تازه خبرونه
د افغانستان راتلونکې بېرته د خپلو خلکو لاس ته ورغلی – چین
چین په داسې حال کې، چې اسلامي امارت واک ته د بېرته راتګ دوه کاله نمانځي؛ ويلي، چې د افغانستان راتلونکې بېرته د خپلو خلکو لاس ته ورغلی او دا یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين يوې خبري غونډې ته په سیمه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅې او ديپلوماسي په بشپړه توګه ناکامه ونوموله.
وانګ ونبین همدا راز د اقتصاد رغولو، امنیت خوندي کولو، د ژوندانه ښه کولو، د نشه یي توکو د بندولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه وکړه.
هغه ټینګار کړی، چې: نړۍ باید دغو هڅو ته عادلانه کتنه وکړي.
نوموړي امریکا ته په نغوته کې ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې یوه ځانګړي هېواد خپلې ټولې مرستې بندې کړې، د افغانستان شتمنۍ یې کنګل او بندیزونه یې ولګول، چې د افغانانو کړاوونه ورسره مخ پر ډېرېدو دي.
هغه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ بشري مرستو ته د سختو اړتیا لرونکیو افغانانو شمېر له ۱۴ اعشاریه ۴ میلیونو څخه ۲۹ اعشاریه ۲ میلیون کسانو ته رسېدلی او له اړوند هېواده یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له رامنځته شویو پېښو درس واخلي او له دوی سره د مرستو ژمنې پوره او ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ د خلکو د ژوندانه د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اقتصادي ډګر کې وکارول شي.
هغه ویلي، چې دوی باید د افغانستان د تلپاتي امنیت د ترلاسه کولو لپاره لومړی د اندېښمنوونکي بشري وضعیت په اړه هڅې وکړي.
هغه دا ټینګار هم څرګند کړ: نړۍ باید د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري پیاوړې کړي، له افغانستان سره په څو اړخیزه توګه مرسته وکړي، چې ننګونو ته ځواب ووایي او ژر تر ژره سوله، ثبات او تلپاتې پرمختګ ترلاسه شي.
تازه خبرونه
په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.
د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریفالله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونهورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.
دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نهده ټاکلې.
یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بېنظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.
څارنوالانو ادعا کړې، چې شریفالله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نهدي وړاندې کړي.
دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.
تازه خبرونه
د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عامالمنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې لهخوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.
د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.
تازه خبرونه
د لسګونو رسنیزو سرغړونو ارزونه؛ د سلګونو رسنیزو جوازونو صادرول او غځول
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۱۶ راډیوګانو، یوې اوبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ کلتوري بنسټونو او موسسو ته نوي جوازونه ورکړ شوي دي.
د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمیسیون څرګنده کړې، چې په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې یې د خبریالانو د شکایتونو د ارزونې او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې لپاره لسګونه غونډې ترسره کړې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۱۶ راډیوګانو، یوې اوبپاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ کلتوري بنسټونو او موسسو ته نوي جوازونه ورکړ شوي دي.
دغه راز د ۲ ټلویزیونونو، ۲۹ راډیوګانو، ۴ چاپي رسنیو او ۱۲ کلتوري بنسټونو د فعالیت جوازونه هم غځول شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې ۷۶ د سرغړونې پېښې په غږیزو او انځوریزو رسنیو کې او ۳۵ نورې پېښې په ټولنیزو شبکو کې، چې یوټیوب، اوبپاڼې او نور پلاتفورمونه رانغاړي ثبت او ارزول شوي دي.
چارواکي وایي، چې پر دې سربېره د ۲۶ خبریالانو ستونزو ته هم رسېدنه شوې او په مرکز او ولایتونو کې د ورځپاڼو، اوونیزو او میاشتنیو خپرونو شاوخوا ۷ زره نسخې ارزول شوې دي.
له دغو هڅو څخه موخه د رسنیو د فعالیتونو تنظیم، د شکایتونو څېړنه او د خبریالانو د کاري وضعیت ښه کول بلل شوي دي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
لوبی4 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه4 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ4 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار4 days agoڅار: په نړۍ کې د کډوالۍ ضد څپې پراخېدا
