تازه خبرونه
د استانبول ناسته د دوحې پر ځای نه جوړیږي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د استانبول ناسته د دوحې خبرو پرځای نه، بلکې په افغانستان کې د سیاسي حل موندلو لپاره د یوې سیاسي هڅې برخه ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نیډ پرایس پرون (سې شنبه دوري ۳۱) یوه خبري کنفرانس ته ویلي؛ د دوحې خبرې به دوام ومومي او دا یوه هڅه ده، چې مونږ وکولی شو، چې هلته پر سرچینو پانګونه وکړو. مونږ پوهیږو، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت د ډموکراسۍ، له سیاسي حللارې او د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مشرتابه د خبرو له لارې ترلاسه کیدی شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د بایډن اداره باوري ده، چې د افغانستان جګړه پوځي حل نلري.
هغه په دې اړه زیاته کړې؛ د استانبول ناسته د پراخو ډیموکراټیکو همکاریو یوه برخه ده. مونږ یې له تر سره کوونکیو ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو څخه مننه کوو. زه باید له هغو سره د وخت او اوسني وضعیت په اړه وغږیږم.
دغه راز ترکیې، ملګرو ملتونو او قطر په رسمي بڼه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د سولې په اړه د ترکیې ناسته د می تر څلورمې ځنډول شوې ده.
ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په ډاګه کړې؛ د وروستیو پرمختګونو او مشورو له په پام کې نیولو سره، ټولې خواوې هوکړې ته رسیدلي، چې تر اړینو پرمختګونو باید وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مودې په غبرګون کې ویلي وه، چې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به د افغانستان د سولې په اړه په جوړېدونکیو غونډو کې برخه وانخلي.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی5 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی5 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports5 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
