Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ایران د ایټالوي خبریالې سیسیلیا سالا نیول تائید کړل

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۹کلنه سالا، چې د Il Foglio ورځپاڼې او د پاډکسټ شرکت Media Chora چورا میډیا لپاره کار کوي؛ د دسمبر پر نولسمه په تهران کې ونیول شوه.

خپور شوی

د

د ایران رسمي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران د ” اسلامي جمهوریت له قوانینو څخه د سرغړونې” پر تور ایټالوي خبریاله سیسیلیا سالا نیول تائید کړل.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۲۹کلنه سالا، چې د Il Foglio ورځپاڼې او د پاډکسټ شرکت Media Chora چورا میډیا لپاره کار کوي؛ د دسمبر پر نولسمه په تهران کې ونیول شوه.

رویټرز راپور ورکړی: د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انټونیو ټاجاني د شنبې پر ورځ له دې خبرې ډډه وکړه، چې آیا دا قضیه د امریکا په غوښتنه په ایټالیا کې د یو ایراني له نیول کیدو سره تړاو لري؛ له څه ویلو ډډه کړې.

ټاجاني ویلي، د ایټالوي خبریالې قضیه په ایران کې “پیچلې” ده؛ خو روم هیله لري، چې سالا ژر تر ژره کور ته راستنه کړي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: « ایټالوي تبعه سیسیلیا سالا د ډسمبر پر دیارلسمه د خبریالې له ویزې سره ایران ته سفر وکړ او د ډسمبر پر نولسمه د اسلامی جمهوریت له قوانینو څخه د سرغړونې پر تور ونیول شوه.

چورا میډیا ویلي، چې سالا د ډسمبر پر دولسمه د روم د خبریالۍ له یوې معتبرې ویزې سره ایران ته تللې وه او څو مرکې یې کړې وې او د هغې د “کیسو” پاډکسټ درې برخې یې چمتو کړې وې. هغه ټاکل شوې وه، چې د ډسمبر پر شلمه بېرته روم ته ستنه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ سالا له خپلې کورنۍ سره په ټیلیفوني اړیکه کې وه او په تهران کې د ایټالیا سفارت ته د هغې د توقیف خبر ورکړ شوی و.

په دې راپور کې راغلي؛ په وروستیو کلونو کې د ایران امنیتي ځواکونو لسګونه بهرنیان او دوه ګونی اتباع نیولي، چې ډېري یې د جاسوسۍ او امنیت پر تور نیول شوي دي.

د بشري حقونو ډلو پر ایران تور پورې کړی، چې هڅه کوي د دغه راز نیونو له لارې له نورو هېوادونو امتیازات واخلي. ایران د ډیپلوماټیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د بندیانو نیول ردوي.

سیمه ییز خبرونه

پر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

Published

on

سعودي پر ایران پلوه یمني حوثي غورځنګ تور لګولی، چې د مکې پر لور یې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید هڅه کړې او دغه سپېڅلی ښار یې« سره کرښه» بللی؛ خو حوثیانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

د راپور شوي پېښې په غبرګون کې د څو هېوادونو او د اسلامي همکاریو ټولنې له‌خوا غندنې شوې دي. دې ټولنې ویلي، پر سپېڅلو ځایونو د برید هره هڅه د دغو ځایونو له حرمت څخه سرغړونه ده.

د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي ویلي، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د مکې د پر نښه کولو لپاره د حوثیانو دوه‌یمه ادعا شوې هڅه ده. په ۲۰۱۷ز. کال کې هم د مکې پر لور بالسټیک توغندی توغول شوی و.

دا پېښه په  داسې وخت کې رامنخته کیږي، چې سعودي په سیمه کې د پراخې جګړې له کبله له بیاځلي امنیتي فشارونو سره مخ دی. د راپور له مخې، حوثیانو پر سعودي تاسیساتو او په سره بحیره کې پر بېړیو هم بریدونه کړي دي.

سعودي د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې ترکیه او پاکستان

له ترکیې او پاکستان سره د سعودي اعلان شوې دفاعي همکاري د دې راپور شوې پېښې په غبرګون کې نه‌ده فعاله شوې.

د ترکیې او پاکستان چارواکو اسوشیټېډ پرس ته ویلي، ریاض تر اوسه د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې.

یوه ترکي چارواکي ویلي، د دې ائتلاف د عملي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره اوس هم ځینې چارې باید بشپړې شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د راپور شوي برید غندنه کړې او وایي، پاکستان او سعودي« اوږه پر اوږه» ولاړ دي.

