تازه خبرونه
حکومت او طالبانو ته امریکا د انتقالي حکومت طرحه سپارلې
طالبانو منلې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورته د سولې انتقالي حکومت د رامنځته کېدو طرحه سپارلې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه طرحه د طالب مشرتابه تر څېړنې لاندې ده او پدې اړه کومه وروستۍ پرېکړه نده شوې.
محمد نعیم دا هم منلې، چې طالبانو ته په ورسپارل شوې طرحه کې د انتقالي حکومت طرحه، د انقرې ناسته او اوربند شامل دي؛ خو هغه ویلي، چې طالبانو تر دې دمه دې طرحې څرګند دریځ ندی نیولی.
دغه راز د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د ټولګډونه حکومت طرحه او د امریکا لخوا د یوې پراخې نړیوالې غونډې د جوړېدو وړاندیز ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي؛ د افغان سولې لپاره د جوبایډن د ادارې په کړنلاره کې داسې ټکي ځای پر ځای شوي، چې جدي څېړنو ته اړتیا لري.
نادري وايي، چې د افغان سولې خبرې د سیمې د هېوادونو د سیاسي لوبو له کبله بې پایلې شوې دي.
د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا نوې کړنلار په درې برخو کې جوړه شوې، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د اصولو لارښود، انتقالي حکومت او دایمي اوربند دی.
د کړنلارې ځينې برخې، چې رسنیو خپرې کړي په کې راغلي؛ د انتقالي حکومت له پای ته رسېدو سره سم به د افغانستان راتلونکی زعیم یا رهبر د ټاکنو له لارې ټاکل کیږي. په کړنلاره کې د افغانستان رسمي دین اسلام لیکل شوی او د افغانستان ټول وګړي مصوون بللي او افغانستان یې د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور یاد کړی دی.
د کړنلارې له مخې د افغانستان انتقالي حکومت به درې برخې ولري:
۱- اجرائیه: په رهبرۍ کې به یې د دولت مشر وي، کابینه او خپلواک ریاستونه به لري.
۲- ملي شوری: ولسي جرګه او مشرانو جرګه د ملي شورا برخې بلل شوي. په ملي شوری کې د طالبانو استازیو ته هم ځای ورکول کیږي.
۳- قضائیه قوه: د اسلامي فقهې خپلواکه عالي شوری او د نوي اساسي قانون د جوړولو کمیسیون د قضائيه قوې برخې دي. دا عالی شوری به پېنځلس غړي ولري، اووه غړي به یې طالبان ټاکي، اووه به د افغانستان حکومت او یو به د دولت د مشر لخوا ټاکل کیږي.
دغه شورا دنده لري، چې په ټولنیزو ، کلتوري او نورو برخو کې اسلامي لارښوونې وکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: هغه طرحه، چې امریکایانو ټولو ته ورکړی ویل شوي؛ دا د حکومت رسمي طرحه نده او مونږ د دې په اړه فکر وکړ، چې د سولې بهیر ګړندۍ او پر دې راوڅرخو، چې څنګه مونږ وکولی شو شته امنیتي ستونزې حل او واک شریک کړو. مونږ ګورو، چې که طالبان هم پدې فکر وي بیا؛ نو افغان حکومت تل سولې ته چمتووالی درلود او زمونږ هڅه هم داده، چې تل پاتې سوله رامنځته شي.
د افغانستان د ملي امنیت شوری سلاکار وايي، چې دوی د واک له وېش سره مخالفت نلري؛ خو ځينې نور مسایل لکه د طالبانو امارتي نظام او له پاکستان سره د طالبانو اړیکې جدي بحث ته اړتیا لري.
“مونږ فکر کوو، چې پایلې ته د رسېدو لپاره نورې مسلې هم شته؛ یوازې د حکومت جوړښت ندی، مونږ د جمهوري ریاست په کچه د نورو پالیسیو په اړه هم نظرونه لرو، طالبان له پاکستان سره اړیکې لري او تاوتریخوالی روان دی.
په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ترکیه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ هم د یوې پراخې غونډې غوښتنه کړې، چې د راتلونکي حکومت په اړه بحث وکړي.
د طرحې له مخې؛ روان تاوتریخوالی باید تر ۹۰ ورځو کم شي.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي وايي، چې طالبان جګړې ته چمتووالی نیسي او افغان اردو هم جګړې ته چمتو ده.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي: د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ طالبان د برید پلان لري او هڅه کوي، چې ګومارنې او اکمالات تر سره او جګړه پیل کړي.
دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل څرګنده کړې؛ زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه جګړې او سولې دواړو ته چمتو دي. که طالبان ناسمه محاسبه وکړي؛ لکه تېر کال یې، چې لاسته راوړنه نه درلوده سږکال به یې هم ونلري.
د یادونې ده، چې د زلمي خلیلزاد لخوا د وړاندې شوې طرحې له مخې به ملګري ملتونه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پام وړ منځګړیتوب تر سره کړي.
