سوداگري
د افغانستان د حیواني خوړو لومړۍ جوپه تاجکستان ته ولېږدول شوه
د څارویو خوړو تولیدوونکي شرکت چارواکي محمدافضل افضلي ويلي، چې د څارویو خواړه نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.
د بلخ سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسوولینو ويلي؛ په پام کې، چې سږ کال له بلخ څخه تاجکستان ته څه باندې ۱۰۰۰ ټنه د څارویو خواړه صادر شي.
دغه بار ۲۵ ټنه وزن لري، چې د څرنګوالي له بهیر اوډاډ وروسته تاجکستان ته ولېږدول شول.
د څارویو خوړو تولیدوونکي شرکت چارواکي محمدافضل افضلي ويلي، چې د څارویو خواړه نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.
د بلخ سوداګرۍ او صنایعو رییس امیرمحمد متقي وايي، سږ کال به له بلخ ولایت څخه تاجکستان ته څه باندې ۱۰۰۰ ټنه د څارویو خوراکي توکي صادر شي.
ویل کیږي، چې د څارويو د خوراکي توکو پر توليد سربېره د غوړيو، کبانو او چرګانو د خوراکي توکو د توليد په برخه کې هم فعاليت لرو او له دې مخکې مو د افغانستان اړوند محصولات د ګاونډ هېوادونو ترڅنګ اروپايي هېوادونو او امریکا ته صادرکړي دي.
سوداگري
د پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
د پاکستان د مالټې د صادراتو عاید په تېرو څلور کلونو کې له ۲۱۱ میلیون ډالرو (په ۲۰۲۱ مالي کال کې) څخه ۹۲.۵ میلیون ډالرو ته (په ۲۰۲۵مالي کال کې) راکم شوي، چې دا بېسارې کمی اوس د افغانستان د لارې له تړل کېدا سره نور هم زیات شوی دی.
د پاکستان د مالټې صادرات په داسې حال کې پیل شوي، چې د وروستیو کلونو له تر ټولو سخت صادراتي بحران سره مخ شوی دی.
د پاکستان د مالټې د صادراتو عاید په تېرو څلور کلونو کې له ۲۱۱ میلیون ډالرو (په ۲۰۲۱ مالي کال کې) څخه ۹۲.۵ میلیون ډالرو ته (په ۲۰۲۵مالي کال کې) راکم شوي، چې دا بېسارې کمی اوس د افغانستان د لارې له تړل کېدا سره نور هم زیات شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ لار د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر له نیمایي راپدېخوا تړلې پاتې ده، چې د پاکستان د مالټې صادرات یې پوره اغېزمن کړل. یوازې په ۲۰۲۵مالي کال کې پاکستان ۶۰ سلنه مالټه، چې نږدې ۱۵۳ زره ټنه کېږي؛ افغانستان ته صادر کړي وه. پر افغانستان تکیه اوسمهال د پاکستان د صادراتو کمزورې برخه ګرځېدلې ده.
افغانستان نه یوازې د پاکستان د مالټې تر ټولو لوی پېرودونکی دی، بلکې د دوهیمې او درېیمې درجې د مالټې ښه بازار هم دی، چې د ټيټ کیفیت له کبله په منځني ختیځ کې بازار نلري. له افغانستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس لسګونه زره ټنه دا محصولات د پاکستان په زیرمو کې پراته دي او پېرودونکي نلري.
د افغانستان تر څنګ روسیې، قزاقستان او ازبکستان هم د ټرانزیټي دهلېز له لارې د پاکستان مالټه واردوله؛ خو د افغانستان ټرانزیټي دهلیز له تړل کېدا وروسته پاکستان هڅه وکړه، چې صادرات د ایران له لارې ترسره کړي؛ خو نړیوالو بندیزونو دا لار ورته ناشونې کړې ده.
سوداگري
آریاناافغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي
آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.
د آریانا افغان هوایي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت له خپل مل پلاوي سره یوځای د ترکیش ایرلاینز له اجرائیوي رییس بلال إکشي سره د لیدنې پر مهال په هوايي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.
د آریانا افغان هوایي کشرکت رییس د ترکیش ایرلاینز له نړیوالو تجربو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هوايي ټرافیک، سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکو په پیاوړتیا کې د دې شرکت رول مهم وباله.
د ترکیش ایرلاینز اجرائیوي رییس هم د آریانا افغان هوایي شرکت له وروستي پرمختګ ستاینه وکړه او ژمنه وشوه، چې ترکیه په تخنیکي روزنه، رغونه او د هوايي عملیاتو ښه کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو ده.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراخولو لپاره د ګډو تخنیکي او عملیاتي ډلو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
سوداگري
تمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي
د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له کبله نن له ۵۰ ورځو بندېدا وروسته د تورخم اړینه لار د بشري دلایلو له مخې پر محدوده توګه پرانیستل شي.
د ګمرک چارواکو ویلي، چې د لارې بندېدا دواړو خواوو ته د لاریو اوږده کتارونه جوړ کړي؛ زرګونه موټرونه د وارداتو، صادراتو او ټرانزیټي توکو لېږد ته ولاړ پاتې دي.
پاکستان افغانستان ته سمنټ، درمل، میوې او سابه صادروي او له افغانستان څخه د ډبرو سکاره، تازه او وچه میوه واردوي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د تورخم لار هره ورځ په اوسط ډول د ۸۵۰ میلیون ټنو پر ارزښت دوه اړخیزې سوداګرۍ ته آسانتیا برابروي.
په دې لار کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، چې د اوبو او خوړو لپاره مناسب شرایط نشته؛ نور خپل لګښتونه پوره کولی نشي او ډېری یې د سختې سړې هوا له کبله ناروغه شوي دي.
یوه ورځ مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان کړی؛ ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه غوښتي، چې د لارې د بندېدا پر پرېکړه بیاکتنه وکړي.
ډار زیاته کړې؛ له مشرتابه سره له مشورې وروسته شونې ده، چې افغانستان ته اړین بشري توکي صادر کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی؛ د اسلامآباد یوازنۍ تمه له افغان حکومت څخه دا ده، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اډې په توګه ونه کارول شي. دا هغه غوښتنه ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې د دوی خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.
د تورخم لارې بیا پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او بشري مرستو ته آسانتیا برابره کړي او د ۵۰ ورځني بندښت له کبله رامنځته شوي فشارونه راکم کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
-
تازه خبرونه2 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
تازه خبرونه3 days agoپر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو
-
توسعه3 days agoتوسعه: له پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره د کابل شرطونه
-
سوداگري19 hours agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه16 hours agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
