سوداگري
د افغانستان د تولیداتو لویه ټولګه اروپا ته واستول شوه
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د شنبې پر ورځ د افغانستان د صادراتو تر ټولو لویه ټولګه اروپا ته واستول شوه.
د منځنۍ آسیا هېوادونو له لارې اروپایي هېوادونو ته د افغانستان تر ټولو لویې صادراتي ټولګې اورپايي مارکیتټونو ته حرکت وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ په نړیوالو مارکیتونو کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته اړتیا زیاته شوې او هڅه کوي، چې خصوصي سکتور نور هم د صادراتو پراختیا ته وهڅوي.
دا هغه لویه سوداګریزه ټولګه ده، چې له افغانستان څخه به د منځنۍ آسیا هېوادونو له لارې په یوه میاشت کې اروپايي مارکیتونو، آلمان، آسترلیا او کانادا ته ورسیږي.
دا سوداګریز توکې، چې ۱۲۰ ټنوته يي وزن رسیږي نږدې ۷ ټنه په کې زعفران او نور د هېواد بېلابېلې وچې موې او کرنیز محصولات شته، چې مالي ارزښت يي دوه میلیون امریکايي دالرو ته رسیږي.
د خصوصي سکتور غړيو ويلي؛ په هېواد کې د پخوا پر پرتله سوداګرۍ ته آسا نتیاوي زیاتې شوي، نو له همدې کبله ورځ تربلي صادرات د پراختیا په حال کې دي.
د خصوصي سکتور غړيو هو څرګنده کړې، چې تر دې دمه يي نږدې یو نیم ميلیارد دالر صادرات کړي او د روان کال تر پایه به دا کچه تر دوه میلیارد دالرو ورسیږي.
دوی د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د هېواد د ترازنیتي ستونزو د اوارۍ لپاره هڅي پراخی کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې غړي خان جان الکوزيویلي؛ مونږ کولی شو د خپل هېواد صادرات نور هم پراخ کړو. له صنعت او سوداګرۍ وزارته غوښتنه کوو، چې له ځینو ګاونډ هېوادونو سره زمونږ د ترانزیت ستونزه اواره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي؛ هڅه کوي د سوداګرو ټولې هغه ستونزې، چې د دوی په وس کې دي ورته حل کړي.
دوی زیاته وي، چې اسلامي امارت د خپل هېواد ټولو اقتصادي فعالیت کوونکیو څخه که هغه په سوداګرۍ او یا د صنعت په برخو کې بوخت وي؛ دوی ترې خپل ملاتړ کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال وایي: مونږ تل له خپل خصوصي سکتور څخه ملاتړ کړی او ژمنه کوم، چې مونږ به نور هم له خصوصي سکتوره ملاتړ پراخ کړو، چې هېواد مو ورسره اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم له اسلامي امارته غواړي، چې د خصوصي سکتور ملاتړ ته نوره هم پراختیا ورکړي، چې په هېواد کې د روان اقتصادي بحران د مدیریت لپاره لار اواره شي.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه3 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه3 days agoچین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoد ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
-
تازه خبرونه3 days agoملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
-
تازه خبرونه5 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي چارو شنونکي او خبریالان وستایل
-
لوبی4 days agoد افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