تازه خبرونه
کرزي او عبدالله د ایران د رهبر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ایران د ستر رهبر آیت الله علي خامنهیي پر مړینه خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” له نوموړي څخه د افغانانو پرلهپسې ملاتړ ستایم او د ایران له شریفو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوم. زه د دې پېښې د شهیدانو لپاره دعا کوم او د ایران د دوست او ورور هېواد لپاره د سولې، امنیت او پرمختګ هیله لرم.”
عبدالله عبدالله هم په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « د ایران د رهبر، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او وروستیو شهیدانو شهادت خواشیني کړی یم.»
هغه له الله پاک څخه د قربانیانو کورنیو او د ایران خلکو ته د صبر، زغم او لوی اجر غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
افغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
زلمي خلیلزاد څرګنده کړې: افغانان باید د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، تخنیکي او تعلیمي وده کې له خپل رول لاس وانخلي او دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي.
په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې، چې تازه خپره شوې؛ د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تعلیمي اړوند برخو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او وایي، چې افغانستان لکه څنګه، چې د تمدنونو مرکز پاتې شوی دغه راز باید د تولید مرکز هم شي او په دې برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي.
زلمي خلیلزاد د نورو هېوادونو د مداخلو په اړه د افغانانو د رامنځته شوي یووالي او رامنځته شویو اړتیاوو په اړه ویلي: اقتصادي، سیاسي، نړیوال او تعلیمي مسایلو ته پاملرنه نه یوازې د ستونزو په حل کې کاري ونډه لري، بلکې اړیکې هم ور سره بدلېدی شي.
دغه راز زلمي خلیلزاد زیاته کړې؛ افغانان باید ځانته له ضرر رسولو ډډه وکړي او له دښمن سره یوځای نشي؛ ځکه سیمه او نړۍ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره لاسونه غځوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانان د پاکستان پر پرتله د ډیپلوماسۍ ښه استعداد لري او اړیکې هم جوړولی شي.
دا، چې افغانان له لوږې، بېکارۍ سره د مبارزې او ګانديانو سره د اړیکو لپاره څه کولی شي؟ خلیلزاد یې په اړه ویلي؛ دا هر څه اوس د افغانستان تر کنټرول لاندي ندي؛ خو حکومت باید د دیني تعلیم تر څنګ ښځو ته هم د تخنیکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ ځکه افغانستان د تمدن مرکز پاتې شوی او باید د تولید مرکز هم شي.
هغه ډاډ څرګند کړی، چې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې مثبت ګامونه اخیستل شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان د مرکز په ګډون پر بېلابېلو ولایتونو د هوایي بریدونو او په کې د ماشومانو او ښځو د وژنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وایي: پاکستان باید له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لار غوره کړي.
خلیلزاد ویلي: پاکستان د ستونزو په رامنځته کولو کې مجرم دی؛ افغانستان او پاکستان باید لومړی ډیپلوماسۍ ته غاړه کېدي؛ بیا د حل لارو ته کار وشي. طالبان(اسلامي امارت) خبرو ته چمتو دی؛ خو د پاکستان پوځي رهبري تېروتنه کوي او خپله غوښتنه پر زور پر افغانستان تپل غواړي. پاکستان دا هم ویلی نشي، چې څه غواړي؛ خو دا ښکاره ده، چې شر او جګړه غواړي.
په دې اړه خلیلزاد ویلي؛ زه په دې هیله یم، چې د سیمې د هېوادونو پر مداخله کېدی شي پدوی(پاکستان) کې بدلون راشي. هغه څه، چې پاکستان غواړي، دا ماته معقوله نهښکاري؛ ځکه د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې(له پوځیانو سره) ښکېل دي او افغانان نشي کولی له هغو سره جګړه وکړي. که دواړه لوري هوکړه وکړي؛ په دې اړه ډاډ رامنځته کېدی شي او دا به د پیل ټکی وي.
نوموړي ویلي؛ د پاکستان له جوړېدا را پدېخوا دواړو لوریو ته ډېر زیانونه اوښتي دي. امریکا د سرحدي ستونزې د حل غوښتنه کړې؛ خو هغه مهال افغانستان روسیې ته نږدې شو او سیاسي شرایطو بدلون وکړ.
دغه راز زلمي خلیلزاد د سولې او امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي: امریکا غوښتل، چې ځواکونه وباسي؛ ځکه نړیواله غوښتنه دا وه، چې د افغانستان له خاورې امریکا تر ګواښ لاندې نده. جمهوریت دا استعداد نلرلو، چې طالبان مات کړي او مذاکرات یې هم موافق نهول. طالبان په جنګ کې او جمهوریت په مذاکراتو کې بریالي نه ول. همدا علت و، چې جمهوریت زه ملامت کړم، چې خلیلزاد د طالبانو(اسلامي ) ملاتړ وکړ. که دوی(جمهوریت) هېندارې ته وګوري؛ ځان به وپېژني، چې څه یې کړي دي. دوی پر قدرت ساتلو ټینګار کاوه او خلکو ته یې پاملرنه نلرله.
