تازه خبرونه
ایران د هلمند سیند په اوبو کې پخپل حق یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان تېره ورځ ناوخته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره یو ځل بیا په هلمند سیند کې د ایران د ابو پر حق تیلیفوني ټینګار څرګند کړ او وایي، چې افغانستان ته د ایراني پلاوي وروستی سفر به له افغانستان سره مرسته وکړي، چې د ۱۳۵۱ لمریز هجري کال د اوبو هوکړه رڼه پلې شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې حسین امیر عبداللهیان د افغانانو حضور ته په نغوته کې ویلي، چې تهران د افغانستان د ثبات او هوساینې لپاره د ټولو خواوو پر همکارۍ ټینګار کوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د کابل او تهران اړیکې نږدې او له ورورۍ ډکې یادې کړې او حسین امیرعبداللهیان ته یې کابل ته د راتګ بلنه ورکړه.
همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال څرګنده کړې، چې د دې بنسټ چارسمبالي امیرخان متقي د جواد کریمی قدوسی پر مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت د استازو مجلس له ٧ کسیز پلاوي سره وکتل.
حافظ ضیا احمد زیاته کړې؛ په دغه کتنه کې د امنیت، نشهيي توکو پر ضد د مبارزې، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه بښپړې خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په دغه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې داعش له منځه ویسي او سرتاسري امنیت نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو په ګټه دی.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اغېزمن ګامونه پورته کړي او د کوکنارو کښت نیږدې صفر ته راکښته شوی دی.
د بهرنیو چارو چارسمبالي ویلي، چې د ګاونډ هېوادونو په ګډون د سیمې له هېوادونو سره سوداګري او ترانزیت روان دی او افغانستان اوسمهال د هېوادونو تر منځ د اتصال پر مرکز بدلیدونکی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ایران د استازو مجلس غړیو په دغه ناسته کې ویلي، چې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت، غیر مجاز خلکو د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي او د حل لار ورته ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د یوې ویدیو له خپرولو سره څرګنده کړې او لیکي، چې د شنبې پر ورځ ( د وږي ۴ ) د ایران یوه تخنیکي او مسلکي پلاوي د کجکي او کمال خان بندونو ته له نږدې سیمو لیدنه کړې او منلې یې ده، چې د دغو بندونو په لاندېنیو سیمو کې اوبه نهشته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
تازه خبرونه
افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سېشنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .
ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
دوحه نیوز په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي؛ هغه راپورونه، چې قطر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه کړې؛ ناسمه ده.
په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې په اړه د خبرو اترو د آسانتیا لپاره پرانستل شو او بیا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اصلي ځای او په کې د دوحې تړون لاسلیک شو.
د یادونې ده، چې دمګړۍ په کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت اړوند چارې ترسره کیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه2 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
