سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېده
دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلامجار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د هرات سیمهییزو چارواکو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پاموړ پراختیا خبر ورکړی او څرګندوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلامجار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د دې پلاوي مشري د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف کوله.
توکوموف د ټرانزیټي ظرفیتونو پر پراختیا او د ګمرکي خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی او افغان چارواکي یې په قزاقستان کې د ګډې اقتصادي غونډې د ګډون لپاره بللي دي.
د هرات والي هم د دغه ولایت جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ارزښت ته پر نغوته ویلي، چې د هرات د امنیت ټینګښت او ټرانزیټي ظرفیتونه د پانګونې د راجلبولو او سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابروي.
افغانستان او قزاقستان له دې مخکې هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتولو، له قزاقستان څخه د اوړو د واردولو او د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنېپټلۍ په پروژه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د نقشې پر جوړولو کار کوي او موخه یې دا ده، چې په راتلونکې کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس جیفري ګریکو او د دې خونې له یو شمېر غړیو سره وکتل او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پانګونې فرصتونو خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.
سید کریم هاشمي له امریکايي پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د لویو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره یې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو پر ګډون د لویو شرکتونو د ونډو جوړولو لپاره اغېزمنه لاره بللې ده.
نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په نغوته کې له امریکايي سوداګرو او پانګهوالو غوښتي، چې په بنسټیزو او صنعتي برخو؛ د نفتو تصفیه، د کانونو استخراج او پروسس او د لویو تولیدي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
دغه راز د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جیفري ګریکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې ستایلې او د امام ابوحنیفه(رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل او په کې د سوداګرو، صنعتکارانو او د ګاونډ او سیمې د هېوادونو د استازو پراخ ګډون یې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د ورپېژندلو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ارزښتناک ګام بللی دی.
ګریکو همدارنګه وړاندیز کړی، چې ځانګړې اقتصادي ناستې او بحثونه جوړ شي، سوداګر په سیمهییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي او د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره اړیکې پراخې شي.
د لیدنې په پای کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې یو شمېر غړیو هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډې پانګونې د فرصتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
#افغانستان #امریکا #سوداګري #پانګونه #اقتصاديهمکاري
سوداگري
افغانستان، ازبکستان او هند د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې
د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او د مېلمنو هېوادونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په غونډو کې د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.
د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان خصوصي سکټور استازو، د سیمې د هېوادونو سوداګرو او ډیپلوماټانو، د ازبکستان، هند، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ ګډونوالو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ګډې پانګونې زیاتوالي او د سوداګرۍ د تخنیکي او اداري خنډونو لرې کولو ټینګار وکړ.
د دې خونې چارواکو د افغانستان جغرافیاوي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه او کورني محصولات د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو مهم فرصتونه وبلل او د سیمې له سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د پروګرام په لړ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ دوهاړخیزې سوداګریزې غونډې جوړې او د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه هوکړې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابرولی شي؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې د پانګونې د مشخصو برخو او د دغو هوکړو د عملي کېدا د مهالوېش جزئیات روښانه شوي نهدي.
سوداگري
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دا موضوع د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دا موضوع د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
دواړو لوریو د سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د شمال – جنوب د نړیوال ټرانزیټي دهلیز پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو زیاتول هم د دې خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ول.
د روسیې د ګمرکي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالره ول؛ خو د افغانستان د شمېرو له مخې، دغه کچه شاوخوا ۵۹۰ میلیون ډالر ول. سره له دې دواړه لوري په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله د سوداګرۍ پر پام وړ زیاتوالي ټینګار کوي.
روسیه افغانستان ته تر ډېره طبیعي ګاز، پټرول، ډیزل، غنم، اوړه، د لمرګلي غوړي او نخود صادروي.
همارنګه له افغانستان څخه روسیې ته د صادراتو ارزښت شاوخوا ۴ میلیون ډالره اټکل شوی، چې ممیز، وچ زردالو، انار، انګور، مڼې، ګیلاس، پنبه، هندواڼې او ځینې طبي بوټي رانغاړي.
همداراز د ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ د پراختیا طرحه کولی شي افغانستان د منځنۍ آسیا او سمندري بازارونو ترمنځ پر یوه مهمه ټرانزیټي لار بدل کړي او روسیې ته د افغانستان بازارونو ته د ډېر لاسرسي زمینه برابره کړي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه5 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
-
تازه خبرونه5 days agoفرانسې له اسلامي امارت سره د افغانانو پر بېرته ستنولو خبرې پیل کړې
-
تازه خبرونه4 days agoیو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
-
سوداگري4 days agoپه ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې
