Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې د ډاډ وړ دي

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې جیل مشاو د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو له خوندي امنيت له کبله د مننې تر څنګ ويلي: د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.

خپور شوی

د

 د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستيال جيل مشاو او په کابل کې د دغه سازمان د امنيت مسووول انډريکا راټواټ سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې جیل مشاو د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو له خوندي امنيت له کبله د مننې تر څنګ ويلي: د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړيکې پياوړې شوې دي.

هغه له افغانستان سره د مرستو پر دوام هم خبرې کړې دي. ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د ښه راغلاست تر څنګ دغو استازیو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی؛ د ملګرو ملتونو غړي او مرستندویان کولی شي ډاډمنې هڅې ترسره کړي.

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري – امریکا

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

Published

on

امریکایي چارواکو څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت « سختو دریځونو» او له لومړنیو حقونو څخه د ښځو بې برخې کولو ته پر پوره پاملرنه باید افغانستان ته نړیوالې مرستې وارزول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

والټز د دې ترڅنګ، چې افغانستان د «بشري ناورین» شاهد بولي؛ خو وایي: «د طالبانو (امارت اسلامي) د سختو دریځونو له کبله مونږ باید په افغانستان کې د مرستو او نړیوالې همکارۍ ګټه پر پوره پاملرنه وارزوو.»

هغه زیاته کړې: «دا شورا باید هغه پیسې، چې مونږ په ګډه د دې ماموریت د بودجې لپاره برابروو؛ پر پوره پاملرنه وارزوي. په داسې حال کې، چې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکې حتا دفتر ته د کار لپاره د تلو اجازه هم نلري.»

اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د ښځو په اړه دریځ یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ یو هېواد دی.

دې پروګرام زیاته کړې:  له ۱۷ میلیون څخه ډېر افغانان، چې د وګړو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي؛ د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې ۴.۷ میلیون یې له بشپړې لوږې سره مخ شوي.

د یوناما چارسمبالې( سرپرستې) جورجیټ ګاکنون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې افغانستان «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې هېواد کې د بودجې د کمېدا له کبله بشري ناورین نور هم مخ پر خرابېدا دی.

هغې زیاته کړې؛ بشري بنسټونه غواړي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو د غوښتنې له لارې ۱۷.۵ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه دا پیسې برابرې شوې دي.

جورجیټ ګاګنون ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې دوه اوونیزو نښتو «درانده بشري او اقتصادي لګښتونه» درلودلي او د ایران جګړې هم د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.

هغې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له‌خوا ځینې مثبت بدلونونه هم لیدل شوي؛ لکه د کوکنارو د کرکېلې بندیز، چې د نړیوال تعامل څرګندونه کوي.

دغه راز دا خبرداری هم ورکوي، چې که بشري حقونو او بشري ستونزو ته رسېدنه و نشي؛ افغانستان ښايي «یو ځل بیا د کډوالۍ، تروریزم، نشه‌يي توکو او نورو لاملونو له کبله د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل شي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی؛ خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې کابل مېشتو سفیرانو ، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د ګډ روژه‌ ماتي پر مهال له ځمکني بشپړتیا د دفاع او د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل د وینا پر مهال ویلي: درنو سفیرانو او ډیپلوماټانو! ټولو اسلامي هېوادونو ته د جګړې غځېدا خواشیني کړي یوو او غواړو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم “پر ډېره بې رحمۍ” افغان کډوال ایستلي، سوداګریزې لارې یې بندې کړي، د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړی او په نړیوالو غونډو کې یې د افغانستان پر ضد پروپاګند پیل کړی دی.

امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان پوځیانو پر افغانستان جګړه تپلې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. زمونږ دفاعي برید د تېري ځواب دی، چې په کې یوازې پوځیان پرنښه شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د  بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه  له امنیتي خطرونو سره مخ کړې، چې د ستونزو د حل یوازنۍ لار خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې دي.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني.

نوموړي ویلي: هیله ده، چې د تحمیلي جګړو پرځای د ولسونو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!