Connect with us

تازه خبرونه

ایران ۱۰۱ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

خپور شوی

د

ایران د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۱ ) ۱۰۱ افغانان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل، چې په دې ګاونډ هېواد کې پر بند محکوم ول.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د روان ١٤٠٢ لمریز لېږدیز  کال د غبرګولي پر ٢١ نېټه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه د حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست او د زندانونو د عمومي مسوول د هلو ځلو په پایله کې له ایران سره د شوي توافق له مخې د بندیانو د انتقال په لړ کې یو ځل بیا ١٠٠ افغان بندیان د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لاري افغان حکومت ته وسپارل شول.

د ایران د عدلیې په وزارت کې د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان د یکشنبې پر ورځ د دغو بندیانو سپارل تائید کړل او څرګندوي، چې دغه کسان د نیمروز په پوله کې د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول، چې په افغانستان کې د بند پاتې وخت تیر کړي.

جلاليان ويلي؛ د سپارلو چارې د عدلیې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د محبسونو ادارې پر همکارۍ د عدلیې په وزارت کې د بندیانو د لیږد د کمیتې پر ګډو هڅو ترسره شوې. د دې ترڅنګ د دې بهیر د اسانتیا لپاره د ایران او طالبانو( اسلامي امارت) ترمنځ دیپلوماتیکې او حقوقي مشورې هم ترسره شوې. دي.

تېر کال ټولټال ۸۰۰ افغانان د ایران په زندانونو کې بنديان ول، چې په افغانستان کې د بند پاتې وخت د پوره کولو لپاره اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی؛ خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې کابل مېشتو سفیرانو ، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د ګډ روژه‌ ماتي پر مهال له ځمکني بشپړتیا د دفاع او د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل د وینا پر مهال ویلي: درنو سفیرانو او ډیپلوماټانو! ټولو اسلامي هېوادونو ته د جګړې غځېدا خواشیني کړي یوو او غواړو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم “پر ډېره بې رحمۍ” افغان کډوال ایستلي، سوداګریزې لارې یې بندې کړي، د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړی او په نړیوالو غونډو کې یې د افغانستان پر ضد پروپاګند پیل کړی دی.

امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان پوځیانو پر افغانستان جګړه تپلې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. زمونږ دفاعي برید د تېري ځواب دی، چې په کې یوازې پوځیان پرنښه شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د  بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه  له امنیتي خطرونو سره مخ کړې، چې د ستونزو د حل یوازنۍ لار خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې دي.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني.

نوموړي ویلي: هیله ده، چې د تحمیلي جګړو پرځای د ولسونو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

Published

on

ټاکل شوې، چې نن( دوشنبه د کب اته‌لسمه ) د ملګرو ملتونوامنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره کړي.

له دې غونډې مخکې به پاناما د ښځو، سولې او امنیت د ملاتړو هېوادونو پر استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړي.

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د یوناما چارسمبالې(سرپرسته) ګاګنون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغانستان د وروستیو تپل شویو نښتو( د فبروري له شپږویشتمې څخه د مارچ تر پېنځمې پورې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي) له کبله د ملکي وګړو مرګ‌ او ژوبله، بې‌ځایه کېدا او زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.

بشري وضعیت اوس هم اندېښمنوونکی دی او د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیون وګړو څخه نږدې نیمایي یې مرستو ته اړتیا لري.

تمه ده، چې د شورا غړي به د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ملکي زیربناوو د ساتنې او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړي.

همداراز به بحثونه د یوناما د ماموریت د غځولو پر موضوع هم راوڅرخیږي؛ ځکه، چې د دې ماموریت وخت د مارچ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.

د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.

هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!