Connect with us

لوبی

د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچه‌اچونه پای ته ورسېده

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۲۸, ۱۴۰۳

په کابل کې د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووه‌ویشتمه) له غرمې وروسته د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د مهالوېش ټاکلو لپاره د پچې‌اچونې مراسم ترسره شول.

د افغانستان فوټبال فدراسیون، آریانا ټلویزیوني څانګه او د دغه لیګ مالي ملاتړ‌کوونکی ویکټور انرژي د یاد پړاو سیالیو د مهالوېش لپاره د پچې‌اچونې مراسمو کوربه ول، چې له غرمې وروسته له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وړاندې شول.

دغه مراسم د آریانا تلویزیون په سټوډیو کې جوړ شوي وه او پچه‌اچونه یې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ د عمومي رییس احمدالله وثیق له‌خوا ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون او د بدني روزنې او سپورټ څانګې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي رییس محمد طاهر رووفي، د آریانا ټلویزیو د سوداګریزې برخې مشر لطف الله ستانکزي، د ویکتور انرژی مدیر غلام رباني عباس، د پامیر ګروپ د شرکتونو د عامه اړیکو مسوول میر‌احمد بهره او د کلبونو استازو ګډون کړی و.

دولس لوبډلې په دې زړه‌راکښونکیو سپورتي سیالیو کې برخه اخلي، چې د شنبې پر ورځ (د غویی لومړۍ) پیل کیږي او د غبرګولي تر درېیمې به روانې وي.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره کیږي او په لومړۍ لوبه کې به فوټبال لوبډله ابو مسلم فراه له سرسبز یاشلر سره مخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د آریانا او آریانا نیو ټلویزیونونو له لارې د سیالیو تازه خبرونه او معلومات ترلاسه کړي.

 آریانا نیوز او آریانا ټلویزیونونه د سیالیو پر مهال او له سیالیو مخکې تازه موضوعات خپروي.

لومړۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ماسپښین ۲ بجې پیل او له آریانا ټلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د دې ورځې دوه‌یمه لوبه مازیګر څلور بجې پیلیږي او سرخ‌پوشان خوافي به له خراسان فاریاب سره مخ شي.

دغه سیالۍ به ۳۳ ورځې په ۶۶ لوبو کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې په دې ټورنمنټ او سیالیو کې به ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژی هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم اف‌سي سرپل، خراسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه لف‌سي او موج سااحل لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

لوبی

آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو خپروي

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Published

on

آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا  ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.

دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.

په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.

د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.

د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون له‌خوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.

سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.

تنظیم کوونکي وايي، چې دوه‌یم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د غېږنیونې غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړ

دا هوکړه، چې له افغانستان غېږنیونې فډراسیون سره لاسلیک شوې؛  په خپلو ۱۰ ورځنیو ملي سیالیو کې د ټول افغانستان غوره غېږنیوونکو ته د لوبو زمینه برابروي.

Published

on

آریانا تلویزیون د افغانستان دغېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو د تولید او خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي، چې په هېواد کې د سپورټ د ودې او پراختیا پر لوري یو اغېزمن ګام دی.

دا هوکړه، چې له افغانستان غېږنیونې فډراسیون سره لاسلیک شوې؛  په خپلو ۱۰ ورځنیو ملي سیالیو کې د ټول افغانستان غوره غېږنیوونکو ته د لوبو زمینه برابروي.

د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ پرانیستونکی پړاو به د روان ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې په کابل کې ترسره شي.

سیالي هره ورځ د ماښام له ۶ څخه د شپې تر ۹ بجو په کابل بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست جمنازیم کې ترسره کیږي.

تنظیموونکي وايي، چې دا سیالۍ به د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰ لوبډلې ولري، چې شاوخوا ۳۵۰ لوبغاړي به په ۱۰ وزني ډلو کې سیالي وکړي.

تمه ده، چې په دې لیګ د غېږنیونې بېلابېلې بڼې او نوي راټوکېدونکي استعدادونه نندارې ته وړاندې شي او د لوبغاړو لپاره به پر لوړه کچه د سیالیو زمینه چمتو کړي.

