Connect with us

تازه خبرونه

ایران غواړي د افغانستان له لارې له چین سره ونښلول شي – ملابرادر

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر پر مهال تېره ورځ د یاد هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحيدي سره وکتل.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: دغه لیدنه ، چې د ایران په کورنیو چارو وزارت کې ترسره شوې؛ ملا عبدالغني برادر د خپل مل پلاوي پر استازیتوب د ایران له همکاریو مننه وکړه او وایي؛ نن ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه دوست هېوادونه په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ځکه یو باثباته او پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د دغه لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو سپکو جرمونو پر تور نیول شوي افغان بندیان خوشي او نور افغان حکومت ته وسپاري. دغه بندیان به د بند پاتې وخت د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅه کوي، چې افغانان په خپل هېواد کې با عزته ژوند ولري او د خپلو هیوادوالو د خدمت جوګه شي.

دغه راز ملا برادر له مخدره توکو سره مبارزه د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب وباله او وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر ته راټیټ شوی دی.

همدارنګه د دغه لیدنې پر مهال د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دا ډاډ هم څرګند کړ؛ نن تر ټولو ښه فرصت برابر شوی، چې ایران او افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه ګټه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ایران کې د افغان کډوالو میشت کېدل د ایران لپاره یو ښه کاري فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د افغان کډوالو د نور ښه انسجام او د هغو ستونزو ته د رسېدو لپاره به د دواړو هېوادونو له لوري یو مشترکه کمیته جوړه شي.

وحيدي د خپلو خبرو په پر مهال ویلي؛د سرحداتو پیاوړتیا،د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ بازار، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د سرحدي پوستو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا او په سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د وګړیو د ژوند ښه‌والی د ایران لومړیتوب دی.

دغه راز نوموړي له چابهار څخه تر نیمروز، هلمند او کندهار پورې د اوسپنې‌پټلۍ پر جوړېدو، افغان محصلینو ته د زده‌کړو د ښه فرصت پر ایجاد، د افغانستان له لارې له چین سره د ایران او د افغانستان له لارې ازبکستان د ایران په واسطه له عمان بحيرې سره نښلول هغه موضوعات ول، چې په دغه غونډه کې پرې بحث وشو.

ویل کیږي، چې ایراني لوري د افغانستان له لارې له چین سره پر نښلېدا ټینګار وکړ او دواړو لوریو پرې د کار ګړندي کولو ډاډ څرګند کړ.

همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ایران کې د ایراني چارواکو سره د لیدنې په لړ کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره هم لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو د مدیریت، په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکاریو، پانګونې، د اوبولګولو له پرمختللیو سیستمونو څخه استفادې او له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو زیاتوالي بحث او خبرې کړې دي.

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.

Published

on

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي آدم بولر ګواښ کړی، چې که په افغانستان کې بندي امریکایان خوشې نشي؛ نو دا هېواد به د وینزویلا یا ایران له برخلیک سره مخ شي.

بولر، چې دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی او له دې مخکې یې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو د خوشې کېدا په برخه کې بریالۍ هڅې کړي؛ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي: « امریکا به نور دا ونه زغمي، چې کوم هېواد دې زمونږ وګړي یرغمل کړي. افغانستان دا مهال درې بې‌ګناه امریکايي وګړي په بند کې ساتلي دي».

هغه اسلامي امارت ته په نغوته کې ویلي: «اوس هغه وخت رارسېدلی، چې هغوی خوشې شي. که نه؛ نو ښايي د ونزویلا یا ایران له برخلیک سره به مخ شئ».

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ایکس پاڼه کې د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتنه کړې، چې یرغمل شوي امریکايي وګړي خوشې کړي.

مارکو روبیو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې امریکايي وګړي په ناحقه توګه د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره ساتي.

مارکو روبیو زیاته کړې: د افغانستان واکمن د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي؛ خو د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې به دا تګلاره بریالۍ نشي.

د افغانستان اوسنی دولت باید ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول هغه امریکایان، چې په افغانستان کې په ناحقه بنديان دي؛ ژر تر ژره خوشې کړي.

رویټرز خبري سرچینې د دوه بلدو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امریکا د پاول اوربي د پاتې شونو د بېرته راستنولو هڅه هم کوي؛ یو لیکوال، چې وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې لیدل شوی و.

اسلامي امارت له دې مخکې له خبرو وروسته څو امریکایي بندیان خوشې کړي؛ خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني مشر حبیبي نیول رد کړي او د هرې ستونزې حل خبرې او ډیپلوماسي بولي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري – امریکا

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

Published

on

امریکایي چارواکو څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت « سختو دریځونو» او له لومړنیو حقونو څخه د ښځو بې برخې کولو ته پر پوره پاملرنه باید افغانستان ته نړیوالې مرستې وارزول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

والټز د دې ترڅنګ، چې افغانستان د «بشري ناورین» شاهد بولي؛ خو وایي: «د طالبانو (امارت اسلامي) د سختو دریځونو له کبله مونږ باید په افغانستان کې د مرستو او نړیوالې همکارۍ ګټه پر پوره پاملرنه وارزوو.»

هغه زیاته کړې: «دا شورا باید هغه پیسې، چې مونږ په ګډه د دې ماموریت د بودجې لپاره برابروو؛ پر پوره پاملرنه وارزوي. په داسې حال کې، چې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکې حتا دفتر ته د کار لپاره د تلو اجازه هم نلري.»

اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د ښځو په اړه دریځ یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ یو هېواد دی.

دې پروګرام زیاته کړې:  له ۱۷ میلیون څخه ډېر افغانان، چې د وګړو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي؛ د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې ۴.۷ میلیون یې له بشپړې لوږې سره مخ شوي.

د یوناما چارسمبالې( سرپرستې) جورجیټ ګاکنون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې افغانستان «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې هېواد کې د بودجې د کمېدا له کبله بشري ناورین نور هم مخ پر خرابېدا دی.

هغې زیاته کړې؛ بشري بنسټونه غواړي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو د غوښتنې له لارې ۱۷.۵ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه دا پیسې برابرې شوې دي.

جورجیټ ګاګنون ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې دوه اوونیزو نښتو «درانده بشري او اقتصادي لګښتونه» درلودلي او د ایران جګړې هم د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.

هغې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له‌خوا ځینې مثبت بدلونونه هم لیدل شوي؛ لکه د کوکنارو د کرکېلې بندیز، چې د نړیوال تعامل څرګندونه کوي.

دغه راز دا خبرداری هم ورکوي، چې که بشري حقونو او بشري ستونزو ته رسېدنه و نشي؛ افغانستان ښايي «یو ځل بیا د کډوالۍ، تروریزم، نشه‌يي توکو او نورو لاملونو له کبله د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل شي.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!