تازه خبرونه
ترهګر د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره کاروي ـ پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت غوښتي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو سیمو امنیت خوندي کړي او د پاکستان ضد سخت دریځو ډلو پر خلاف ګامونه پورته کړي.
پاکستان له افغانستان څخه غوښتي؛ په خپله خاوره کې دې د هغو سخت دریځو ډلو مخه ونیسي او د هغو ډلو پر وړاندې، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې وسلوالې هڅې ترسره کوي ډاډمنې کړنې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې اسلام آباد د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی لري او چمتو دی، چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره له نږدې کار وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ سخت دریځې ډلو له افغانستان څخه په پاکستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کوي: له افغانستان سره پر پوله د پاکستان پر ضد ترهګريز فعاليتونه زيات او زمونږ امنيتي ځواکونه په نښه شوي دي. مونږ په وار وار له افغان حکومت څخه د پولې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې، چې ترهګر ونشي کولی له افغانستان څخه پر پاکستان خوندي بريدونه وکړي. له بده مرغه ترهګرې ډلې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون پر سرحدي پوستو بریدونو ته دوام ورکوي.
د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي: د ملي دفاع وزارت مشرتابه څو ځلې ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. پدې معنا، چې زمونږ ټوله خاوره زمونږ تر واک لاندې ده. مونږ د افغانستان د خلکو پر وړاندې بې پروا نه یو او هیڅ ډلې او هېواد ته به د تخریبي او وسلوالو هڅو اجازه ورنکړو. مونږ تل هغه څه ته ژمن یو، چې د دفاع وزارت مشرتابه یې ژمنه کړې او په دې اړه مونږ د پاکستان ټولې ادعاوې ردوو.
په افغانستان کې د پاکستان پرونیو بریدونو نړیوال او کورني غبرګونونه را پارولي دي؛ د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. او شوي بریدونه یې وغندل.
اسلامي امارت اسلام آباد ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې خپل پوځي عملیات ودروي.
د تېر حکومت یو شمېر پخوانیو څېرو هم پر افغانستان د پاکستان برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه نومولې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ډیبرا لینز هم په یوه بیان کې د پاکستان پر کړنو اندېښنه څرګنده کړې او ډاډ څرګندوي، چې له پېښې د رامنځته شویو ځاني زیانونو څېړنه کوي.
د بښنې نړیوالې ټولنې او د کډوالو چارو ادارې هم دغه بریدونه غندلي دي.
په تېرو کلونو کې افغان دولت پر پاکستان تورونه لګول، چې د دولت وسلوالو مخالفانو ته یې ځای ورکړی او دا مخالفان د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې په افغانستان کې بریدونه تنظیموي؛ خو اوس پاکستان دا ډول تورونه پر افغانستان لګوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د پاکستان ضد عناصرو مخه ونیسي.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
تازه خبرونه
افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناهغوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.
د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.
تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناهغوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.
د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”
دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.
د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”
د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.
دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”
دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