د سعودي یوه جنګي الوتکه مو نسکوره کړې حوثیان

حوثیانو ادعا کړې، چې د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف یوه «اف-۱۵» جنګي الوتکه یې د یمن د مرکزي مآرب ولایت په فضا کې نسکوره کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند برید جنرال یحیی سریع د ادعا شوې پېښې د وخت په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي. اسوشیټېډ پرس ویلي، چې په خپلواکه توګه یې د دغې ادعا د کره‌والي پخلی نه‌دی کړی.

امریکايي چارواکو ویلي، واشنګټن اوس‌مهال نه‌غواړي په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ حوثیانو څرګنده کړې، چې نه‌غواړي له امریکا سره جګړه وکړي. د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم ویلي، واشنګټن له سعودي او حوثیانو دواړو سره اړیکې لري.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته تللی او تمه ده، چې په خبرو کې به د سیمې جګړه او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ هم تر بحث لاندې راشي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

عربي هېوادونو له ایران سره غونډه لغوه کړه؛ حوثیانو بیا پر سعودي عربستان برید وکړ

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

Published

on

د خلیج عربي هېوادونو هغه غونډه له ایران سره لغوه کړې، چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه ترسره شي او هم‌مهاله د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان نوی برید کړی دی. دا نښتې د دې لامل شوي، چې د منځني ختیځ جګړه نورو سیمو ته وغځیږي او د نړۍ د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې شي.

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د الوتکو تمځایونه، رادارونه، د هوايي ډګر د الوتنو پټلۍ او د مهماتو زېرمې یې پر نښه کړي دي.

حوثیانو ویلي، دا برید په وروستیو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي عربستان د سلګونو هوايي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

سعودي چارواکو هم ویلي، چې په خمیس مشیط او درې نورو جنوبي ښارونو کې د لنډ مهال لپاره امنیتي خبرداري ورکړ شوی دی. دغه سیمې مخکې هم د حوثیانو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.

حوثیانو تېره اوونۍ په یمن کې خپل بریدونه او پرمختګونه چټک کړل او د جمعې پر ورځ یې د سره سمندرګي په خوله کې یو مهم ټاپو هم ونیولی و.

دغه راز پر همدې ورځ په یوه بل برید کې د سعودي عربستان هغه د تېلو نل‌لیکه زیانمنه او له کاره لوېدلې، چې تېل د هېواد له ختیځ څخه لویدیځ ته لېږدوي. دغه نل‌لیکه د تېلو د لېږد لپاره ډېره مهمه ده. سعودي عربستان ایران د خپلو سیمه‌ییزو ملاتړو ډلو له لارې د دې برید مسوول بولي.

د تېلو بیې لوړې شوې

د دوشنبې پر ورځ د تېلو بازارونو له پرانیستل کېدو وروسته د اومو تېلو بیې له درې سلنې ډېرې لوړې شوې.

سوداګر وايي، که د سعودي عربستان د تېلو نل‌لیکه په څو ورځو کې بېرته فعاله نه‌شي، ښايي د نړۍ د تېلو شاوخوا څلور سلنه عرضه له بازار څخه ووځي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د نل‌لیکې ځینې برخې د اورلګېدنې له کبله زیانمنې شوې دي.

سعودي عربستان تر دې دمه نه‌دي ویلي، چې د نل‌لیکې رغول او بېرته فعالول به څومره وخت ونیسي.

ټاکل شوې وه، چې عمان د دوشنبې پر ورځ د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي. د دې غونډې موخه د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا په اړه خبرې اترې وې؛ دغه تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره د هڅو له کبله دغه غونډه ځنډول شوې ده. ایران ویلي، چې د غونډې د ځنډ غوښتنه سعودي عربستان کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی

د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.

Published

on

د بېړیو د څارنې لومړني معلومات ښيي، چې د روانې اوونۍ په پای کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.

دغه راز یوه بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدا پر مهال د ناڅرګند توغندیز برید سره مخ شوې ده.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، چې تر اوسه د بېړۍ د عملې وضعیت، د اوښتو زیانونو کچه او د دې پېښې احتمالي پایلې نه‌دي معلومې.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو څخه دی.

د ایران د جګړې له پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې او د نړۍ د اومه تېلو او مایع ګاز د ورځنۍ عرضې شاوخوا ۲۰ سلنه له همدې لارې لېږدېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!