خلیلزاد دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې آیا په جمهوریت کې ځینو خلکو سوله نه غوښته؟ ویلي: ولسمشر دوه مسلې لرلې؛ هغه د امریکا وتل نه منل او غوښتل یې، چې طالبان(اسلامي امارت) د نوموړي پر مشرۍ حکومت ته غاړه کېدی او برادر د عبدالله عبدالله ځایناستی شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ولسمشر دا هم نه غوښتل، چې جمهوریت له امارت سره یوځای شي. جمهوریت په تحلیل کې پاتې راغی؛ ځکه، چې په امریکا کې بدلون ته پر تمه ول.
همدارنګه په مذاکراتو او خبرو کې د پاکستان د ګډون په اړه د پوښتنې په ځواب کې خلیلزاد ویلي: زه ،پمپیو، باجوه او د آیاسآی رییس، چې اوس زنداني دی؛ د هغه وخت په خبرو کې زما(خلیلزاد) ګډون نه غوښته او دا یې د وخت بهرنیو چارو وزیر پمپیو ته ویلي وه؛ خو پمپیو ورته وویل، چې تاسې څه غواړئ؟ پاکستان د ملابرادر د آزادولو غوښتنه وکړه.
زلمي خلیلزاد ویلي؛ لومړی مونږ غوښته، چې د پاکستان له لارې له طالبانو سره خبرې وشي؛ خو کله، چې په افغان رسنیو کې له ما پوښتنه وشوه؛ ما هغه وخت په مرکه کې ملابرادر «وطنپرست» وباله، چې بیا پر ما له هر لوري نیوکې پیل شوې؛ خو ورسره د خبرو بڼه بدله شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ عبدالله عبدالله او حامد کرزي د حکومت د سولهییز حل غوښتنه راپورته او خبرو ته غاړه کېښوده، خو امریکا د وتلو پرېکړه کړې وه او اشرف غني په امریکا کې بدلونونو ته پر تمه و. دې هڅو مثبتې پایلې ونلرلې؛ انتقالی حکومت رد شو. امریکا او نورو هېوادونو خپل سفارتو نه وویستل؛ خو که د نړۍ اړیکې عادي حال ته راوګرځي؛ سوله اړینه ده.
له روسیې سره د طالبانو(اسلامي امارت) د اړېکو په اړه پوښتنې ته خلیلزاد داسې ځواب ورکړی دی: چین او روسیه خپلې غوښتنې لري؛ زه د امریکا د ښو اړیکو غوښتونکی یم. افغانستان اړتیا لري، چې د خپلو ګټو د ساتلو او خطرونو سره د مبارزې لپاره کوم لوري ته ځي او یا د تعامل لار خپلوي.
خلیلزاد له اسلامي امارت سره د امریکایي بندیانو د بند په اړه پوښتنې ته ویلي: د بندیانو ساتل او نه محاکمه سمه نده او د فشار کار ترې اخیستل هم سم ندی؛ باید د حل لار ورته پیدا شي.
دغه راز خلیلزاد د اوکراین او ایران د جګړې او د چین د ګټو په اړه د امریکا د ښکېلېدا پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: اوسني شرایط دا غواړي، چې د حقایقو او شرایطو پر بنسټ له امریکا سره مثبتې اړیکې رامنځته شي. د امریکایي بندیانو آزادول به اړیکو ته لار پرانځي. او سترې ګټې به په پام کې ونیول شي.
تازه خبرونه
د پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخي: “د یکشنې پر ورځ( د کب لسمه ) د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو په راولپنډۍ کې د نورخان پر پوځي اډه، د بلوچستان د کویټې ۱۲قول اردو، د مومند ایجنسۍ د خیبر پښتونخوا کمپ او همدارنګه غلني پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره کړي او د پام وړ زیان یې وراړولی دی.”
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د دې وزارت هوايي ځواکونو یو ځل بیا د پاکستان پر ګڼو مهمو پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخي: “د یکشنې پر ورځ( د کب لسمه ) د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو په راولپنډۍ کې د نورخان پر پوځي اډه، د بلوچستان د کویټې ۱۲قول اردو، د مومند ایجنسۍ د خیبر پښتونخوا کمپ او همدارنګه غلني پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره کړي او د پام وړ زیان یې وراړولی دی.”
ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دا بریدونه د “پاکستاني پوځ هوايي بریدونو” په ځواب کې ترسره شوي، چې د شپې لهخوا یې کابل، بګرام او ځینې نورې سیمې پر نښه کړې وې.
په خبرپاڼه کې راغلي: “هر څومره، چې پاکستانۍ شریره پوځي کړۍ زمونږ له هوايي حریم سرغړونه او سپکاوی وکړي، هومره به له سخت غبرګون سره مخ شي.”
-
تازه خبرونه5 days agoد کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼشمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
سوداگري5 days agoله ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
-
تازه خبرونه2 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان باید د خپلې «بېشرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه21 hours agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
