تازه خبرونه

ایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول

د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران روانه جګړه د سیمهییزو قدرتونو له‌خوا د جګړې او نامستقیمو خبرو یو نوي پړاو ته دننه شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.

خلیلزاد زیاته کړې: د امریکا ولسمشر پر ښکاره هوکړه کړې، چې د سبا(سې‌شنبې) ګواښ ګڼل شوی تاوتریخوالی به وځنډوي؛ خو اصلي ننګونه اوس هم دا ده، چې ایران جګړې ته پر نه‌ستنېدا ټینګار کوي.

امریکا ویلي، چې د وروستۍ هوکړې نه ترلاسه کېدا به ټولو لوریو ته د جګړې د بېرته پیلولو اختیار خوندي وساتي.

خلیل‌زاد ټینګار کړی، چې «که خبرې د دوه اړخیز رضایت په ترلاسه کېدا پای ته ورسېږي؛ نو د تاوتریخوالي درېدا یوه عادي خبره ده.»

خلیلزاد ویلي؛ یوه شونې حل‌لار دا هم کېدی شي، چې د خبرو له پای ته رسېدا مخکې جګړې ته د بېرته نه ستنېدا ژمنه وشي.

ایران له دې مخکې داسې اندېښنه څرګنده کړې وه؛ امریکا پرې په داسې وخت کې برید وکړ، چې خبرې روانې وې.

Trending

Exit mobile version