آریانا ټلویزیون د دغو لوبو پراخ پوښښ پر ژوندۍ او تحلیلي بڼه وړاندې کوي.

غېږنیونه په افغانستان کې اوږده مخینه لري او یو کلتوري اړین سپورټ پېژندل شوی؛ په بېلابېلو سیمه‌ییزو دودونو کې ژورې ریښې لري او پر شوقي او مسلکي کچه ترسره کیږي.

د دې سیالیو منظم پیل د سپورټ په عصري کولو او ډېرو لوبغاړو ته د ډېرو سیاليو د فرصتونو په چمتو کولو کې د لوبېدا ښه زمینه ګڼل کیږي.

چارواکي وايي؛ د سیالیو دا نوښت نه یوازې د غېږنیونې هڅول رانغاړي، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په یوه منظم مسلکي ټورنمنټ کې سیالان راټولوي، چې ملي یووالي او ویاړ ته هم وده ورکړي.

تمه ده، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ به د لیدونکو د پام وړ شمېر راخپل کړي؛ ځکه، نو ټلویزیون دا زړه‌راکښونکی سپورتي پېښه د پروګرامونو په مهالوېش کې ځای کړې ده.

Continue Reading

لوبی

په بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړه‌راکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته

په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپ‌‌دره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۰, ۱۴۰۵

په بامیان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي ملاتړ د سکي سیالي ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپ‌‌دره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.

سیالي د عمر له مخې په درې ګروپونو؛ شوقي، مسلکي او سیمه‌ییزه برخه کې ترسره شوه. ورزشکارانو، د افغان بیسیم له ملاتړ د هرکلی ترڅنګ په بامیان او هېواد کې د سپورټ د پراختیا لپاره د دې شرکت د پرله‌سې ملاتړ غوښتنه وکړه.

په دې سیالیو کې د بامیان، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، چې له دې سیالیو څخه موخه د ځوانو د استعدادونو د ودې لپاره د پلیټ فارم چمتو کول او په سپورتي فعالیتونو کې د ښکېلتیا هڅول دي.

د بامیان ولایت د فزیکي زده‌کړې او سپورټ ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال رجب علي فطرت ویلي: «د بامیان ولایت د اولمپیک، فزیکي زده‌کړې او سپورت ریاست پر استازیتوب غواړم له دې مخابراتي شرکت څخه مننه وکړم او غوښتنه کوم، چې په ټولو برخو کې دې له لوبغاړو ملاتړ وکړي. په ځانګړي توګه له سکی لوبغاړو»

تنظیم کوونکو د داسې ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې په بامیان کې د سپورټ د پراختیا لپاره یو مهم فکټور وګڼلو.

د سیالۍ تنظیموونکي شاه آغا ویلي: “مونږ هیله لرو، چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت به تل د بامیانو له لوبغاړو سره همکاري وکړي. په ځانګړي توګه د سکیینګ په برخه کې.”

ګډونوالو لوبغاړو دا سیالۍ د تجربو تبادلې او د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره د ارزښتناکه فرصت په توګه څرګندې کړې.

لوبغاړي علي عسکري ویلي: “مونږ شاوخوا له اته کلونو راپدېخوا سکي کوو. د نورو ولایتونو خلکو د غزني او میدان وردګ په ګډون هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.”

د دې سیالیو د پایلو له مخې؛ په مسلکي کټګورۍ کې سید روح الله لومړی مقام وګاټه او علي آغا او سید هادي پر ترتیب دوه‌یم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په شوقي کټګورۍ کې آصف، شېر حسین او نور آغا له لومړي څخه تر درېیم مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه، په محلي (لرګین) سیالیو کې حسن علي اتلولي وګټله او شمس‌الله او محمد دوه‌یم مقام ترلاسه کړ.

د بامیان ولایت، چې د واورې پوښل شوي غرونه لري، د ژمنیو لوبو لپاره په افغانستان کې یو له مناسبو سیمو څخه ګڼل کیږي او پخوا یې د کورنیو او نړیوالو سکیینګ سیالیو کوربتوب کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!