر یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو بندیزونه ولګول، چې په کې یو پانګوال هم د داعش افراطیانو او بهرنیو شریکانو ته د تمویل پر تور نیول شوی و.
تازه خبرونه
یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وایي، چې دغه چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.
یوناما د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي اووهلسمه ) په یوه پیغام کې ویلي، چې هرات ولایت د یو شمېر ښځو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه شوي او دا موضوع له نږدې څاري.
په دې پیغام کې راغلي: « یوناما په هرات کې د هغو ګڼو ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه لري، چې د حجاب د نهمراعتولو ادعا پرې شوې ده؛ دا موضوع د بشري حقونو جدي اندېښنې راولاړوي.»
د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ټینګار کړی، چې ټول وګړي د تګ راتګ له آزادۍ برخمن دي او ښځې او نرینه مساوي حق لري، چې د قانون پر وړاندې له برابر چلند څخه برخمن شي.
د یوناما دا څرګندونې په داسې وخت کې وړاندې کېږي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع اوس هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بحث له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله د ښځو د اساسي حقونو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
تر اوسه د یوناما د وروستیو څرګندونو په اړه د مسوولو افغان چارواکو کوم رسمي غبرګون نهدی خپور شوی.
تازه خبرونه
د شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبةالله آخوندزاده
د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د جهادي مدرسو له مسوولانو، استادانو، د دیني خپرونو د ارزونې له مسوولانو، د دارالایتامونو له مسوولانو او یو شمېر دیني عالمانو سره لیدلي او د زدهکړې، روزنې او د ټولنې په سمون کې یې د عالمانو پر رول ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.
هغه د دیني علومو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دیني زدهکړو له پراختیا او بیا راژوندي کولو سره د ټولنې سمون او د شریعت پلي کول شوني دي.
نوموړي د مدرسو له مسوولانو غوښتي، چې د زدهکړې، روزنې، د دیني باورونو پیاوړتیا او د زدهکوونکو فکري ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اغېزمنو زدهکړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کې مسوولان دې ته رابللي، چې په اداري، سیاسي، اقتصادي او پوځي چارو کې له بېغورۍ ډډه وکړي. هغه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د متقابل باور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
ایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.
د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روان اوبیز کال له پیل راپدېخوا تر اوسه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه له افغانستان څخه سیستان او بلوچستان ولایت ته رابهېدلې دي.
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له تر ټولو ډېر اورښت لرونکو پړاوونو څخه یو تجربه کوي؛ خو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د هغې هوکړې له مخې، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوې؛ ایران په عادي اوبیزو کلونو کې د ۸۵۰ میلیون مټرمکعبه اوبو د ترلاسه کولو حق لري.
فارس خبري آژانس زیاته کړې؛ د سیستان او بلوچستان اوبیزو زیرمو ته د ورغلو اوبو کچه د وري له دوهویشتمې څخه د غبرګولي تر نهمې پورې دوه برابره شوې ده.
د هلمند د حقآبې موضوع تل د کابل او تهران ترمنځ د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وه او ایراني چارواکو څو ځله له افغانستان څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په مقابل کې د اسلامي امارت چارواکو بیا-بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هوکړې پلي کولو او ایران ته د حقآبې ورکړې ته ژمن دی؛ خو د اوبو خوشې کول باید د اقلیمي شرایطو، وچکالۍ او شته اوبیزو سرچینو له وضعیت سره سم ترسره شي.
-
نړۍ4 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
تازه خبرونه5 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
-
لوبی4 days agoپه سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران او امریکا کړکېچ بیا پراخ شو؛ نوي بریدونه او د خبرو اترو ټکنی حالت
-
تازه خبرونه18 hours agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې خپلې بشري، پراختیايي او سیاسي هڅې روانې ساتو- قطر
