سوداگري
د اسلامي امارت رهبر د صنعتي پارکونو قانون توشیح کړ
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ویلي؛ د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د رهبر له لوري لاسلیک شي او په نږدې راتلونکي کې به خصوصي سکټور ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د رهبر له لوري لاسلیک شوی او په نږدې راتلونکي کې به خصوصي سکټور ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.
د ” پر ننګونو او فرصتونو د خصوصي سکټور خبرې ” تر سرلیک لاندې پروګرام کې نورالدین عزیزي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د لویو او نیمګړو پاتې پروژو د بنسټیزو کارونو او پانګونې په اړه فکر وکړي او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بانکي ستونزې حل کړي.
نوموړی د نړۍ بشردوستانه مرستې د افغانستان د ستونزو د حل لار نهګڼي او دا یو ډول سوداګري ګڼي، چې د افغانانو بېوزلي زیاتوي.
نورالدین عزیزي ویلي: ملاتړ دا ندی، چې مونږ راشو، راټول شو او انځورونه واخلو او نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کړو، چې مونږ کار وکړو؛ دا کار ندی. باید بنسټیز ملاتړ وکړو.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ویلي؛ د صنعتي پارکونو قانون د اسلامي امارت د رهبر له لوري لاسلیک شي او په نږدې راتلونکي کې به خصوصي سکټور ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.
هغه ویلي؛ دا د خصوصي سکټور لپاره ښه خبر دی. انشاالله په راتلونکي کې به د ځمکې وېش پیل شي. شاوخوا ۶۰۰ غوښتونکي غواړي، چې په بېلابېلو زونونو کې فابریکې جوړې کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې له تېرو درې کلونو راپدیخوا افغانستان له اقتصادي رکود سره مخ دی. د یوناما مرستیال د افغانستان د ځانبسیاینې لپاره د خصوصي سکټور ملاتړ اړین ګڼي. هغه په دې کتنه کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له خصوصي سکټور څخه تر بشپړ برياليتوبه ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې انډریکا رټواټه ویلي: د افغانستان خلک باید د ځانبسیاینې پر لوري حرکت وکړي او پخپلو پښو ودریږي. خصوصي سکټور زمونږ لپاره د ځانبسیاینې پر لور مهم رول لوبوي. له بده مرغه مونږ وینو، چې افغانستان له تېرو درې کلونو راپدیخوا له اقتصادي رکود سره مخ دی. دا زمونږ د ټولو مسوولیت دی، چې د افغانستان خصوصي سکټور د بریا لوړو پوړیو ته ورسوو.
د خصوصي سکټور استازو هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لهخوا په لویو او بېخبنایي پروژو کې پر پانګونې ټینګار وکړ. دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د بانکي ستونزو ترڅنګ د افغانستان د خصوصي سکټتور ستونزې له هېواده بهر حل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي: راځئ، چې د پیسو د لېږد په برخه کې زمونږ بانکي ستونزې اوارې شي؛ ځکه له ګاونډ هېوادونو څخه ته ۱۰۰ زره ډالر پر ۲۰۰ دالرو لېږدول کیږي. په افغانستان کې دا لګښت ۲۰۰۰ ډالر دی. دغه راز د کوچنیو پورونو په برخه کې هم باید له مونږ سره بشپړه همکاري وشي.
ویل کیږي، چې څه باندې ۱۰۰۰ خصوصي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي.
اړوند خبرونه:
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل

ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي

سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
سوداگري
له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې – ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
نقيزاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
