Connect with us

تازه خبرونه

ایران په روان کال کې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ بندیان اعدام کړي

هه‌نګاو په خپل راپور کې د افغانستان د اعدام شویو کسانو د هویت او د هغوی د جرمونو په اړه څه ندي ویلي.

خپور شوی

د

د بشري حقونو بنسټ«هه‌نگاو» راپور ورکړی، چې ایران د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۹۰۶ بندیان اعدام کړي، چې ۵۹ یې افغانان دي.

هه‌نګاو په خپل راپور کې د افغانستان د اعدام شویو کسانو د هویت او د هغوی د جرمونو په اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان وګړي په ایران کې تر ډېره د مخدرو توکو د قاچاق او قصدي وژنو پر تور بندیانېږي او یا هم اعدامېږي.

 د بشري حقونو بنسټ «هه‌نګاو» دا هم ويلي؛ یوازې له اګست راپدېخوا د ایران په زندانونو کې پر لږ تر لږه ۱۵۲ بندیانو د اعدام حکم عملي شوی، چې ۸ کسان په کې افغانان دي.

ایران په نړۍ کې د اعدام تر ټولو لوړه کچه لري او د دې اعدامونو یوه لویه برخه له مخدرو توکو سره  اړوند جرمونه دي.

د بشري حقونو هڅاند(فعالان) وایي؛ ډېری بهرني وګړي، چې پدې تړاو نیول کیږي د فقر، بې‌کارۍ او ناامنه مهاجرت قربانیان دي.

یو شمېر کارپوهانو ټینګار کړی؛ اسلامي امارت مسوولیت لري، په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو له وضعیت څارنه وکړي او د افغانستان د وګړو په ځانګړي توګه په ایران کې د اعدام مخه ونیسي.

د اسلامي امارت چارواکو له ایران څخه غوښتنه کړې، چې پر اعدام محکومو مجرمانو لپاره بدیل مجازات په پام کې ونیسي.

د بشري حقونو بنسټونه، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي؛ راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د افغان بندیانو د اعدام کچه لوړه کړې ده.

د ایران د بشري حقونو بنسټ په خپل کلني راپور کې لیکلي، چې ایران تېر کال لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!