نړۍ
حزب الله او اسرائیلو اعلان شوی اوربند ومانه
نوموړي زیاته کړې: په راتلونکیو ۶۰ ورځو کې به د اسرائیلو پوځ پر تدریجي بڼه ووځي، اسرائیلي ملکي وګړي به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او د لبنان پوځ به د خپلې خاورې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې پر ځايي وخت د سېشنبې پر ورځ (د لیندۍ شپږمه) له سپینې ماڼۍ څخه خبریالانو ته په وینا کې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه تائید کړه او څرګندوي: نن زه د منځني ختیځ څخه ښه خبر لرم. ما د لبنان او اسرائیلو له لومړي وزیرانو سره خبرې کړې او په دې خوښ یم، چې دوی د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د ویجاړونکې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.
د امریکا ولسمشر ویلي: دا تړون د تل لپاره د شخړو د ختمولو لپاره ډیزاین شوی او په سیمهییز وخت د چارشنبې له سهاره به عملي شي.
نوموړي زیاته کړې: په راتلونکیو ۶۰ ورځو کې به د اسرائیلو پوځ پر تدریجي بڼه ووځي، اسرائیلي ملکي وګړي به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او د لبنان پوځ به د خپلې خاورې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
بایډن ادعا کړئ، چې: دا تړون په بشپړ ډول پلي شوی او مونږ به له فرانسې سره په ګډه د دې تړون په پلي کېدا کې مرسته وکړو. د لبنان په جنوب کې به امریکايي ځواکونه ځای پر ځای نشي. که حزب الله له تړون څخه سرغړونه وکړي؛ اسرائیل حق لري، چې له ځانه دفاع وکړي.
امریکايي ولسمشر همداراز ویلي: حماس هم یوازې یو غوراوی لري، چې یرغمل شوي بندیان په ځانګړي توګه امریکایان خوشې کړي.
د بایډن له وینا مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په سیمهییز وخت د سېشنبې پر ورځ په ایټالیا کې د G7 بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ: مونږ په لبنان کې د اوربند هوکړې په وروستي پړاو کې یوو. په لبنان کې د اوربند هوکړې ته رسیدل د امریکا او زمونږ د ملګرو لکه فرانسې د ژورو ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: زه باور لرم، چې په سیمه کې د تاوتریخوالی له کمولو سره د غزې جګړه پای ته رسولی شي. د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند خبرې په وروستي پړاو کې دي او دا اوربند به د غزې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
هغه د حماس پر وړاندې د واشنګټن د ادعاوو له تکرارولو سره ویلي: حماس د خپل ځان د ملاتړ لپاره د څو محاذونو پر پرانیستلو تکیه کړې؛ خو په لبنان کې اوربند به یې له ملاتړه محروم کړي. له جګړې وروسته باید داسې پلان جوړ شي، چې د غزې خلک له حماس پرته ژوند وکړي.
هغه ټینګار کړی: مونږ ګورو، چې هره ورځ د لبنان او اسرائیلو ترمنځ پر دواړو خواوو راکټونه ویشتل کیږي، چې دا د چټک اوربند اهمیت څرګندوي. د لبنان او اسرائیلو تر منځ باید اوربند رامنځته شي، چې شخړه د پراخې سیمهییزې جګړې پر لوري ونهغځیږي.
بلینکن وایي: مونږ ژمن یو، چې د ټرمپ له ادارې سره د غزې د اوربند او نورو مسلو په اړه کار وکړو.
ویل کیږي، چې؛ د اوربند له پیلېدو وروسته په سیمه کې د جګړو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي او تر راتلونکیو ۶۰ ورځو یا دوه میاشتو پورې به د لبنان له سویل څخه د اسرائیلو پوځیان وځي او په یاده سیمه کې به د لبنان دولتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي.
نړۍ
د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرلهپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”
هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.
پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.
رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.
ایران د فبروري پر اتهویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.
پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
-
تازه خبرونه3 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
نړۍ5 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
-
تازه خبرونه4 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه4 days agoروسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه2 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
