نړۍ
بایډن امریکا ته د روسیې د تیلو او ګازو پر واردولو بندیز ولګاوه

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې پر ورځ پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې د روسیې د تېلو او ګازو پر وارداتو بندیز ولګاوه؛ که څه هم ورسره نرخونه لوړ هم شول.
رویټرز راپور ورکړی، چې بایډن په خپله ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې: مونږ د روسیې د تېلو او ګازو ټول واردات منع او اقتصادي شیریان یې پرې کوو.
بایډن ژمنه کړې، چې امریکایي عسکر به اوکراین ته د جګړې لپاره نه ځي؛ خو نوموړي د اوکراین د خلکو لپاره نه یوازې د امریکا د ملاتړ غوښتنه وکړه، بلکې د اوکراینیانو د بري غږ یې هم پورته کړ.
بایډن له وینا وروسته د بندیز په اړه خپل اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، بندیز سمدلاسه پلي کیږي؛ خو پیرودونکيو ته ۴۵ ورځې وخت ورکوي، چې شته تړونونه پای ته ورسوي.
بایډن ویلي، چې د امریکا او د متحدینو بندیزونه د روسیې اقتصاد زیانمن کړی او دا ژمنه یې هم وکړه، چې د جګړې د مخنیوي لپاره پر مسکو فشارونه او بندیزونه؛ ځکه روان ساتي، چې له ۲ میلیون ډېر خلک یې له هېواده تېښتې ته اړ کړي دي.
د یادونې ده، چې بایډن د اوکراین لپاره د ۱۲ میلیارډو ډالرو مرستې د تصویبولو غوښتنه هم کړې ده.
نړۍ
په ۲۰۲۵ ز. کال کې د امریکا او چین د جګړې شونتیا ډېره ده ـ امریکایي جنرال

د ۱۱۰ زره سرتېرو د یو امریکایي جنرال د یوه یادښت له مخې امریکا به په راتلونکیو دوه کلونو کې له چین سره جګړې ته ورودانګي.
دغه امریکايي څلور ستوریز جنرال، چې د هوايي څانګې مسوول دی او د الوتکو د تېلو څارنه کوي؛ په خپل یوه یادښت کې تر خپلې قومندې لاندې ۱۱۰ زره پوځیانو ته خبرداری ورکوي، چې امریکا به په راتلونکیو دوه کلونو کې له چین سره جګړې ته ولاړه شي.
دا یادښت لومړی په ټولنیزو رسنیو کې خپور او بیا د پنتاګون لخوا تائید شو، چې بنسټیزه موخه یې د جګړې مخنیوی او د اړتیا په صورت کې د چین ماتول دي.
د دغه امریکايي جنرال د استدلال پر بنسټ، امریکا او تایوان په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي، چې په کې د واشنګتن د چارواکو د وېشلو شونتیا هم لیدل کیږي او په پایله کې به یې چین ته دا فرصت رامنځته شي، چې پوځي هڅې وکړي او تایوان له خپلې خاورې سره بېرته ونښلوي.
چينايي چارواکو تل د امريکا او تايوان د اړيکو نږدیوالی په ځانګړي توګه د دواړو خواوو ترمنځ پراخې پوځي همکارۍ پاروونکې او د دوی د ملي امنيت پر ضد ګڼلي.
تايوان ۲۴ میليون وګړي لري او د بیجنګ د څرګندونو له مخې د چين يوه برخه ده، چې له ۱۹۴۹ ز. کال راپدیخوا له خپلې اصلي ځمکې څخه بېل شوی دی.
د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په تېرو کلونو کې د بېلا بېلو مسايلو لکه تايوان، جنوبي چين سمندرګي، شمالي کوريا او اقتصادي مسايلو له کبله ترينګلې پاتې دي؛ خو تایوان ته د امريکا د ولسي جرګې د ریيسې نانسي پلوسي له سفر وروسته د دواړو هېودونو ترمنځ لفظي او ديپلوماتيکه ترينګلتيا په بې ساري توګه زياته شوې ده.
نړۍ
د پېښور په جومات کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۸۷ کسانو ته ورسېد

رویترز راپور ورکړی، چې د پېښور په یوه جومات کې له ځانمرګه بریده د مړو شمېره ۸۷ ته لوړه شوې ده.
دا برید د پېښور ښار په شمال لویدیځه سیمه کې رامنځته شوی، چې د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګو دفترونه یې له نږدې څاري.
د رویترز د څرګندونو له مخې، بریدګر هغه وخت ځانته چاودنه ورکړه، چې په سلګونو لمونځ کوونکي د ماسپښین د لمانځه د ادا کولو لپاره ودرېدل.
په دې برید کې ډېرو پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د روغتون مشر محمد عاصم ویلي، ۸۷ کسان وژل شوي او د ۵۷ ټپیانو درملنه روانه ده، چې د ۷ کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نده اخيستې.
تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغې چاودنې مسوولیت رد کړی دی.
نړۍ
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي

د پاکستان په شمال لویدیځ ښار پېښور کې د دوشنبې پر ورځ په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، ډېرى ټپيان پوليس دي، چې د ماسپښين د لمانځه لپاره راغلي وه.
دپولیسو د څرګندونو له مخې؛ د چاودنې پر مهال په جومات کې شاوخوا ۲۶۰ کسانو لمونځ کاوه.
يوه عيني شاهد ځايي خبري چينل جيو تلويزيون ته ويلي، چاودنه د لمانځه پرمهال رامنځته شوې؛ يوه دوه پوړيزه ودانۍ نړېدلې؛ خو د چاودنې پر مهال له جوماته بهر و.
د پېښور د ليدي ريدنګ روغتون وياند محمد عاصم ويلي: په چاودنه کې ۱۹ کسان مړه او ۹۰ نور ټپيان شوي، چجې د ډېرو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پولیسو په وینا، ډېري لمونځ کوونکي تر ویجاړیو لاندې دي.
د پوليسو يوه چارواکي سکندر خان ويلي: د ودانۍ يوه برخه نړېدلې او څو کسان تر لاندې شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې خوارځواکي لوړې کچې ته رسېدلې – د خواړو نړیوال پروګرام
-
نړۍ2 days ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
تازه خبرونه3 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
سوداگري4 days ago
په افغانستان کې د عوایدو راټولول ښه شوي ـ نړیوال بانک
-
نړۍ3 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د سږني ژمي په طبیعي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي